تاند- د کرکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) د نړیوال کپ په پایلوبه کې آیرلنډ پرون /پنجشنبه/ افغانستان ماتې ته نژدې کړ.
آیرلنډ د دې کپ تر ګټلو پوري یوازې د پنځو افغان لوبغاړو سوځولو ته اړتیا لري.
پرون /پنجشنبه/ آیرلنډ له افغانستان سره د پنځه ورځینۍ مسابقې په درېمه ورځ وروسته له دې د افغانستان پنځه لوبغاړي وسوځول چې په خپله یې ۳۴۷ منډې جوړې کړې.
افغان لوبغاړو پرون ټولټال ۱۳۶ منډې جوړې کړې .
رحمت شاه، چې ۳۵ منډې یې جوړي کړي، او کیپتان محمد نبي، چې ۲۵ منډې یې کړي، نن لوبه پیلوي.
تر دې مخکې په لومړۍ پاڼۍ کې ایرلنډ تر افغانستان پنځه زیاتې منډې کړې وې.
ډېره ګرانه ښکاري چې افغان لوبغاړي دې په پنځو ویکټونو ۲۱۱ منډې وکړای شي.
د افغانستان پنځو سوځېدلیو لوبغاړو هر یو شبیر نوري ۸، نوروز منګل ۲۳، محمد شهزاد ۳۹، اصغر ستانکزي ۲ او افسر ځاځي صفر منډې جوړې کړي دي.
په دې لوبه کې تراوسه پوري رحمت شاه ښه لوبه کړې. ده په ۸۲ توپونو ۳۵ منډې کړي. داسي ښکاري چې نوموړی د ټسټ لوبو لپاره ښه لوبغاړی دی. ده ۶ څلوریزې وهلې دي.
allah pak day kamyab kri