له نن نه پوره اته کاله وړاندې کله چې د ولسي جرګې د لومړۍ دورې( ١٥ دورې) لپاره ټاکنې کېدې او همداسې د ولسمشريزو ټاکنو پروسه روانه وه، نو د نوماندانو کمپاينونه نه يوازې چې په ښارونو کې ښه په درز روان وو، بلکې ډېرى هغو يې حتى د ولايتي شورا ښځينه نوماندانو په لرو پرتو ولسواليو او کليو کې خپل کمپاينونه چلول. پرته له دې چې وېره ولري، ښځينه نوماندانې به په موټر لګېدلي لوډسپيکر سره لرې پرتو سيمو ته تلې او هلته به يې له کليوالو خلکو سره د خپلې نوماندۍ په اړه مخامخ خبرې کولې.

  ددې تر څنګ په ټاکنو کې د خلکو ګډون او لېوالتيا هم بې ساري وه، زما ښه په ياد دي، چې په لرو پرتو  سيمو کې ډېرى هغو کورنيو مشرانو هم خپلې ښځې د نوم ليکنې مرکزونو ته يوړي، کارتونه يې واخيستل او د ټاکنو په ورځ ښځې او نران په ډله ييز ډول د رايوصندوقونو په لور روان شول او په بې ساري خوښۍ سره يې رايه ورکړه.

  هغه مهال افغانانو پوره هيله درلوده، چې يو بدلون په مخکې دى، په ژوند کې به يې پورته بدلون راشي، هلته له چا سره د خپل راتلونکي په اړه کمه انديښنه څه چې هېڅ انديښنه هم نه وه، ټولو افغانانو دا فکر کاوه، چې نور نو له يوه اوږده ناورين نه په يوه ديموکراتيک بهير ورګډېدونکي دي، له ټاکنو وروسته به د بهرنيانو د پوځي حضور او ملکي مرستو نه په استفادې، امنيت تامين او نظام به د ولسواکۍ خواته يون وکړي، خو نن له هغې ورځې اته کاله وروسته موږ په داسې يوه وضعيت کې يو، چې هغه لرې پراته کلي ته يو کانديد څه چې د حکومت يو ولسوال هم سفر نه شي کولى.

  دلته تر ټولو مهمه ستونزه او بايلنه د خلکو ناهيلي او د راتلونکي په اړه انديښني دي، ددوى هغه پخوانۍ هيله په ناهيلۍ بدله شوه او نن يې ډېرى له انديښنو او نا معلوم راتلونکي سره لاس او ګريوان دي، هغه بهرنيان چې نږدې لسيزه وړاندې يې افغانانو ته هيله ورکوله، نن دافغان د انديښنو لامل دي، کله وايي، چې افغانستان پرېږدي، کله وايي، چې حکومت به د زيات فساد او درغليو په سبب سقوط وکړي او همداسې نور…

هيلې او انديښنې

  د افغانانو دا هيلي او راتلونکي ته انديښنې اوس خپله ځينو بهرنيو او کورنيو ادارو هم تاييد کړي دي او علتونه يې هم تر ډېره څرګند او مشخص دي، خو امنيتي ننګونې او انديښنې تر ټولو په سر کې ځاى لري،    د اسيا بنسټ په نامه يوې ادارې تازه نظر پوښتنه څرګندوي، چې ډيری افغانان د تېر کال په پرتله د خپل امنيت په اړه اندېښمن دي، د راپور پر بنسټ چې دا انديښنې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د بهرنيانو وتو لا زياتې او غښتلې کړې دي.

د اسيا بنسټ له خوا  د پوښتل شوو کسانو  په سلو کي ۵۹ يې ويلي دي چي د امنيت په اړه اندېښمن دي او د راتلونکي په اړه وېره لري. تېر کال په دغه وخت کي يوې نظر پوښتني څرګنده کړې وه، چي په سلو کي ۴۸  سلنه د امنيت په اړه وېره لري.

  په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل شوو نږدې ۷۰ سنله يې ويلي دي، چې له بهرنيو ځواکونو سره په مخامخ کېدو کي ويره لري، چې خپله  دا په وروستيو کلونو کي د عامو وګړو او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د بې اعتمادۍ تر ټولو اوچته کچه ښيي.

فساد، نا امني او بې کاري

د پوښتل شوو کسانو درې په څلورمې برخې يې ويلي، چي په  افغانستان کې  دننه له يوې سيمې څخه بلې ته د سفرکولو پرمهال له وېرې سره مخ وي. په دغه نظر پوښتنه کې د ګډون کوونکو ۳۵ سلنه له طالبانو سره خپله همدردي ښوولې ده، چي دا بيا په ۲۰۱۲ کال کي تر ۳۰ سلنه اوچتوالى څرګندوي او په ۲۰۰۹ کال کي تر ۵۶ سلنه ډېره لږ ده.

  په نظر پوښتنه کي د ګډون کوونکو درې پر څلورمه برخه د سولي او ملي پخلايني په برخه کې د افغان حکومت هڅې ستايل شوې او دوه پر درېيمې برخې څرګنده کړې، چي که دا کوښښونه کومې څرګندې پايلې  ورسېږي، نو د هېواد د ثبات په برخه کې به ګټه ورسوي.

  ډېرى افغانان او شننونکي بيا طالبانو ته د بهرنيو ځواکونو د کړنو د غبرګون په سترګه ګوري، خپله طالبانو هم په بيا بيا څرګنده کړې، چې جنګ به يې د بهرنيو ځواکونو د حضور تر پايه ادامه ولري، ددې ټول پوښتنې په يوه برخه کې د پوښتل شوو په سلو کي ۲۲ سلنه يې په افغانستان کي د طالبانو د زور زياتي دليل د بهرنيو سرتېرو شتون بللى دى، خو ۲۰ سلنه بيا ددې برعکس ويلي، چې طالبان غواړي د زور زياتي له لارې خپل له لاسه تللى حکومت بېرته تر لاسه کړي.

هېواد پر کومه خوا ځي؟

 د اسيا بنسټ په راپور کې له دې نه پرته ٥٥ سلنه افغانان په دې نظر دي، چې  ګواکي هيواد يې پر سمه خوا روان دی، چې دليل يې د بيارغونې پروژې او امنيت ښودل شوى دى، خو بدبينه ياني هغوى چې راتلونکي ته ناهيلي دي، د ناهيلۍ سبب يې فساد، نا امني او وزګارتيا بلل شوې ده.

لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل، نا امني په تېره يوه لسيزه کې دافغانانو له عمده انديښنو څخه وه او ده، د اسيا بنسټ خپور کړى راپور هم دې ستونزې ته په اشارې وايي، چې له ۲۰۰۷  زېږديز کال راهيسي په افغانستان کې د راتلونکي په اړه د ډېرو افغانانو د  وېرې او انديښنې عمده لامل په هېواد کې شته نا امني بلل شوې ده. خو د روان کال په نظر پوښتنه کي بيا د راتلونکي په اړه  د وېرې او انديښنې عمده لامل اداري فساد بلل شوى دى، خو په څنګ يې دهغو کسانو شمېره هم خورا په زياتېدو ده، چې له وزګارتيا وېره او انديښنه لري او اوسني وضعيت ته په پام سره له خپل راتلونکي ناهيل دي.

  بايد ووايو، چې د اسيابنسټ  په اسيا کې د حکومت والۍ د پياوړتيا، اقتصادي پراختيا، قانونيت او سيمه ييزو همکاريو په څانګه کې فعاليت کوي او په وينا يې چې له ٢٠٠٦ زېږديز کال نه تر اوسه يې په ټول افغانستان کې ٥٥٠٠٠ کسان پوښتلي دي ، چې دا ډول ټول پوښتنه هر کال يو ځل د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې تر سره کوي.

 ◄ دا مقاله په باور ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *