د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
دوشنبه/ لیندۍ/ ۱۸
نن دوشنبه، غرمه مهال د نورستان د والي ښاغلي تمیم نورستاني په مشرۍ ددې ولایت د یوه پلاوي پر کاروان د سولې او ثبات د دښمنانو له لوري وسله وال برید شوی. دا برید هغه مهال شوی، چې ښاغلی نورستانی له يو شمېر نورو چارواکو سره د نورګرام ولسوالۍ لیدنې ته روان و. په دې برید کې د نورستان والي ته زیان ته دی رسېدلی خو له بده مرغه د والي سکرتر او یو تن ساتوونکی سرسري ټپیان شوي دي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره دا برید په کلکه غندي، ټپيانو ته د عاجلې شفا د غوښتنې ترڅنګ ټینګار کوي، چې د افغانستان د دښمنانو دا ډول کړنې به د افغانستان د حکومت هغه هوډ او اراده ونه ننګوي، چې ددې هیواد د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره یې کړی دی. دښمن غواړي، چې په دې توګه پر دولت او راتلونکې د خلکو باور زیانمن کړي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره اعلاموي، چې په سیمو کې حکومتوالي په بشپړه توګه ټینګه ده او د دښمن د دا وړ ډارنو عملونو مخه نیولی شی.
دا اداره ولس ته ډاډ ورکوي، چې داسې بریدونه به د هېواد او خلکو د خدمت لپاره زموږ د زړه ورو مامورانو د خدمت تعهد بدل نه کړي.