ته هغه څوک یې چې حساب درباندې کيږي، ته هغه څوک يې چې کور، کلی، مور،پلار، ورور، خور، کاکا، ماما، ملګري او دوستان، خپله سیمه او دسیمې خلک او تر ټولو مهمه چې ستا ګران وطن درته سترګې په لار دی چې ډکه منګول به راشي.
ته یوازې د خپل کور غړی نه يې، بلکې ته اوس د ټول افغانستان په استازیتوب هلته ناست يې. ته هغه څوک هم نه يې چې تمه ترې نه کیږي.
تا کور پرېښوولی، وطن دی پرېښوولی، د خپل کلی کور خلک، مور، پلار….. او نور دې پريښوولي دي.هغوی پر ځان خولې منلې دي، هر ډول تکلیفونه ګالي، هغوی ستا لپاره د ورځې څو ساعته مزدوري او خواري کوي، وچه ډوډۍ يې قبوله، خو ستا د ښه ژوند هیلې لا هم ور سره دي او ستا د ښه برخلیک غم ور سره دې.
نو اې…! تا ته وایم چې په خبره پوهیږې….!!
راځه هغسې و اوسه چې څنګه در څخه تمه کیدای شي. راځه هغه څه وکړه چې دغه خاوره، اولس او وطن در باندې څنګه حق لري. په تا خپله ژبه، قوم او دا ملت ټول ډیر حق لري.
هغه څه در یاد کړه چې پخوا دې یې د ارمانونو ځولۍ د خدای په دربار کې غوړولې وه، خو اوس هغه څښتن دا ستره هیله هم ستا پوره کړې….!
هیر به دی هم نه وي چې څومره په خواريو به دې پلار او یا هم د کورنۍ کوم بل مسول کس ګټلې او تا به هم کله لړل څټل او یا خو به دې د بشر د ژوند مخالف درانه پيټي په نازکو اوږو وړل… دا به دې اوس هم په یاد وي او کنه، خو زه پوهیږم چې نه د سړي نه هیریږي.
خو ګوره پام…!
که دې داسې ونه کړل، نه به د دین شې او نه د سادين…!!
یاد لره!