تاند- د کویت په صباح الاسلیم سیمه کې دوو ټګانو، چې ځانونه یې پولیس معرفي کړي وو، له یوه افغان څخه ۲۸۰ کویتي درهمه او موبایل واخیستل او په یوه موټر کې وتښتېدل.

د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې افغان د غلو د موټر د پېلټ نمبر له ځان سره لیکلی او پولیسو ته یې ورکړی دی خو کله چې پولیسو په هماغه نمبر موټر ومونده، څرګنده شوه چې یا افغان شمېره غلطه لیکلې وه او یا دا چې د غلو د موټر نمبر پلېټ هم جعلي و.

پولیس وايي چې د دې قضیې په اړه څېړنو او پيلټنو ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *