د پوهنې وزارت

خبرپاڼه

۱۳۹۲ د لیندۍ ۱۸

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت، عدليې وزارت او د کنټرول او تفتیش ادارې د ملګرو ملتونو له پرمختیايي ادارې (UNDP) سره په افغانستان کې د شفافیت د رواجولو پروګرام  د پلي کېدو په موخه یو هو کړه لیک لاسلیک کړ.

دغه پروګرام د ۱۳،۷ میلیون ډالرو په ارزښت په راتلونکو ۳ کلونو کې د پوهنې وزارت په ادارو کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه عملي کېږي.

ددې تړون د لاسلیک پر مهال د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق ودرګ وویل:« د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې له پوهنې وزارت سره د روڼتیا او حساب ورکولو یا (ACT) په نوم یو پروګرام پیل کړی، چې د هېواد د پوهنیز نظام لپاره ځانګړی اهمیت لري. ددې پروګرام په لومړي پړاو کې پوهنې وزارت وکړای شو، چې د شکایتونو د راټولولو یو مکانیزم جوړ کړي او له دې لارې ګڼ شمېر شکایتونه راټول او د حل لارې ورته ولټوي.»

د پوهنې وزیر د بېلګې په توګه یادونه وکړه، چې د ۲۰۱۲ کال له جنوري تر سپټمبره ۲ زره شکایتونه را ټول شوي، چې له هغې ډلې ۱۶۸۶ شکایتونو ته سملاسي پاملرنه شوې او پاتې یې د ارزیابي او څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، د وزارت د پلان له مخې دغه پروګرام له پوهنې څخه د ملاتړ شوراګانو د ظرفیت لوړولو او ملاتړ کولو، د شکایتونو د راټولولو د مکانیزم د پراختیا او د داخلي تفتیش  د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې عملي کېږي.

د یادولو ده، چې په پوهنې وزارت کې د شفافیت ادارې ترڅنګ یو شمېر نورې نظارتي څانګې او د تفتیش مرکزي ریاست هم فعالیت کوي، چې د هېوادوالو اړوندو شکایتونو ته رسېدنه کوي او وړاندیزونه یې په پام کې نیسي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *