بسم الله الرحمن الرحیم د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون درنو مینه والو اسلام علیکم! غواړم د ژوندون تلویزیون او انصار ورځپاڼې د نشراتو د بندېدو په اړه له خپلو درنو هېوادوالو سره څو ټکي شریک کړم.

موږ ټول پر دې پوهېږو چې افغانستان له وړاندې د پردیو په لمسونه قومي اختلافونو ته د لمن وهلو درنه بیه پرېکړې ده، له بده مرغه د افغانستان په رسنیو کې هم د مسلکي تجربو د کموالي له کبله کله ناکله تېروتنې کېږي خو معنا یې دا نه ده چې د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې د دغو تېروتنو د پړې ګوته یوازې یوې ځانګړې رسنۍ ته ونیول شي، همدا راز د یوې ځانګړې رسنۍ د خپرونو بندول د دې ستونزې د حل لار هم نه ده، کېدای شي له وړاندې شته حساسیتونو ته په کتو دا کار ير یو پراخ کړکېچ واوړي، وړاندیز مې دا دی چې دغه ستونزه له نورو قانوني لارو په داسې ډول اواره شي چې د ژوندون تلویزیون او انصار ورځپاڼې نشراتي حق محفوظ وي.

 پخپله د اطلاعاتو او کلتور وزارت کولای شي د لويې څارنوالۍ له مداخلې پرته دغه ستونزه په ورته مواردو کې د تېرو دولسو کلونو د تجربو له مخې هواره کړي او دا وړاندیز هم لرم چې حکومت دې داسې تګلاره مخې ته کړي چې پر ټولو رسنیو یو شان د تطبیق وړ وي او د عملي کېدو له کبله یې هیڅوک د توپیري چلند احساس ونه کړي. و من الله توفیق

 د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون عمومي رییس الحاج فضل کریم فضل

10 thoughts on “د ژوندون تلویزیون په اړه د شمشاد تلویزیون اعلامیه”
  1. خېټو، سم به دې ورته ویلي وای چې که تر سبا پورې د خپرونو د بیا پیل اجازه ورنه کړای شي مونږ به هم د ژوندون له ډلې سره یوځای شو او که تر درې ورځو پورې ونشي مونږ به د شمشاد خپرونې هم وتړو. یو بل بې غیرت دې هم ور وړاندې شي، بایکاټ دې وکړي چې بیا دا د ایرانیانو جاسوس منحوس مخدومک رهینک څنګه ټینګیږي. هغوی د ډوډۍ په نه خوړلو سره د جمهور رییس فرمان لغوه کوي تاسو بې اتفاقان دومره نشئ کولی چې یو معمولي بایکاټ وکړئ. که خبره د جنرال طاقت وه خو باید چې طاقت څارنوالۍ ته غوښتل شوی او مجرم پېژندل شوی وای او بیا هغه خو هم بخښنه وغوښته. خو خبره دا ده چې طاقت ولې داسې خبرې کړې وې؟ آیا د لطیفک پدرامک خبرې او کنځلې چې غازی امان الله خان ته یې کړې وې چا نه دي اورېدلي؟ آیا د طلوع هر ورځني چټیات څوک نه اوري؟

  2. حاجي ګله. ما نه ژوندون کتلی ، نه مې انصار لوستی خو یوه حقوقي اصل ته مې چې پام شوی دادی چې ګناه نسبي کېدای شي خو جرم نسبي کېدای نشي. دا پلمه بېځا یه ده چې د ژوند ون تلویزیون بندوۍ نو د طلوع ولې نه بندوئ؟جرم یو شی دی، مساوات بل. ، دواړه تلویزیو ني چینلو نه هر یو له خپلې پښې ځوړندېږي. رهین خو او چته د خانقا او پاړسی طرفدار دی خو تا سو چې د ژوندون تلویزیون ګټندوی یا ستئ د ا ثابته کړئ چې ژوندون د مطبو عاتو له قانون او په جګه کچه، د اسا سي قانون مخا لفت نه دی کړی. که مو هدف د طلوع د خپرونو بندول وي، نو دا وښیاست چې طلوع قانون مات کړی. دا مه وایئ چه هغه یې کوي نو ژوندون ته هم مجاز دی.

  3. حاجی صاحب ستاسو د کور ودان وی چی زمونږ د ټولنی د داسی مهمی او حیاتی موضوع په باب خپل وړاندیز اونظر بیان کړیدی.
    قوانین او لایحی په یوه ټولنه کی د دې لپاره جوړیږی چی هلته نظم راوستل شی. د حقیقی او حقوقی شخصتیونو حقوق او وجایب یا مکلفیتونه معین شی او بیا همدا قوانین بی له کومی استثنی په ټولو یوشان او برابر تطبیق شی. د يوی ټولنی د بیدارولو او راويښولو ، روزنی او له نړۍ سره آشنا کولولپاره یوه ښه لاره داده چی له تلویزیونو او نشراتو نه کار واخیستل شی. د ژوندون تلویزیون او همدارنګه د شمشاد ، ملی تلویزیون او لمر تلویزیون هغه شبکی دی چی د ټولنی د ټولو خلکو ته برابر او یوشان خپرونی لری او مونږ ته د منلو وړ دی.
    په مقابل کی یو تعداد نوری رسنی شته چی د افغانستان ټولو پرګنو ته نه بلکه یوه قوم ته کار کوی او دا د دوی کاردی . مګر کوم وخت چی زه د دوی نشرات ګورم ، یو زیات شمیر پروګرامونه یی په پردۍ ژبی دی چی په معنی یی نه پوهیږو. نشرات یی له اسلام او د افغانستان له ټولنی سره مطابقت نه لری . دوی د دموکراسی له اصولو برخلاف زمونږ ټولنه تشدد، توهین کولو او ګډوډۍ پیداکولو ته را بولی. مګر دلته زمونږ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر بیده وی او هیڅ اقدام نه کوی.
    احیانا که د ژوندون تلویزیون کومه خپرونه له نافذو قوانینو خلاف نشر شوی وی وی نو بیا د مطبوعاتو قانون له مخی باید ورسره چلند وشی . نه احساساتی او متکبرانه شخصی چلند. د دیکتاتوری او نظامی رژیمو دوره ختمه شویده چی یو وزیر یا څارنوال بی له محاکمی د چا د مرګ حکم صادر کړی. د یوه تلویزیون تړل هم همدا د مرګ معنی لری. که څوک پر بل چا د شخصی اغراضو له امله غیر قانونی ادعا کوی او وروسته معلومه شی چی د دوی ادعا حقیقت نه لری هغه بل طرف یعنی مدعی هم باید چی جریمه او مجازات شی. دوی د ټولنی له احساساتو سره لوبی کوی. اساسی قانون د ټولو قوانینو مور ده . څوک چی اساسی قانون نه منی د اسلام او افغان نوم نه منی ،آیا له دی پورته کوم لوی جرم شته؟ خو د خپلو ګټو په خلاف که څه واوری نو بیا عاجل څارنوالی ته وړاندیز او د اعدام سزا تطبیقول دی.
    څارنوالی ته خبره هغه وخت راجع کیدای شی چی د مطبوعاتو د قانون په نظر کی نیولو سره کومه دحل لار پیدا نه شی. لویه څارنوالی بیا د هیواد د ټولو نافذو قوانینو په موجودیت کی موضوع باید بررسی کړی له دواړه لوریو نه چی د ژوندون تلویزیون دی او سید مخدوم رهین چی مدعی دی پوښتنی او ګرویګنی وشی. قانون د چا شخصی مال نه دی چی په یوه باندی یو ډول تطبیق او په بل بل شان.
    دلته اصلی خبره له قانون نه سرغړونه نه بلکه سیاسی ده او غواړی چی د هیواد یو لوی اکثریت له خپلو ټولو حقوقو بی برخی شی چی هغه د ژوندون تلویزیون په شان د یوی رسنی نشرات دی . که نن ژوندون تړل کیږی سبا به د شمشاد نوبت وی او بله ورځ به کوم بل کوم زوری او بی واسطی راګیر کړی . په هیڅ صورت سره داسی عجولانه ، بی منطقه ، بی قانونه او یو طرفه چلند د افغانستان خلکو او ملت ته د منلو نه ده. حضرت بریال

  4. سلامونه لوستونکو ته،
    د شمشاد ټ.و.رییس صاب ته دومره محافظه کاری هم پکار نده.ګڼډیری ورور ورته سمه تبصره لیکلی.دبلخ والی صایب مالم عتا چه په لسهاو ځلی له اساسی قانون نه سر غړونه کړی او د تذکری لانجه یی راپورته کړی اود افغانمل صاهب په خبروکیلانو او سناتورانو ته به یی ډالری ورکړی وی او دکرزی په څارنوالانو کی ری هم نه وهی !! او بیا د تاڅجکستانی او ایرانی(فارس)بویونه یی له … راځی،د افغان او افغانستان له نوم سره حساسیت لری او بیا یو څو هزارهګان یا د شادګل بزکانو په ټټر لیکی “که من افغان نیستم“،دوی ولی څوک نه محاکمه کوی؟..جنرال صاحب طاقت خوورته رښتیا ویلی چه څوک افغان او اسلام ته احترام نه لری نو بیا غول خوری چه د یتیمانو،شهیدانو،کونډو… په وینو تجارت کوی ،له بیتالمال او دولتی قدرت نه سوء استفاده کوی او د افغانانو وطن کی اوسیږی!!!دوی خوبیرته همهاغه د غلامبچه ګی په بنا وطن فروشئ ته دوام ورکوی او خود به دژوندون اصلی اوحقیقی خبری دډوی د دار او دستو ریشې لړزوی،دا بل مخدومک همدا ورځی ته منتظر وو،طلوع،یک،نور،نورین،مشارکت او داسی نورو سهامی وطن فروشانو ته یی ولی یوه ورځ د پښتو او پښتنو په سر څه ونه وییل؟……خدای به دا فاسدان،کاتلان،…ځمونږ ښاغلی ملت ته وشرموی..“ان اکرمکم عندالله اتقاکم..“صدق الله العظیم.“

  5. ګل لالا جانه ته ویده يې ، ویښ شه
    ټوله ورځ دې په پښتو ژبه ملنډې وهل کېږې او پښتانه رټل کېږي خو ته بیا هم یو اړخیزې خبرې کوې، ته په دې خبر يې چې د بلخ والي عطا د پښتو پروړاندې په ښکاره توګه د جګړې اعلان کړی دی؟ آیا ته په دې خبر يې چې د هېواد په شمالي سیمو کې هیڅوک حق نه لري چې په پښتو ژبه خبرې وکړي؟ که ترې خبر وې نو ددې پرځای چې د ژوندون ټلویزون پر خبرونو د قانون ماتونکي تور ولګوې، باید دا ووايې چې موږ د نورین، طلوع، راه فردا، نګاه، کابل پرس سایټ او داسې نورو چاپي او غږیزو رسنیو پروړاندې اعتراض کوو چې، ولې د پښتنو پرضد فعالیت کوي. دا خو لا پرېږده چې یو څو ورځې وروسته به د عطا نوی ټلویزیوني چېنل په خپرونو پیل وکړي بیا به هغلته د قانون ماتول وګوري.
    او دا پته به درلته ولږې چې پښتانه څه ډول تر نیوکو لاندې راولي او څه ډول پښتو ژبه له خاورو سره خاورې کوي

  6. د ټول دوستانونظرونه په احترام سره زما په اند هغه رسنۍ چې د قانون څخه سر غړونه کړې او کوي باید لوې څارنوالۍ ته معرفي شي هغه که نورین دې ژوندون دی تمدن دي او که هر هغه رسنۍ خپلې ژبې ته خدمت کوي بده خبره نه ده لکه شمشاد ټلویزیون هم کار کوه او هم پرمختګ مننه.

  7. د ټول دوستانونظرونه په احترام سره زما په اند هغه رسنۍ چې د قانون څخه سر غړونه کړې او کوي باید لوې څارنوالۍ ته معرفي شي هغه که نورین دې، ژوندون دی ،تمدن دي او که نور .
    هر هغه رسنۍ چې خپلې ژبې ته خدمت کوي بده خبره نه ده لکه شمشاد ټلویزیون هم کار کوه او هم پرمختګ .
    مننه.

  8. داچی پښتوزمونږه رسمی اوملی ژبه ده نوتل به همداسی وي اومونږه پری ویاړو که وګورواوله یوه پارسی زبان څخه دمثال په ډول وپښتونو چی وروره دافلانی ځای چرته دی
    به ووایی چی فارسي ووایه نو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *