د افغانستان د زونونو ترمنځ دانټر کلب سیالیو په لړ کې د سپین غر او بند امیر لوبډلو په نیمه پایلوبو کې خپلوسیالانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د پنځو زونونو د غوره کلبونو ترمنځ دانټرکلب په نامه دا سیالۍ تیره اونۍ د ننګرهار ولایت د بهسودو پله د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوې دي. پرون ددې سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه ( سیمي فاینل) کې د سپین غر او بست زونونو لوبډلې سره مخامخ شوې، ددې لوبې پچه بست وګټله او لومړی یې د بیټنګ پریکړه وکړه. د بست لوبډلې په شل اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۸۲ منډې وکړې چې له ډلې یې ازاد ۲۳ او ادریس ۱۹ منډې جوړې کړې. دسپین غر له لوري نقیب ۴ او طارق دوه لوبغاړي وسوځول.

د سپین غر لوبډلې دغه هدف په اتم اور کې د کوم لوبغاړي له سوځیدو پرته ترلاسه او لوبه یې وګټله چې له ډلې یې نقیب ۲۵ او صبور ۲۲ منډې وکړې. نقیب ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په بله نیمه پای لوبه کې د بند امیر لوبډلې د مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه. د مس عینک لوبډلې لومړی لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۹ منډې جوړې کړې او بند امیر ته یې د ۱۵۰ منډو هدف کیښود. د مس عینک لوبډلې له لوري همیم ۳۴ او نعمت خان ۳۲ منډې وکړې. د بند امیر له لوري امجد ۳، مطیع الله ۲ او شفیع دوه لوبغاړي وسوځول. د بند امیر لوبډلې یاد هدف په ۱۴ اورونو کې ددوولوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله. له ډلې یې درویش ۷۹ او امان ۲۲ منډې وکړې. درویش چې ښه لوبه یې نندارې ته وړاندې کړې وه، غوره لوبغاړی اعلان شو.

د بند امیر او سپین غر ترمنځ پای لوبه نن ترسره کیږي. د افغانستان کرکټ بورډ اجرايیوی رئيس ډاکټر نور محمد مراد وایي چې دوی غواړي کورني کرکټ ته ودې ورکولو په موخه دا ډول نورې سیالۍ هم په لاره واچوي. هغه زیاته کړه چې په همدې موخه په نږدې راتلونکي کې د شپږیزې سیالۍ هم په ننګرهار ولایت کې په لاره اچول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *