د افغانستان کرکټ بورډ

خبرپاڼه

کابل ۲۲ قوس

د افغانستان د زونونو د کلبونو ترمنځ دانټرکلب سیالیو په لړ کې د سپین غر او بند امیر زونونو لوبډلو خپلې لوبې وګټلې.

د زونونو ترمنځ د انټرکلب دا سیالۍ تیره اونۍ د ننګرهار ولایت د بهسود پله په لوبغالي کې پیل شوې دي.

ددې سیالیو په پنځمه ورځ  د بند امیر او مس عینک زونونو د کلبونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، بند امیر پچه ګټله او لومړی یې د لوبې کولو پریکړه وکړه. د بند امیر لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۵ منډې جوړې کړ.

د بند امیر له لوري امین ۶۶، درویش ۶۳، منډې جوړې کړې، د مس عینک لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې ، دغه راز  د بند امیر لوبډلې دا لوبه د ۶ منډو په توپیر سره وګټله.

 د مس عینک لوبډلې له لوري نوید ۵۳ او نعمت الله ۴۲ منډې وکړې،   د بند امیر له لوري عبدالوهاب درې لوبغاړي وسوځول او دلوبې غور ه لوبغاړی اعلان شو.

دغه راز په یوه بله لوبه کې  د سپين غر زون لوبډلې د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه، د بست زون لوبدلې ١١٤ منډې هدف ورکړى و، چې دسپين غر زون لوبډلې دغه هدف په اوولسم اور کې ددوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایيوی رییس ډاکټر نور محمد مراد وایي، چې په هیواد کې کورنی کرکټ ډیر پرمختګ کړی او د ا نټر کلب سیالۍ ترسره کول ددې یوه بیلګه ده.

هغه زیاته کړه، کرکټ بورډ چې څومره پاملرنه نړیوالو سیالیو ته کوي، همدومره پاملرنه کورنیو سیالیو ته  کوي ځکه چې د کورنیو سیالیو پرته کرکټ پرمختګ نه شي کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *