تاند- د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د هند رول وستایه او د دغه هیواد له لوري یې د هر هغه ممکن اقدام مخکې تر مخکې هرکلی وکړ چې په نتیجه کې یې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې لاسلیکولو ته وهڅېږي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویندویې مري هارف پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:«موږ خپل دریځ پوره روښانه څرګند کړی. که د سیمې نور هیوادونه غواړي چې ورته دریځ غوره کړي او ولسمشر کرزي ته ووايي، موږ به یې یقیناً هرکلی وکړو.»

اغلې هارف وویل چې د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه دامریکا دریځ بدل شوی نه دی، امریکا له ولسمشر کرزي غواړي چې څومره چې ممکنه وي امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي.

«د دوه اړخیز امنیتي تړون په برخه کې زموږ دریځ نه دی بدل شوی، د افغانانو، زموږ او زموږ د ايتلافیانو لپاره ډېر دلایل شته چې پکار ده موافقه تر ممکنه حده ژر تر ژره لاسلیک شي. موږ د پلان جوړولو لپاره وخت ته اړتیا لرو.»

دې دا هم وویل چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د هند رول ستايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې وویل چې هند له خپلو اقتصادي امکاناتو څخه په استفادې د افغانستان د اقتصاد له ښه کېدو سره مرسته کړې. د افغانستان د بیارغونې لپاره یې په تېرو دوولس کلونو کې تر دوه ملیارد ډالره زیاته مرسته کړې ده. او د هند خصوصي سیکتور به د ملیاردونو ډالرو پانګونه وکړي.

هندي شرکتونه غواړي چې د افغانستان په بامیان کې د حاجي ګک د وسپنې د کان د استخراجولو لپاره تر لس ملیارد ډالره زیاته پانګونه وکړي.

د افغانستان او هندي شرکتونو د موافقې د نهايي کېدو په صورت کې به له هندي شرکتونو جوړ کنسورشیم د وسپنې د ویلي کولو فابریکه، له حاجي ګک څخه د ایران تر چاه بهار بندر پوري د اورګاډي پټلۍ او ګڼې نورې پروژې جوړې کړي.

ولسمشر کرزی، چې د پنجشنبې په ورځ هند ته ورسېد، له هنده د پوځي وسایلو په ګډون د لا زیاتو مرستوتمه لري.

د هند یو شمیر څارونکو تر دې مخکې خبرداری ورکړی چې نوی ډيلی باید په افغانستان کې د قدرت لپاره د مبارزې له لوبې څخه ځان لېرې وساتي .

د هند چاپ (Indian Express) د نننۍ ګڼې سرمقاله وايي: نوی ډيلی باید د سیمې په کچه، د کابل حکومت ته د وسلو او تجهیزاتو د ورکولو عواقب په پام کې ونیسي. په عین حالکې ډیلي ته ښايي چې هغه خطرونه له ذهنه ونه باسي چې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هیواد کې د پاکستان د پوځ ممکن پرمختګ یې رامنځته کولای شي.

One thought on “امریکا په افغانستان کې د هند رول وستایه”
  1. که څه هم امریکایی چارواکی امیدواره دی چه هندی مقامات به کرزی دامنیتی موافقی لاسلیکولوته وهڅوی خو هندوستان که څه هم په افغانستان کی دامریکی اوږدی مودی حضورته هومره چی ښایی خوشاله ندی ځکه له هند سره داویره شته چی دامریکی دوامداره حضور به دهند ګټی له خطر سره مخکړی اوبرعکس دپاکستان حضورته به په افغانستان کی لاره هواره کړی اوس نوممکن هند ی چارواکی حامد کرزی له امریکی سره په خپلو ایښو شرطونولاپسی ټینګ کړی اود کرزی عین لیده کاته له پاکستانی او ایرانی چارواکوسره هم په همدی محور څرخیده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *