د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
په روزګان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو وروستۍ ډلې هم له دغه ولایت سره مخه ښه وکړه.
په یادو ځانګړو مراسمو کې دروزګان والي امیرمحمد آخندزاده د یاد ولایت امنیتي مسؤلینو ،د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحمید،په لویدیځ کې د آیساف ځواکونو عمومي قوماندان او یوشمیر نور بهرنیو پوځي استازو ګډون کړی وو.
په روزګان ولایت کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ملي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیت د لیږد پروسه کال وړاندې ترسره شوې وه خو له هغې وروسته هم د بیارغونې ټیم چې مشري یې د استرالیا هیواد پرغاړه درلوده فعالیت کاوه میاشت وړاندې دغه ټیم هم خپلې کړنې په رسمي ډول پای ته ورسولې.
خو یوې ډلې بهرنیو ځواکونو په روزګان کې ولایت کې شتون درلود که څه هم یادې ډلې کوم ځانګړی فعالیت نه درلود چې نن یې د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د خپلو هیوادونو بیرغونه راښکته او پرځای یې افغان ملي بیرغ اوچت سو له دې وروسته به په روزګان ولایت کې هیڅ بهرنی پوځي شتون ونلري.
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند