دا ټولو ته جوته ده چې د یوه ملت یوازینۍ لویه سرمایه د هغه ملت ځوانان دي، د یوه ملت پرمختیا د هغه ملت د ځوانانو د ویښتابه او بیدارتوب په کچې ارزول کیږي. کله چې د څیړونکو لخوا د یوه ملت او هیواد د راتلونکي په باب وړاندوینې تر سره کیږي دوی په لومړي پړاو کې په ټولنو، کاری ځایونو، پوهنتونونو او نورو کلتوری مرکزونو کې د ځوانانو علمي سټې، هلې ځلې، پلانونه او د راتلونکي په باب د دوی اهداف او تګلوري تر څیړنې لاندې نیسي او د دې څیړنو وروسته دوی په اوږدمهال کې د هغي ملک د پرمختیا او یا هم زوال د کچې وړاندوینه کوي.

که چیرې خپل هیواد ته راشو، په اوسنیو شرایطو کې، خصوصا کله چې د ستونزو او کړاوونو څخه د هیواد د وتلو پر موضوع بحث کیږې، ځوانان د دې ستر ملت یوازینۍ هیله ده چې سترګې ور اوړي چې که وکولای شي دا ځوانان په خپل نوي فکر او نوې انرژۍ د تیرو ترخو تجربو په ګټه او د هیواد ورانو ویجاړو او محتاجیو ته په پام دې ناخوالو ته آرام آرام د پای ټکی کیږدي.

خو آیا دا شونې ده؟ آیا زموږ د کړیدلي ولس د هیلو دا غنچې به وغوړیږي؟ آیا د هیواد ځوانان به د دې جوګه شي چې د هیواد دا په طوفان کې لاهو شوې بیړۍ ته مسیر پیدا کړي او د سولې، سوکالۍ او پرمختیا ساحل ته ېې مخه کړي؟

 کچیرې د جنګ ځپلو هیوادونو تاریخ ته چې اوس د سوکالۍ، آرامۍ او پرمختیا ساه اخلي لنډ نظر واچوو او وګورو چې څنګه دوی خپل مسیر بدل کړ او څنګه ېې له بدبختیو سره مخه ښه وکړه نو دې نتیجې ته رسیږو چې هوکې دا کار شونی دی، خو څه باید وشي تر څو چې دا مسیر بدل شي او ځوانان هغې لوري ته سوق شي چې پکې د ملک او ولس خیر وي.

په ډیره خواشینۍ سره باید ووایم چې زموږ ډیری ځوانان په شعوری او غیرشعوری ډول د ځینو مزدورو او خاینو کړیو په لومو کې بند دي او دا کړۍ د دې سرلوړي ملت ځوانان یوازې او یوازې د خپلو شخصي شومو اهدافو او عقدو لپاره کاروي، او یاېې هم د پردیو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ترې د وسیلې په توګه کار اخلي، ځوانانو ته پکار ده چې ځان ته لږ ټکان ورکړي، راویښ شي، بیداره شي، ځان پوی کړي چې په څه ډول ملک کې اوسي او خلک ېې له کومو ستونزو شپه او ورځ ځوریږي او بیا د یوه ځوان په توګه د خپل هیواد او خلکو مسوولیتونه له خپل ځان وپوښتي، د هیواد لوړو ګټو لپاره فکر وکړي، د ملک د پرمختیا لپاره فکر وکړي، د پردیو د مزدورۍ او احتیاج څخه د خلاصون په لارو فکر وکړي، په دې فکر وکړي چې همدا اوس مو څومره هیوادوال تر پلاستیکي ټوټو لاندې د ژمې په دې سړه هوا کې په لوږه شپې او ورځې سباه کوي، څومره هیوادوال مو په یوه او بل نامه ځورول کیږې، څومره هیوادوال مو په ناحقه په یوه او بل نامه وژل کیږې، په فساد کې مو هیواد لومړی لمبر دی، او لا هم خوشاله یو او سر هم نه پرې خوږوو.

آیا په دې مو فکر کړی چې آیا کله مو په خپلو سیمو کې چې له یوه عالم ستونزو ډکې دي په کوم لاریون کې برخه اخیستې وي او یا مو د کوم لاریون تابیا کړې وي، آیا په ټولنیزو رسنیو کې چې په اوسنیو ورځو کې ښې ګرمې روانې دي، د دې ستونزو د حل لپاره مو کومه د حل لاره پوست کړې او یا مو پرې بحث کړی؟ آیا زموږ کوم خواخوږي مشر؟ هغه مشر چې د قوم، ژبې او سمت په نامه د خپلو شخصی اهدافو او ګټو لپاره کومه کاذبه مبارزه روانه کړې، کومه ورځ ځوانان را ټول کړي او د همدې قوم او سمت د خلکو د شته ستونزو د حل لپاره ېې کومه د مدنې مبارزې تابیا کړي وي؟ آیا دوی هغې سیمې ته ورغلي؟ آیا دوی ېې واقعا په ستونزو خبر دي؟

 ډاډه یم چې ډیری ځوابونه به منفي وي، ځکه موږ ځوانان په داسې شیانو مصروف یو چې هیواد مو برعکس په یوه بل مسیر د حرکت لپاره چمتو کوي. دا مسیر د بدبختیو مسیر دی، د ناخوالو مسیر دی، د ستونزو د زیاتوالي مسیر دی، په دې مسیر کې یوازې هڅې د ژبې، قوم او سمت لپاره دي، ټوله انرژي مو همدې ته ډالۍ کړې، ټولې لیکنې مو په همدې عنوانو را څرخي، ټولنیزې میډیاوې مو په همدې ډکې دي، نن زما سپکه، سبا د هغه بل سپکه او په منځ کې دوښمن سرلوړی او خوشاله ګرځي را ګرځي.

دا نن سبا چې کومې ناندرۍ په هیواد کې د ژبې، قوم او سمت او یاهم په یوه او بل نامه سره روانې دي چې متأسفانه زموږ د هیواد ځوانان په ځانګړي توګه زموږ ځینې د علم او پوهې په ګڼه سمبال ځوانان هم پکې په خپل ټول وس او توان بوخت دي، له یوې خوا زموږ په مقدس دین کې مردودې دي او له بلې خوا د هیواد د پرمختیا او د روان حالت په بدلون کې هیڅ مثبت رول نشي لوبولی بلکې نور ېې هم د بربادۍ ګوډال ته د ګوزار لپاره ورسره مرسته کوي.

له هغه ځوانانو پوښتم چې په دې برخه کې فعال دي، منظور مې ټول افغان ځوانان دي، آیا دا ژبنیزې، قومي او سمتي ناندرۍ به د دې هیواد د ستونزو د حل لپاره کومه ګټه وکړي او که نه؟ که ځواب مثبت وي، د نورو ځوانانو سره ېې هم شریک کړئ، په استدلال هغوی هم قانع کړئ او دا پاتې به هم درسره شي او د هیواد د پرمختګ دا بهیر به نور هم ګړندی شي، که ځواب منفی وي، نو ولې، تر کله؟ تر کله به د دې ملک دا ځوان نسل، د هیواد دا د ملا تیر، د هیواد دا مټ، د هیواد د راتلونکې دا د هیلو غنچې په داسې مسایلو او فعالیتونو بوخت وي چې نه ېې د ځان ګټه او نه ېې هم هیواد ګټه، نه ېې هم د دې دنیا ګټه او نه ېې هم د هغې دنیا ګټه پکې نغښتې وي.‎‎

زموږ ټولو افغان ځوانانو ته پکار ده چې خپلو لومړیتوبونو او خپلو اصلي دندو او ملکفیتو متوجه شو، پرې نږدو چې مزدورې او خاینې کړۍ تر دې ډیر د خپلو شځصي ګټو او عقدو لپاره زموږ په راتلونکي او سرنوښت لوبې وکړي، ټولو راته ښه امتحان راکړي، نور د هیچاه په احساساتي او پاروونکو ویناوو ځان مه تیرباسئ، راځئ د یوه واحد، اسلامي، سرلوړي، پرمختللي او سوکاله افغانستان لپاره چې د ټولو افغانانو ګډ کور دی په ګډه کار وکړو تر څو د روانو ستونزو او کړاوونو خلاص شو.

2 thoughts on “یوازې ځوانان دې ېې ولولي/ جاوید حبیبي”
  1. ډاکټر صاحب ډېره پر څای لیکنه مو کړې په دې حساس پړاو کې دداسې لیکنو ته تر هر پېر ډېر ضرورت دی. خدای ج مو پر قلم برکت واچوه. زه له ډاکټر صاحب سره نژدې پادتې شوی یم او پر ما دا فرض جوړيږي چې ووایم ډاکټر صاحب یو ډېر نېک په علم او وطن مین شخصیت دی یقینا دوطن احساس ورسره شته. دا دې هم پکې هېره نه وي چې ډېر تکړه لیکوال نه دی خو څه یې چې لیکلي دي دده دزړه یو درد او احساس دی او ما چې پرې دومره اوږد کمنټ ورکړی دا زما له ډاکټر صاحب سره مینه ده.

  2. der pah zrah pori mazmoon mo likalai dai. Allah wakri chi zawanan amal pri wakri ao bilkhusus Allah di mashrano tah Hedayat wakri da kum kasano las landi chi zwanan kar kavee..( Tarbiayah kigee)..Ameen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *