۱۸ لیندی ۱۳۹۲  : یعقوب خان منظور پکتیکا

دپکتیکا دپوهنې ریاست مامورین وایي چې وړمه ورځ یې ددې ولایت په یحیی خیلو او جاني خیلو په ولسوالیو کي یې د ولایت دپرمختیايي بودیجې څخه د ۱۱ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو ښوونځیو دبنسټ ډبرې کېښودل شوې.
دپکتیکا ولایت د پوهني ریس کوچې ځاځي له مېلمه راډیوسره په یوه ځانګړي مرکه کي وویل چې ددغو څلورو ښوونځیو له جملي څخه دری ښوونځی په یحیی خیلو او یو په
جاني خیلو ولسوالی کي جوړیږي چې دهر ښوونځي مجموعي لګښت ۲۷۰زره امریکايي ډالره کیږي چي کارونه به ديي دقرارداد د لایحي له مخي په دولسو میاشتو کي بشپړ شي.
دنوموړي په خبره چې هره ودانی يي په یو وخت کې  د ۵۰۰ زده کوونکو دځایولو وړتیا لري.
ځاځی  د سیمي له خلکو څخه خوښي څرګنده کړه او ویي ویل چي د سیمي خلکو
ورته پوره ډاډ ورکړی چي د ښوونځی دجوړولو لپاره به ټول خنډونه او ځنډونه
د سیمي سپین ږیري او مشران له منځه وړي.

دیحیی خېلو ولسوالی یو تن قومي مشر امان لله خواښي څرګنده کړه چې په یوه ورځ دپوهنې ریاست له لوري پدې ولسوالی کې د دریو ښوونځیو لپاره د ودانیو دبنسټ ډبرې کېښودل شوې ده وویل چې له دې وړاندې ددې ښوونځیو زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې اودلمر سوزنده وړانګوته زده کړې کولې چې دې ودانیو په جوړېدو به ورته دزده کړو ښه زامینه او خوندي چاپېریال برابرشي.

دجانیخېلو ولسوالی یو تن ښوونکي ګل اکبروویل چې پدې ولسوالی کې له دې وړاندې دپوهنې په برخه کې کوم دپام وړ کارونه  نه دي شوي خو ددې تعمیر دبنسټ په اېښودو خوشحاله یم نوړموړی وایي چې ددې ښوونځی د ودانی په جوړېدو سره به زده کوونکي له زده کړو ته تشویق شي.

دیادونې داچې دامهال په پکتیکا کې ۳۴۴ بابه ښوونځي شتون لري چې یوازي ۱۱۷یې ودانی لري اودنوروښوونځیو زده کوونکي یې دګرمی او یخنی په موسمونو کې دزده کړې پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *