۱۳۹۲ د لیندۍ ۲۳
د ادارې او منجمنټ له ملي انستیتوت (نیما) څخه۲۴۱ تنه محصلین د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته وړاندې شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې لومړی د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین محمد آصف ننګ د یادو زده کوونکو د فراغت په اړه وویل: دغه فارغان چې له بېلابېلو ولایتونو څخه دي د کار بازار له غوښتنو سره سم د ادارې او مدیرت، حسابدارۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې یې مسلکي زده کړې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نیما انستیتوت د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې د مهارتونو د پیاوړتیا پروژې او نړیوال بانک له لوري یې ملاتړ کېږي.
وروسته د پوهنې وزیر د یادو محصلینو د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، چې ددې انستیتوت د ۲۴۱ تنه فارغانو له ډلې ۵۴ تنه ښځينه دي، چې په بېلابېلو تخنيکي برخو کې به ګڼې اړتیاوې پوره کړي.
د پوهنې وزیر وویل، چې د نیما انستیتوت د تدریسي چارو د پیاوړتیا په موخه یې د روان میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې له بال ستیت پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یاد پوهنتون له دې انستیتوت سره د نړیوالو معیارنو له مخې د تعلیمي نصاب او اسنادو په برابرولو کې مرسته وکړي.
په پای کې د پوهنې وزیر له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د نړیوال بانک له مرستو څخه مننه وکړه.
د یادولو ده، چې دا مهال په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۲۵۰ مرکزونو فعال دي، چې پکې نژدې ۸۲ زره زده کوونکي پر مسلکي زده کړو بوخت دي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست