د ۱۳۹۲ لمریز کال د لیندۍ په ۲۲مه د افغان ملي غورځنګ تر چتر لاندې د خوشحال بابا فکري بهیر ۱۸مه غونډه په نړۍ کې د اپارتاید ضد مبارزې مخکښ نېلسن مانډېلا یاد ته ځانګړې شوې وه.

1510596_580562395347148_505952522_n

د غونډې ګډونوالو د ښاغلي مانډيلا پر شخصیت، مبارزو او بشریت ته د هغو کړو خدمتونو او پیغام په اړه خبرې وکړې.

غونډې ته پرانیستونکې وینا ډاکټر خوشحال روهي وکړه او په خپله خبرو کې یې وویل چې د بېلابېلو عواملو پر اساس افغان ملي غورځنګ وپتېیله چې د خوشحال بابا فکري بهیر ۱۸مه غونډه بشری�� ته د نېلسن مانډېلا د کړو خدمتونو د درناوي او د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د نوموړي له تجربو څخه د ګټې اخستنې لپاره ځانګړې ده:(( کله چې امریکا پر افغانستان برید کاوه، نو نېلسن مانډېلا یې پر وړاندې د اعتراض غږ اوچت کړی و، د مانډېلا د مبارزې پر وخت د جنوبي افریقا حالات د افغانستان له اوسنيو حالاتو سره کابو ورته وو او تر ټولو اړینه دا چې نوموړی د پښتنو د عدم تشدد د سر لارو فکري شاګرد تېر شوی)).

1455163_546251255466774_802349132_n

ښاغلي روهي د خپلو خبرو پر دوام وویل چې فخرافغان باچاخان، خان عبدالصمد خان او نور پښتنو مشرانو په خپل وخت کې تر مانډېلا ډېره د عدم تشدد پر اصولو برابره مبارزه پر مخ وړې، خو متاسفانه چې تر اوسه یې نه یوازې نړۍ د خدمتونو د درناوي پوروړې ده، بلکې پخپله پښتانه یې هم لا د مبارزو په قدر پوه شوي نه دي او د هغوی لاره یې تعقیب کړې نه ده: ((موږ په خپل هېواد کې تر نېلسن مانډيلا اوچت شخصیتونه لرل، خو موږ ونه شو کولای د هغوی حق ور ادا کړو، د دې غونډې تر جوړېدو وروسته به د خپلو مشرانو نمانځنې ته هم دوام ور کړو)).

دغونډې بل ویناوال فهیم کریم و چې د نېلسن مانډېلا د ژوند پر مهمو پېښو او همدارنګه د نوموړي د مړینې په اړه یې نړیوال غبرګونونه له ګډونوالو سره شریک کړل.

1454718_580561655347222_1828728025_n

ورپسې د کابل پوهنتون استاد شفیق وردګ د نېلسن مانډيلا ژوند پر څلورو برخو ووېشه او پر هر یوه (ماشومتوب، زلمیتوب، زندان او ولسمشرۍ) یې رڼا واچوله.

ښاغلي وردګ په خپلو خبرو کې وویل چې مانډيلا په ماشومتوب او بیا په زلمیتوب کې درک کړې وه چې د نورو پر وړاندې له تعصب، کرکې او شخصیت وژنې څخه به ډډه کوي او له سوله ییزو لارو به خپل ټاکل شوي هدف، چې د اپارتاید پر ضد مبارزه وه، دوام ور کوي.

1499485_580561308680590_1068389772_n

 ډاکټر تاج الدین ملتمل د مانډېلا د ژوند او مبارزو د پیغام په اړه وویل چې نوموړي بشریت ته د هغو ارزښتونو عملي درس ور کړی چې کولای شي د مختلفو رنګونو، دینونو او کولتورونو خلک ګډ ژوند ته راوبلي: (( ځوانان دا وړتیا لري چې د نیلسن مانډېلا په څېر د خپلو خلکو خدمت وکړي، خو په دې شرط چې ځوانان د (نه شم کولای) ذهنیت شاته پرېږدي.)).

د غونډې وروستی ویناوال ډاکټر فیض محمد ځلاند و او د مانډېلا د رهبریت پر ځانګړنو یې بحث وکړ.

1505613_546251855466714_1543870889_n

ښاغلي ځلاند وویل مانډېلا د اپارتاید پر ضد کلکه مبارزه وکړه او ددې مبارزې د کامیابۍ لپاره یې نشنلستي افکار خپل او خلک یې پر ځان راټول کړل: (( کله چې د افریقا د وخت د حاکم حکومت له لوري مانډېلا زندان ته ولېږل شو، نو د اپارتاید پر ضد پیل شوې مبارزه مړه نه، بلکې پلویانو یې مانډيلا ژوندی سمبول وګاڼه او د هغه لاره یې تعقیب کړه)).

د اجنډا له مخې پتېیل شوې وه چې د غونډې نور ګډونوال هم د نېلسن منډېلا د ژوند پر نورو اړخونو بحث وکړي، خو د وخت د کمښت له امله غونډه د علومو اکاډمۍ د غړي څېړندوی اکبرجان پولاد له خوا په دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

د ویلو ده چې د جنوبې افریقا یاد پخوانی ولسمشر او د اپارتاید ضد مخکښ مبارز د روان زېږدیز کال د ډسمبر په پینځمه د ۹۵ کلونو په عمر ومړ چې د درناوي په مراسمو کې د ۷۰ هېوادونو د ولسمشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۹۵۰۰۰ کسانو ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده چې د نوموړي مبارز مړی د ډسمبر په ۱۵مه په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *