دا یو حقیقت دی چې د مرګ ژوبلي ، جنسي تیري، وهلو ډبولو، په زور او یا کم عمرۍ کې د ودولو او د تعلیم له حق نه د ښځو او نجونو  محرومیت په افغاني ټولنه کي خورا زیات دی .

که څه هم د تیرو دوولسو کلونو راهیسي د ښځو د حقوقو د پرځای کولو لپاره د بیلابیلو بنسټونو له لورې ډیري هلي ځلي شوي دي، خو په همدغو څو کلونو کي د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کي داسي د ظلم او تاوتریخوالي پیښي هم شوي دي چي څوک ترې خبر شي له ډیرې ویرې یې له ځان سره نه یادوي.

د دې مطلب د لیکلو تر نیټي پورې وروستۍ پیښه د فاریاب په مرکز میمنه کي شوې وه .

 د ۱۳۹۳ هجري شمسي کال د تلي د میاشتي په دوولسمه نیټه د فاریاب په مرکز میمنه کي په یوه کور کې د یوې میرمنې جسد په داسي حال کې موندل شوی و چې سر یې د بدن څخه غوڅ و.

یاده میرمن لومړۍ دخپل خاوند له لوري تړل شوي، بیا ترې د چاړې په واسطه سر غوڅ شوی ،

 او جسد یې په تشناب کې د پولیسو له لورې موندل شوی وه.

کله چې له دې وحشتناکي پیښي خبر شوم او ددې ښځي د غوڅ شوي سر تصویر مي په انټرنیټ کي ولید سخت خواشینۍ شوم.

دا لومړی پیښه نه ده دې ته ورته په سلګونو پیښي تکرار شوي دي.

 زما په آند هرڅوک چې له دې پیښي خبرشوی وي حتمآ به د افغانو میرمنو ژوند ته ډیر پریشانه شوي وي، نوره نړۍ که له دې پیښي خبره شوي وي زمونږ دټولني په اړه به یې بیلابیل سوچونه کړي وي.

داخو لاپریږده زه په دې ډاډه یم چې ځینو به یې له ځان سره داهم ویلي وي چې افغانان د ژوند کولو په ارزښت نه پوهیږي.

نر د ښځي او ښځه د نر لپاره لازم او ملزوم دي او که په دغو دواړو طبقو کي یوه یې هم نه وي ژوند نیمګړۍ ده، نو ولي خپل ژوند نیمګړۍ کوو؟

یوه ورځ له ملګرو سره په سفر روان وم دملګرو له ډلي یوه یې موټر چلولو زه د مخي په سیټ کي ناست وم او درې نور ملګري مي د شا په سیټ کي ناست وو، د موټر د شا له سیټ څخه یوه ملګري غږ وکړ چې د موټر د سټرینګ لاندي دا اشاره د څه شي ده او ولي روښانه ده؟ موټر چلوونکي ملګري مي ورته ووېل دا اشاره ددې لپاره روښانه ده تر څو مونږ ته رایاد کړي چي موټرچلوونکی او د مخي سیټ ناسته سپرلۍ په ځان هغه پټۍ چاپیره کړي چې د ټکر پر وخت ورڅخه ساتنه کوي او ترهغه وخته دا اشاره بلیږي ترهغو چې موټرچلوونکي او د مخې د سیټ سپرلۍ تر ځان پټۍ تاو کړي نه وي.

دشا له سیټ څخه بیا هغه ملګري څومره خوږه خبره وکړه ویل یې چې د نړۍ له خلکو سره د ژوند څومره ارزښت ده ددې لپاره چې د چا څخه دپټۍ استعمالول هیر شي هغه سرې اشارې ته چې وګوري ور یادیږي او د ټکر پروخت دده له ژوندڅخه ساتنه کوي.

رښتیا به درته ووایم هغه ساحه چې مونږ همدا شیبه پکي روان وو د امنیت له پلوه لږ څه خطرناکه وه، ددوی دواړو خبرو ته لږ په سوچ کي شوم او بیا مي له خولې یوڅه داسي الفاظ راووتل!

نړیوال د ژوند ژغورلو لپاره شپه او ورځ بوخت دي او په داسي ټکنالوجي خپله انرژي استعمالوي تر څو څنګه د یو انسان له ژوند څخه دفاع وکړي ، خو برعکس مونږ افغانان په دې فکر کي یو چې څه ډول د یو چانه ژوند واخلو؟ او په کوم نوم یو چاته ضرر ورسوو؟، له مونږ سره د ژوند کولو هیڅ ارزښت نشته.

راځۍ! مونږ به هم دا پریږدو چې نرده که ښځه ، حیوان ده که نبات،هرچاته چې الله جل جلاله د ژوند په نوم خوږ نعمت او ورسره هر څومره حقوق ورکړي وي باید مونږ یې له دغو نعمتونو څخه محروم نکړو، او که دا کار مو وکړ یوه ورځ شته چې ددې هرڅه حساب او کتاب ضرور کیږي.

ژوند ته به د ژوند په سترګو وګورو، د جنګ پرځای به سولې د نفرت پرځای به میني او دمرګ پرځای به ژوند کولو ته لاره هواره کړو او هغه توان او قدرت چې الله جل جلاله راکړۍ په سمه لاره کي به يې استعمال کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *