له ٢٠٠١ زېږديز کال وروسته، کله چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلل او دلته يې خپل اشغالګر دريځ غوره کړ، نو نه يواځې چې خپل ټاکل شوې موخې يې پلې نه کړې، بلکې کړنو يې ډېرى افغان ميندې بورې کړې، له ډېرو ناوې ګانويې د ژوند خوښۍ واخيستې او تنکي ځوانان يې د ژوند له هيلو او خوږو محروم کړل، چې ډېر يې اوس هم په محروم حالت کې ژوند تېروي.

کله چې نړیوال افغانستان ته راتله امریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې یواځینۍ شعار همدا و، چې موږ به په افغانستان کې سوله او ارامي راولو خو نه د دوی په راتلو سره سوله راغله، نه کوم د پام وړ پرمختګ وشو، بلکه ددې سره سره موم ملي او ديني ارزښتونه هم وګواښل شول.

    د بېلګې په ډول افغان ځواکونه مو لاتراوسه هغه ډول چې باید سمبال شوي وای نه دي شوي چې ولسمشر کرزي هم ورته د مشورتي لویې جرګې په غونډه کې ورته اشاره وکړه او ويې ویل:(موږ د دوی نه ټانګ غواړو دوی موږ ته بمبیرک تیارې را کوي)). دیني ارزښتونه مو داسي و ګواښل شول، پر وړاندې يې اوس هم ولسي حساسيتونه په څپو دي، ښه بېلګه يې داده، چې په ۲۰۰۶کال د مارچ په ۲۴ د عبدالرحمن په نوم یو افغان عیسوی شو، خو بیاهم افغان حکومت یې پر وړاندې هیڅ ډول دريځ ونه ښوده. په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د کابل په کارته سه کې کلیساوي و نیول شوې، په ۲۰۱۲ کال کې یو افغان ولاړ شو او وې ویل چې زه مهدي اخیر زمان یم، بیا هم حکومت يې پر وړاندې هېڅ ډول دریځ و نه ښود.

  په تېره يوه لسیزه کې مو ډېر ظلمونه وګالل، پر ډېرو تېریو مو سترګې پټي شوې خو یوه ورځ مو د زړه له کومې چا د روغتیا احوال ونه پوښتی. دې د ترهګرۍ په نوم جګړه کې مو ډېر څه له لاسه ورکړل، د افغان مېرمنو نه مو جامې او بوقرې او له قومي مخورو اوکليوالو مو پکولونه او پګړۍ، چپنې او واسکټونه په خاورو کې ولوېدل.خو لاتراوسه موږ په دې نه پوهېږو، چې دا ترورېزم څه ته وايي او دا ترهګر څوک دی؟

په وار وار سره د نړۍ په کچه زموږ افغاني هويت ته سپکاوى وشو، کله راباندې د ترهګر ټاپه ووهل شي، کله مو هم نړۍ د فساد کوونکو په نوم یادوي، خو اوس چې امریکا پوه شوې چې افغانان په دې ډول نه وژل کېږي او ددوی واکمني به هم د روسانو او انګریزانو په شان برخليک سره مخ کېږي، نو اوس دوی په دې لټه کې دي دلته قومي او نېژادي تبعیضونه را پيدا کړي او په دې ډول افغانان سره تیت کړي ،یوه ښه بېلګه يې د تېري ورځي لاریون ور کولای شو، چې یو شمېر افغانان د ملي شورا مخي ته را ټول شوي وو او شعار يې ورکاوه چې موږ افغانان نه یو، همداسې يې تېر کال کابل کې د عاشورا مراسمو پېښه هم در واخله.

او اوس یې د یموکراسي او د بیان ازادۍ په نوم راته هغه ناوړه جګړه پیل کړه ،چې دابه افغانستان هرو مرو د نابودی پر مخ وړي او لري به هم نه وي چې افغانستان به هم د عراق په شان په فرقه یې شخرې کې ښکېل شي.

  په دې لسیزه کې ځینې افغانان یې د شته امکاناتو، په واسطه او د پېسو پرمټ تر اسمانه ورسول او ځینې یې د خپلو اولادونو پلورلو ته اړ کړل، مهم يې لا دا چې په دې دومره وخت کې مو د مادي بايلنو  ترڅنګ ډېر معنوي ارزښتونه هم له لاسه ورکړل.

   که څه هم دا د سیاست یو اړخ دی چې یو شمېر سیاستوال د خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له هرې لارې کار اخلي خو دا هغه موقع ده چې ګاونډیان او د سېمې هېوادونه هم همدې ته ناست وي چې بس ترې ګټه پورته کړي.

پرون د یوه ملګري سره ناست وم هغه نه مې د حال پوښتنه وکړه هغه راته تر یوه لوی اسوېلي وروسته وویل ښه یم خو دا نظام مې ژړوي ده راته کيسه پیل کړه چې یو وخت موږ جهاد کاوه نو د باغ بالا په جومات کې زموږ مخور رهبر چې اوس هم په همدې نظام کې دی راته وضع کوله چې له دې جهاد نه مو موخه څه ده.

   هغه کیسه داسي پيل کړه: مشر مو راته وویل تر هغې چې زه ژوندى یم ، نو هېڅکله به پرې نه ږدم افغانستان ته بهرني اشغال ګر راشي، نن که روسان راغلي دابه هم په تور مخ له افغانستانه باسو او د دې نه وروسته به هم نه روس نه امریکا او نه هم کوم بل بهرني هېواد ته په خپل وطن کې ځای ورکوو.

خو نن دی همدلته د همدې امریکا ترسیوري لاندې ناست دی او وايي چې دا زموږ وروڼه دي زموږ د مرستي او زموږ د ژغورنې لپاره راغلي.

   په پاى کې بايد دومره ووایم چې راشئ، دا ژبني او نژادي توپيرونه د پریږدی راشئ، لاسونه سره ورکړو یو موټي افغانستان جوړ کړو، باور ولرى، څو چې په خپله يوه کلمه او ملي ګټو د وروڼو په څېر راټول نه شو، پیسي موږ نه شي اباد ولاى، مه پرېږدى، چې کابل د بغداد په برخليک اخته شي، راځئ ثابته کړو، چې موږ نه ترهګر يو او نه چا ته دا اجازه ورکوو، چې په دې نوم زموږ د وژلو جواز تر لاسه کړي.

One thought on “جنګي ديموکراسى! – حکمت الله نورزى”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *