د افغان ملي غورځنګ اعلاميه

د ډله ییزو رسنیو له لارې خبر شوو، چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غوښتنه په دې پلمه د ژوندون ټلوېزیون د خپرونو د ځنډولو امر کړی، چې ګواګې د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.

افغان ملي غورځنګ له یو شمېر رسنیو سره د لویې څارنوالۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت دا توپیري چلند په کلکه غندي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې پر ازادو رسنیو له هر راز فشار راوړلو څخه ډډه وکړي.

دا یو ښه ګام دی، چې حکومت د هغو رسنیو پر فعالیت بندیز ولګوي چې ملي نفاق او د قومونو ترمنځ بېلوالي ته لمن وهي، خو له بده مرغه دغه چاره له تېرې یوې لسیزې روانه ده او حکومت د هغو رسنيو مخه نه شي نیولی، چې د بهرنیو سرچینو په پټو مرستو تمويلېږي او په ښکاره ډول ملي نفاق ته لمن وهي.

موږ ولیدل او اوس هم د دې شاهدان یو چې په افغانستان کې یو شمېر رسنۍ د ملي او اسلامي ارزښتونو خلاف خپرونې کوي او حتا د افغانستان یوه ځانګړي قوم ته په څرګنده ښکنځلې او سپکې سپوري کوي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او لویه څارنوالۍ یې پر وړاندې چوپه خوله دي.

موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د رسنیو پر وړاندې له توپیري او سلیقوي چلند څخه په کلکه ډډه وکړي، د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او له هر ډول غرض پرته په بې پرې توګه د ټولو هغو رسنیو پر فعالیت بندیز ولګوي چې د افغانستان د ملي ګټو او ملي ارزښتونو خلاف خپرونې کوي.

د ژوندون ټلوېزیون د خپرونو د ځنډولو امر هېڅ قانوني توجیه نه لري او لویه څارنوالۍ باید خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په درنښت

د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه

4 thoughts on “له ژوندون تلوېزيون سره توپيري اوغير قانوني چلند”
  1. زما په اند لویی څارنوالی ډیر پر ځای او ښه کار کړی نه یواځی ژوندون بلکه د تمډ ن تلویزیون سره ورته چلند وشی ښاغلی یون غواړی اوس په پښتنو خپل سیاسی بازار تود وساتی ، او همدارنګه څو نور خاینین دی چی د تاجک ، ازبک او هزاره له نومونو څخه په ګټه اخیستو زمونږ په خاوره کی نفاق رامنځته کړی . زما دټولو هیوادوالو څخه دا هیله ده چی دداسی عناصرو تر تاثیر لاندی رانشی .

    په مننی (پکتین

  2. زه اول داطلاعاتو او کلتور وزیراووروسته دڅارنوالی داکار په کلکه سره غندم اوخبر ورکوم چه ستاسو پدی ناوړه فیصله که هر څه پیښ شو، مسولیت به یی ستاسو په غاړه وی

    داطلاعاتو او کلتور وزارت او څارنوالی ولی عبدالحفیض منصور نه نیسی چه دافغانستان ملی سرود ته نه ودریږی اوهم ورپوری ملنډی کوی

  3. Deyra shaesta likena da. Yoon saib de 21temey perhei Mirwais Nike dai.
    Pashtoon yaw maqool mesher leka Yoon ta zaroorat lari ne leka de Karzi pe shaan khpeldoshmana aw mamelagar ta.
    De pakhtano syasi bazaar chey tod ne shi saba dey de Afghanistana ham sharhi.
    De Yoon saib pe hara khabera manteq prot dai zeka ye bazey de Pashtano tufailyaan zaan khatar aw gwakh ganhi aw de mekhniwi hatsey ye kawi, kho haq ba de batel zai nisi.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *