خبرپاڼه

نيټه ١٧،٩،١٣٩٢

کندهار افغانستان – د کندهار ولايتي ادارې او د سولي شورا په هڅو نن په دغه ولايت کي د وسلوالو طالبانو هغه  ۳۰ کسيزه ډله چي مخکي يې ورانکار فعاليتونه تر سره کول خپلي وسلې کښېښودې او د سولي له پروسې سره يو ځای سوه.

د مرورو وسلوالو طالبانو دغه ۳۰ کيسزه ډله د پنجوايي ولسوالي په انګړ کي د دغه ولايت مرستيال والي، د سولي شورا رئيس، د ولسوالۍد قومي مشرانو، او د يو شمېر نظامي مسوولينو او منسوبينو په وړاندي خپلي وسلې کښېښودې او د افغانستنان د ملي بيرغ په پورته کولو سرهيې وويل چي نور به له ورانکارو فعاليتونو څخه لاس اخلي او له افغان دولت سره به يو ځای د وطن دفاع کوي.

هغوی دغه راز د خپلو ورانکارو فعاليتونو په ترسره کولو له افغان دولت او خلکو څخه د بخښني ترڅنګ وويل چي د ناپوهۍ په حالت کي د ګاونډي هيوادونو لخوا د خپل ګران وطن پر وړاندي درول سوي ول، خو اوس دوی په هرڅه پوه سوي، دوست او دښمن يې په ښه توګه پېژندلي دي.

يادي ۳۰ کسيزي ډلي چي مشري يې ملا جمعه ګل او ملا سيف الله کوله د سولي له پروسې سره د يوځای کېدو تر څنګ ۱۵ ميله بېلابيلي وسلې او يو شمېر مهمات هم چي دوی د ورانکاروفعاليتونو په ترسره کولو کي ورڅخه کار اخيست، افغان دولت ته وسپارل.

مرستيال والي عبدالقديم پتيال يادو طالبانو ته د سولي له پروسې سره د يوځای کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وويل:” نور لهيو ډير ستړي او ډير نا ارام ژوند څخه عادي ژوند ته مخه کړئ او د افغان ملي امنيتي ځواکونو تر څنګ د وطن په دفاع او پرمختګ کي برخه واخلئ، تر څو لهيوې خوا مو وطني وظيفه سرته رسولې وي او له بلي خوا مو خپل ژوند د خپلو اولادونو او دوستانو سره يوځای په ازاده او د خوښۍ په فضا کي تېر کړی وي.

نوموړي په پوره باور يادونه وکړه چي افغانستان د يو ډېر ښه او روښان راتلونکي په لور روان دی چي د څه وخت په تېرېدو به پکي جنګ جګړو او ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کښېښودل سي.

په ورته وخت کي د سولي شورا رئيس عطامحمد احمدي هم د يادو طالبانو د ملي احساس او د سولي له پروسې سره د يو ځای کېدو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چي د افغان دولت غېږه هر وخت ټولو مرورو وروڼو ته خلاصه ده او مرور وروڼه بايد د دوستۍ په فضا کي د سولي له پروسې سره يو ځای سي.

هغه دغه راز وويل چي د سولي له پروسې سره يو ځای سوو ټولو وروڼو ته به د کارونو زمينه برابروي، د دوی لپاره به يو شمېر کسبي او ښوونيز پروګرامونه اماده کوي  او د يادو ټولو کسانو امنيت او شخصيت به د تل لپاره خوندي ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *