تاند- په هند کې د افغانستان سفیر وايي، د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د درې اړخیزې ترانسپورتي موافقې مسوده برابره شوې او ژر به نهايي شي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د دوشنبې په ورځ د دې خبرې د کولو تر څنګ وویل: «د چاه بهار بندر درې اړخیزه موافقه خورا مهمه ده. موږ په جدیت دا موافقه تعقیبوو او په دې مسله کې د پرمختګ په حال کې یوو.»

د چاه بهار بندر د سم فعالیدو په صورت کې د پاکستان پر لارو په تېره بیا پر کراچۍ د افغانستان اتکا ختمېږي او پاکستان نور له خپله بندره پر افغانستان د فشار په توګه استفاده نه شي کولی.

افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وویل، همدا اوس د درو هیوادونو له لوري د درې اړخیز ترانسپورت د موافقې مسوده تر غور لاندې ده او هیله کېږي چې دا موافقه ژر نهايي شي او په یوه هیواد کې د هغې د لاسلیکولو نېټه وټاکل شي.

د افغانستان، هند او ایران د ترانسپورت او ترانزیت موافقه د سږ کال په مې میاشت کې تهران ته د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید د سفر په لړ کې له ایراني چارواکو سره شریکه شوې وه.

ښاغلي ابدالي وویل، د افغانستان په بیارغونه او پرمختیايی چارو کې پانګونه د دې هیواد له اقتصادي ودې سره مرسته کوي او په سیمه کې د سوداګري مالونو په وړلو – راوړلو، د انرژۍ په صادراتو او د کاني موادو په استخراج کې مهم رول لري.

چاه بهار بندر د هند لپاره د افغانستان په شان اهمیت لري. هند کولی شي له دې لارې افغانستان او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته اسانه او ارزانه صادرات وکړي.

د هند حکومت له همدې کبله د ایران د چاه بهار بندر د پراختیا لپاره سل ملیون ډالره کریډیټ منظور کړی او تېره اوونۍ یې په چاه بهار بندر کې د پانګونې د جاج اخیستلو لپاره یو جګپوړی پلاوی ایران ته ولېږه.

د هند د بېړۍ چلونې او بندرونو د چارو د وزارت پلاوي د چاه بهار بندر له نژدې وکوت.

د حاجي ګک د کان په اړه د افغانستان د کانونو د وزارت او هندي کنسورشیم د موافقې د نهايي کېدو په صورت کې هند له دې کانه د ایران تر پولې پوري د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو پلان لري. همداراز ایران هڅه کوي چې له چاه بهاره تر زاهدان پوري د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *