تاند- د امریکا د جنوبي کارولینا د ګورنرې نیکي هېلي خاوند، چې د متحدو ایالتونو له ملي ګارډ سره افغانستان ته تللی و، له یوولس میاشتني خدمته وروسته خپل هیواد ته ستون شو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جنوبي کارولینا ایالت د ګورنرې خاوند ښاغلي مایکل هېلي په افغانستان کې افغان کروندګر روزل چې د کوکنارو په ځای نور شیان څرنګه وکري.
د ښاغلي هېلي پوځي ټولی، چې ۴۰ تنه ورسره ملګري ول، د سږ کال په فبرورۍ کې افغانستان ته لېږل شوی و. دوی په هلمند کې افغان کروندګرو ته دا ورزده کول چې کروندو ته څرنګه سره ورکړي، څه ډول اوبه ورکړي او د ښه حاصل د ترلاسه کولو لپاره نور څه وکړي.
ښاغلی هېلي په ۲۰۰۶ م کال د امریکا د پوځ په ملي ګارډ کې شامل شو او دا یې له هیواده بهر ته لومړنی سفر و.