ښایي کله له ځان سره فکر وکړئ(کله به مې زوی وکړی شي چې خپل د خوب بستره ټوله کړي) یا ( هغه ورځ به ووینم چې لور مې خپل کالي سم په المارۍ کې کیږدي).

کله چې د خپلو ماشومانو بې نظمي او ګډوډي ګورئ نو ښایي کله به دا سوچ ونه کړئ چې یوه ورځ به همدا ټول کارونه د همدوی په غاړه وي. تشویش مه کوئ. دومره بس ده چې ماشومان مو دا زده کړي یا وپوهیږي چې یو وخت نه یو وخت به همدا ستاسو کارونه دوی ته ورپه غاړه وي. خو ښه به دا وي چې څو لارې وازمویئ تر څو  د مسؤلیت منلو احساس په هغوی کې ژوندی کړئ.

هغوی ته واړه واړه کارونه وروسپارئ!

کله چې ماشوم ته اسانه کارونه سپارل کیږي، داسې احساس کوي چې د کورنۍ لپاره په ګټورو کارونو کې ګډون لري. ښه به دا وي چې د دندو یو چارت جوړ کړئ. که ماشوم وړوکی دی د کلماتو په ځای له تصویر څخه ګټه واخلئ. دا چارت کیدای شي له وړو وړو مسؤلیتونو لکه د اضافي څراغونو مړه کول، د دروازې بندول، له غولي څخه د کاغذونو ټولول. پریږدئ چې هغوی دا کارونه تر سره کړي او هدف ته د رسیدو لپاره صبرناک واوسئ. خو پام مو وي چې د کارونو په ډيریدو سره ماشوم تشویق او شاباسي ته هم اړتیا لري.

پریږدئ هغه څه چې غواړي لاس ته یې راوړي!

که ماشوم له تاسو کومه ډالۍ غواړي چې لږ قیمتي ده، تر ټولو ښه کار دا دی چې له هغه څخه وغواړئ چې د سوغات نیمایي پیسې به دوی ګټي او له هغوی سره مرسته وکړئ له وړتیاوو یې ګټه واخلئ. په دې وخت کې کولی شئ چې د ځینې کارونو په بدل کې هغوی ته تنخوا ورکړئ. د بیلګې په ډول که د ونو  په اوبولو یا لوښو په مینځلو کې له تاسو سره مرسته وکړه نو لږ اندازه پیسې هغوی ته ورکړئ. دا د مسئولیت د قبلولو لپاره ډيره ښه معامله ده.

خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ تر څو خپله تیر وتنه ومني!

که ماشوم مو کوم غلط کار وکړ مه یې ډير ډاروئ او مه ډير بې پروا ترې تیریږئ. هغوی ته ښایي چې خپله تیروتنه ومني د تیروتنې منل د ژوند له سمو لارو څخه یوه ده. دا د دې سبب کیږي چې انسان د هر هغه څه په وړاندې چې کړي یې دي مسئول واوسي.

په هغوی باور وکړئ!

تل دا خبره مه تکراروئ( ته دا کار نه شې کولی!)، ( ته د دې کار وس نه لرې!) ښه به دا وي چې د هغوی وړتیاوې پیدا کړئ او د هغې سره متناسبه توقع ولرئ. کله چې هغه څه چې د دوی په توان کې دي له دوی نه وغواړئ، هغوی به مو د مسؤلیت د منلو په ځواکمن حس سره حیران کړي. په بیړه به لاس په کار شي او ځان به د یوه لوی کس په څير مسؤل وښيي. البته دلته د ماشوم هڅه مهمه ده چې د کار د تر سره کولو لپاره یې کوي او د کار نتیجه ارزښت نه لري.

 هر کوچنی کار د کولو ارزښت لري.


باید ډاډ تر لاسه کړئ چې هغوی دا فکر نه کوي چې د کور کارونه بې ارزښته او غیر ضروري دي. ښایي چې ماشومان ته ځينې کارونه ورپه ګوته شي چې خپله یې تر سره کړي، او د هغوی د تر سره کولو لپاره له نورو څخه غوښتنه ونه کړي. د بیلګې په ډول که یو ګیلاس اوبه څښي او ګیلاس بیرته په ځای ایږدي، یا خپل بوټان یا هم خپل د کتابونو بکس په مناسب ځای کې ایږدي. نو ښایي چې دا کارونه مهم وګڼل شي، او شمیر یې ورو ورو زیات شي.

2 thoughts on “ماشومان او مسؤلیت/ ژباړه:نعیمه غني”
  1. سلامونه
    ډیره پرځای موضوع ده
    په عین وخت کی ماشوم ته د مشرانو داحترام او دعقیدی په هکله هم معلومات ورکول ډیر ګټور دی

    1. سلامونه او درنا وې ! خورجانې ډیره په زړه پورې موضوع مو لیکلې ده هیله ده چې خبل هیواد وال اوخپل وروڼه په همدا سې لیکنو هروخت ونا زوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *