زموږ کور چې یوه زمانه په جنوبي وزیرستان واڼه کې و، د غزني د اندړو یوه کونډ ډګرمن، چې په سیمه کې یې د بل واده ولور نشوای ادا کولای، له کراچۍ په ارزانه پیسو ښځه راوستلې وه.

په کراچۍ کې د غریبو کورنیو د ښځو خرڅلاو عادي دی.

دا چې زموږ کور پر سرحد و، د دغسې جوړه مسافرو به اکثره را کره شپې وې. د ډګرمن هم څو شپې زموږ کره وې.

ډګرمن به یې په ښځه د خاصې پاملرنې سپارښتنه کوله. موږ لا هومره په خبره نه پوهېدو، خو د کور زړو وړو به ټولو هغې ته د خفګان په دود ژبه څکوله. ټولو به ویل، هغه خوارکۍ په ځان نه ده خبره چې آباد بنګال ته نه، سپېره شیلګر ته یې بیایي.

دومره مې یادېږي چې هغه ډېره معصومه او مسلمانه نجلۍ وه. لمونځ یې کاوو. موږ به هغه نجلۍ بنګالۍ بلله. بنګالۍ، نرۍ نروچکې، دنګه، ښایستوکې او په پوستکي یو څه توره نجلۍ وه. لیک لوست یې کاوو، او زموږ د کور کتابونه یې لټ په لټ اړول.

یوه ورځ یې له ما د فوټبال توپ وغوښت. له بازاره مې ورته را ووړ. موږ ټولو ډېر تعجب کاوو چې هغې پنډوسکی څومره لري شوټ کړ.

دا خوارکۍ د اندړو کونډ او غریب ډګرمن د پاکستانیانو د انسان پلورنې له بازاره را نیولې وه، او ببر، ږیرور او خیرن ډګرمن د نکاح شونډې ورته څټلې.

ډېر کلونه تېر دي. تر اوسه مو لا په کور کې د بنګالۍ کیسې کېږي، خو زه ایله څلور کاله مخکې خبر شوم چې هغه بنګالۍ څوک وه، او څنګه راوړل شوې وه.

دا د هغو ۲۵ زره بنګالیو مسلمانو خویندو له ډلې وه چې پنجاپیانو د بنګال د اسلامکارو په مرسته له بنګاله را تښتولې، او په بازارونو کې پلورلې وې. په اندړو کې د یوې بلې بنګالۍ زامن هم د مور په نامه مشهور دي چې ښایي مور یې د همدې ډلې وه.

پنجاپی پوځ د نړۍ په کچه په جنسي تېریو، عام وژنو او چور او غدۍ کې مشهور بدمعاش بانډ دی. په وروستیو کې چې پنجاپیانو د سوات او نورو سیمو په پښتنو کې کومې ناموسي سپکې وکړې، قلم یې له لیکلو عاجز دی.

همدې پنجاپیانو په بنګال کې هم د هغه ځای د اسلامکارو په مرسته په دې بهانه تر دری ملیونه زیات مسلمانان شهیدان، یو ملیون ښځې بې پته او ۲۵ زره مسلمانې نجونې په عامو بازارونو کې وپلورلې چې ګواکې بنګالیان د اسلام (پاکستان) خلاف ول، او ګواکې بنګال د هندوستان لخوا اشغال شوی و.

د بنګال او افغانستان درد ډېر ورته دی. دلته هم اسلامکاري د خپلې خور او مور د سرتورولو لپاره د پنجابي پوځ ملګري دي. دلته هم د اشغال بهانه را مخې ته شوې ده. دلته هم د دین نوم د دیندارو خلاف کارېږي.

افغانان باید وپوهېږي چې په وحشت، بې ناموسۍ، غدر او جبونتیا کې پېژندل شوی پاکستانی پوځ، د نړۍ له ملاتړه د افغانستان یواځې پاتې کېدلو په صورت کې، دلته هم د خونخورو اسلامکارو غلامانو په مرسته، همدې ته ورته فاجعې رامنځته کولای شي، چې د شمالي د ولس د قتل عام، او د هغوی د باغونو د اره کېدلو پېښه یې یوه وړه نمونه ده.

 وړمه ورځ بنګالیانو خپل کورنی غدار د مرګ په سولۍ وخېژاوه.

ما ته دلچسپه دا وه چې د بنګال اعدام شوي اسلامکاري غدار خپل وصیت په داسې معصومانه او مکارانه انداز لیکلی، لکه هیڅ یې چې نه وي کړی. لکه ریښتیا چې هغه د یوې میاشتې په ترڅ کې دوه نیم سوه زره بنګالۍ مسلمانانې خویندې چې جنسي پرې شوي، اصلي ګناهګارې وې.

لکه ریښتیا چې دی د اسلام او کفر په جګړه کې د اسلام طرف ته درېدلی وي. لکه ریښتیا چې یې له خپل ملک، خپلو خلکو او خپل ناموس سره غدر نه وي کړی.

تر دې دردوونکې او حیرانوونکې بیا دا ده چې زموږ اسلامکارو ته هم د پنجابي په لاس بې عفته شوي یو ملیون بنګالیانې مسلمانې، او د دهغوی پت او ناموس په یوه توت هم نه ارزي.

دوی ته ګناه یواځې هغه برېښي چې د دوی له سیاسي ګټو سره ټکر لري. د پنجابي مسلمان وژنه عینې اسلامپالنه ده. دوی پرېږده چې د کرزي د سرتېرو د وژلو فتواوې ورکړي.

دا شعر چا یوه زمانه چایسسکو ته لیکلی و، خو تر چایسسکو له دې ملا سره ښه جوړېږي:

خدای خو شته د سپي په مرګ هم خفه کېږم

ډېر خوشال شوم په اعدام د دې ملا

چې په خپل ولس د بل په خوله ستم کا

ورته غواړم انجام د دې ملا

مجيد قرار

19 thoughts on “نروچکې بنګالۍ له کومه راغلې وه؟”
  1. ښاغلی مجید قرار صیب وایمه په دواړو لاسو درته سلام دی تاسې د نوي نسل د زړه اواز یاستی، د جاهلانو او غلامانو په ضد چګړه کې تاسې د نوي نسل رهبر یاستی الله پاک مو تل ژوندی او بریالی لره.
    انشالله هغه ورځ لرې نه ده چې زموږ غداران به هم داسې راوځړول شي لکه د بنګال غداران .

  2. قرار صیب په اولو لیکنو کښي دي لږ ځان پټ ، پټ کاوه اوس دي په حقیقت کي تا او محترم قانع صیب د پښتنو حقیقي دفاع ته ملا وتړله

  3. لویه خدایه لویه خدایه
    دا وګړی ډیر کی خدایه
    ستا په مینه په هرځایه
    غرولاړ دی درناوی کی
    ټولی ژوی په زاری کی
    ****
    لویه خدایه لویه خدایه
    دا پښتانه په عقل پوه کی
    دا پوهان زمونږه زیات کی
    د وی په خپلو کی سره یو کی
    د دوی لاس په پنجاب بر کی

  4. قراره وراره ګله په ګوتو دې برکت شه، خدای دې زمونږ ورځې شپې هم راولي چې د پنجاپ تالي څټي ملایان او جمعیت الاصلاحیان په خپلې سزا ورسوو

  5. د حسینې مرکه مې هم په الجزیره باندې واورېده او ولیده. ریښتیا چې دردوونکی تاریخ لري. خدای دې پاکستان هلاک کړي. داسې ښکاري چې په کومو سپیو یې مونږ خوړلي یو همدغه ډول سپي یې بنګله دېش ته هم روزلي دي. د عبدالقادر په هکله زه ډېر نه خبر خو که په هغې ډله کې وي چې د پاکستان له پاره یې سپیتوب کړی دی بیا یې انجام پرې ارزي. خو دا وایه چې هغه لیډران چې حمیدګل خبیث زمونږ د وطن د ورانولو له پاره تربیه کړي دي هغوی به کله په دار خېژول کیږي. سپارښتنه کووم چې د مړو لکه احمدشاه نامسعود یې هم مړي په آمو لاهو کړای شي.

  6. قرار صیب
    ته چې ورته اسلامکاري وایې، او په حقیقت کې بد کاري دي، ددوی په وخت کې پنجابي پوځ افغانې خویندې له ځان سره وړې وې، او غوښتل یې چې همداسې د بنګالیو مسلمانو خویندو په څېر دوی هم په بازار وپلوري، نه پوهېږم شمېر یې څومره و، خو دا مې اورېدلي وو چې نهه افغانې د لرې پښتونخوا یو مشر افتاب شیر پاو رانیولې وې، او بیا یې افغانان کتل چې له هغوی پوښتنه وکړي، که کورنیو ته بېرته ستنې کړل شي. والله اعلم… دا د هغه مهال د اورېدو قصه ده

  7. شو او الله دى وكرى سه دا عدالت زمونر وطن ته هم را شى قرار صىب سلام ستا كالم خو مى وروسته ولىد خو فه ولله سه ددى مولا فه اعدام مى فه هغه وخت كى زره دىر ىخ

  8. که به چيري عبدالقادر ملا داسلام امسلمانانو لپاره کار کاوه نوالله (ج) دي ورته جنت نصيب کړي اوکه چيري يې ددې خلاف کار کاوه نو الله (ج) دي جهنم ورنصيب کړي

  9. قراره له کندهار درته نهه ګزه صدسلام
    پرکوتو دی برکت سه، په رښتیا چه سترانسان یې

  10. قرار صاب تر هغه ځایه په زړه پوري‌لیکنه وه چی بشري درد په کی نغښتی وو خو وروسته بیا سیاسي‌ شوی درڅخه او نصیحت او وعظ دی کړی . اوس د عمل زمان دی ، هرڅه به په عمل کی ثابتوی د خولی خبری اوس (په افغانستان) کی فکر کوم نور نه خرڅیږي.

    په لیکنه کی د ډګرمن لپاره داسی کرکټر غوره کړی وو لکه د غزني‌ د قاري بابا د باډیګارد او د دې لپاره چی لیکنه (فیکشن ) نه وو د ډګرمن په اړه توضیحات د یو څه له واقعیته ډیر لري وو . ماته د کینې بور ورڅخه راغی .
    که د نصیحت او پند څه ګټه وي‌نو زما خبره دا ده چی داسی کینه امیزی خبری به تر څو کوو؟ تر څو به ته د ډګرمن ږيره خیرنه بولی ځکه ته په واڼه کی لوی شوی وي‌او یو بل چي په کابل کی لوی شوی هغه به د مقابل لوری خلکو ته سپږن وايي‌… نو راځي چی خپلی اشتباګانی ومنو او به پیش به سوی یک افغانستان جدید او له هر ډول رواني‌ مریضي پاک وي‌!

    الله مل !
    سرحد افغان

  11. قرارصيب خداى دي راته ژوندى او ګړندى لره قلم دي تل داسي روان اوسه
    زمونږ ړنګ شوى بيچاره وطن ستاسو غوندي با احساسه ځوانانو ته ضرورت لري خداى دي تل ژوندى لره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *