دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون

د څېړنې برخه

دا رپوټ د هغو شمېرو، ارقامو او قضيو پر بنسټ چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له خوا راټول شوي او ثبت شوي دي، په دې هيواد کې د ماشومانو وضعيت ارزوي. له دې ور هاخوا د دې رپوټ د لا بډاينې په پار د نورو بنسټونو له معلوماتو او په دې برخه کې له خپرو شويو رپوتونو هم ګټه پورته شوې ده.

په دې رپوټ کې له ۴۱۶۶ ماشومانو سره په ۲۷ ولايتونو کې مرکې شوې دي. له دې ټولو ماشومانو څخه ۲۳۷۷ تنه يې هلکان او ۱۷۸۹ تنه يې نجونې وې. په دې حساب، د دې رپوټ تر پوښښ لاندې د ټولو ماشومانو شاوخوا ۵۷ ٪ هلکان دي او پاتې ۴۳ ٪ نجونې دي.

ماشومانو د افغانو کورنیو نه جلا کېدونکې برخه ده او معمولاً هره کورنۍ څو ماشومان غړي لري، چې ځينې ماشومان د بېلابېلو پېښو له امله خپلې کورنۍ له لاسه ورکوي او يا هم په ځينو دلايلو لکه د کار د اړتيا له مخې، له خپلو کورنيو څخه بېل ژوند کوي. د دې څېړنې تر پوښښ لاندې شاوخوا ۸ ٪ ماشومانو ويلي دي چې په روزنتونونو کې، له خپلو خپلوانو سره، د ژوند له شريک سره او يا يواځې ژوند کوي.

کار د هيواد د ډېری ماشومانو لويه ستونزه ده. په ډېری کورنيو کې سخت فقر او په هيواد کې ورځ په ورځ زياتېدونکې بې کاري او همدا رنګه د يو شمېر ماشومانو بې سرپرستي، د دې لامل شوې چې په ټول افغانستان کې ډېری ماشومان کار کولو ته اړ شي.

دا رپوټ ښيي چې شاوخوا ۵۱.۸ ٪ ماشومان په يو نه يو ډول کارونو ته اړ دي چې له دې منځه ۴۵٪ يې د اقتصادي فقر له امله کار ته اړ شوي دي. ناوړه کاري چاپېريال او د اسانتياوو نشتوالی د کارګرو ماشومانو تر ټولو مهمې ننګونې ګڼل شوې دي.

هغه کارونه چې ماشومان يې ترسره کوي، ډېره کمه لاسته راوړنه او اجوره لري او له دې بده لا دا چې پر دې ماشومانو ډېر سخت او نا امنه شرايط حاکم دي. مثلاً ډېری ماشومان اړ دي چې د شپې تر ناوخته په واټونو کې د خوراکي او نورو وړو توکو پلور، صفايي کول يا جوالي ګري او نور کارونه وکړي چې کېدای شي هم په امنيتي لحاظ او هم له روغتيايي اړخه له خطر سره مخ شي. د کارګرو ماشومانو له منځه شاوخوا ۴.۱ ٪ يې د شپې له خوا کار کوي او ۲۹.۱ ٪ کارکوونکو ماشومانو ويلي دي چې کار کولو ورته روغتيايي زيانونه اړولي دي. د ماشومانو کارونه معمولاً، په کور کې مرسته، جوالي ګري، شاګردي، د کروندې کار، دستفروشي، موټرشويي، ګنډل او نور دي.

د دې رپوټ تر پوښښ لاندې له کارګرو ماشومانو څخه شاوخوا ۲۵ ٪ يې د هيواد په پولو کې کار کوي چې شاوخوا ۱۷.۸٪ يې د کار لپاره له پولې هم اوړي.

عمومي روغتيايي وضعيت هم د ماشومانو په برخه کې راضي کوونکی نه دی. ډېری ماشومان روغتيايي خدمتونو ته ډېر محدود لاسرسی لري. د لارو نا امني او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کوونکو مرکزونو لرې والی د دې محروميت مهم لاملونه دي. ۲۰ ٪ ماشومان له روغتيايي مرکزونو سره له ۵ کيلو مترو ډېره فاصله لري. ۵۵ ٪ ماشومان د ناروغۍ پر مهال دولتي کلينيکونو ته مراجعه کوي.

د تداوۍ او روغتيايي خدمتونو ډېر لګښت، په روغتونونو کې د ښځينه کارکوونکو نشتوالی، د لارې اوږدوالی او په روغتيايي مرکزونو کې د سمو امکاناتو نشتوالی، هغه لويې ننګونې دي چې يادونه يې شوې ده.

که څه هم چې د افغانستان دولت روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو بيا هم د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي محدوديت د يو شمېر ماشومانو لپاره جدي معضله ده. شاوخوا ۷۶ ٪ ماشومانو ويلي چې د څښلو لپاره اوبه د اوبو له خوندي مرکزونو څخه ترلاسه کوي. د څا ګانو کمښت او د پاکو اوبو د سرچينو لرې والی له عمده ستونزو څخه بلل شوې دي.

د نا امنۍ په څېر عوامل د دې سبب ګرځېدلي دي چې يو شمېر ماشومان له دوره يي واکسينو هم محروم پاتې شي. شاوخوا ۸۳ ٪ ماشومانو ويلي چې د واکسينو خدمتونه ورسېدلې دي او پاتې ور څخه محروم پاتې دي. له دې ماشومانو څخه ۸۱ ٪ يې په ژوند کې د ځواک او هيله مندۍ احساس لري او ۱۷ ٪ د خپل راتلونکي ژوند د وضعيت په اړه وېره او سټرس لري.

اعتياد د ماشومانو بله ستونزه ده. په هيواد کې د مخدره توکو نه کنټرولېدونکی کر او قاچاق د دې لامل ګرځېدلی چې له ۱.۳ مليونو څخه زيات وګړي په هيواد کې په اعتياد اخته شي او له دې څخه سل زره تنه ماشومان دي. په دې څېړنه کې مرکه شويو ډېری ماشومانو د خپل اعتياد په اړه څه نه دي ويلی، خو شاوخوا ۱.۰ ٪ ماشومانو ويلي چې نشه يي توکي يې کارولي دي. پر همدې بنسټ، په ماشومانو کې د اعتياد خپرېدل کېدای شي له دې هم ډېر وي. سخت کار، کورنی تاوتريخوالی، د کورنۍ د يو غړي اعتياد، مهاجرتونه او نور، د اعتياد عوامل بلل شوي دي.

معلوليت بله ستونزه ده چې د جګړې او نامانۍ له امله، د سړک د غاړي ماينونو، ځانمرګو بريدونو له امله رامنځته کيږي او يا هم له مخکې تر مخکې صحي خدمتونو لکه واکسين څخه محروميت يې لامل ګرځي. د شمېرو پر بنسټ په ټول هيواد کې د دوه زرو ماشومانو په شاوخوا کې معلول دي. د دې څېړنې تر پوښښ لاندې شاوخوا ۲.۴ ٪ ماشومانو هم ويلي دي چې معلوليت لري. له دې منځه ۵.۹ ٪ په کورنۍ کې د معلوليت له امله له تبعيض سره مخ شوي دي.

که څه هم چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې ښوونځيو ته د مليونونو ماشومانو تلل، د دولت يوه مهمه لاسته راوړنه ده، خو لا هم د هېواد ډېر شمېر ماشومان د زده کړې او تعليم له حق څخه محروم دي، چې تر ټولو مهم دلايل يې نا  امني، فقر او بې کاري ده. نا امني د هيواد په نا امنو سيمو کې د ماشومانو د محروميت اصلي علت دی. طالبان او د دولت مخالفې وسله والې ډلې په هغو سيمو کې چې لاس يې بر شوی دی ډېری ښوونځي او مدرسې يې تړلې دي او يا خو يې سوځولي او پوره يې نړولي دي. له زده کړو څخه د ماشومانو د محروميت بل مهم دليل په افغانستان کې د کورنيو فقر او بې کاري ده چې ماشومان ښوونځي ته د تګ د لګښتونو له امله له درس او زده کړې محروم پاتې کيږي او هم کار کولو ته اړکيږي. دا رپوټ ښيي چې ۷۹.۵ ٪ ماشومان ښوونځي ته تللي او شاوخوا ۲۰ ٪ له ښوونې او روزنې څخه محروم دي.

د زده کوونکو ماشومانو څخه شاوخوا ۹۶ ٪ يې دولتي ښوونځيو ته ځي او د ۴ ٪ په شاوخوا کې ماشومان د ښوونځي لپاره پيسې پرې کوي. د ۲۰ ٪ په شاوخوا کې دغه ماشومانو د دولسم صنف څخه تر فارغېدو وړاندې ښوونځی پرېيښی دی. اقتصادي فقر، د لېسو لرې والی، د ښوونکو بد چلند، د درسي معيار ټيټوالی، واده، د امنيت نشتوالی، د ښځو ښوونکو نشتوالی، د مور او پلار ممانعت او نور، د ښوونځي د پېښودو اصلي دلايل شمېرل کيږي.

امکانات او د زده کړې لوازم هم محدود دي. يواځې ۶۲.۵ ٪ ماشومانو ويلي دي چې ښوونځي يې ودانۍ لري، ۵۰ ٪ يې ويلي چې د ميز او چوکۍ له امکاناتو ګټه اخلي. خو نيږې ۷ ٪ ماشومان د خېمو لاندې، ۴.۴ ٪ يې په کرايي کورونو او ۶ ٪ يې په جوماتونو کې درس وايي. يواځې ۶۴ ٪ ماشومان د زده کړې کتابونه له ښوونځيو څخه وړيا ترلاسه کوي. د تدريس لارې هم د افغانستان په ډېری سيمو کې ډېرې زړې او سولېدلې وي. شاوخوا ۵۵ ٪ ماشومان د تدريس له ميتود څخه نه دي راضي او ويلي يې دي چې د تدريس ميتود د زده کوونکو له اړتياوو سره مطابقت نلري.

بله مهمه معضله د ماشومانو ژر واده کول دي. دا معضله که څه هم چې د نجونو او هلکانو لپاره عامه ده، خو په ټولنه کې د رايجو انګېرنو پر بنسټ د نجونو په برخه کې ډېره پراخه ده. افغان سنتي کورنۍ معتقدې دي چې نجلۍ هر څومره چې ژر کېدای شي، واده کول يې ښه دي. هغوی د نجونو ودول د هغوی د امنيت لپاره ښه ګڼي. دا تصور د ښځو او نجونو اړوند له «جنسي انګېرنې» څخه راټوکېدلی دی، چې پر بنسټ يې ښځې او نجونې د يوې جنسۍ نوړۍ په حيث ګڼل کيږي او فکر کيږي چې نور خلک ورته تل په سپک نظر ګوري. د دې انګېرنې پر بنسټ، داسې تصور کيږي، کله چې نجلۍ واده کيږي له دې نا پاکو او سپکو نظرونو څخه خوندي کيږي. له دې ور هاخوا، بد، بدل او د اجباري ودونو نور ډولونه، د نجونو اخستل خرڅول، د کورنيو فقر او د شخړو د حل په پار د نجونو ورکول په ټولنه کې ډېرې پراخې او لويې غير انساني معضلې دي، چې په ټولنه کې رواج شوې دي او د نجونو د ژر واده لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د وړاندې شويو ارقامو پر بنسټ، ډېری کورنۍ خپلې لوڼې له ۱۶ کلنۍ څخه وړاندې ورکوي. له ۴۶ ٪ څخه ډېرې افغان نجونې له ۱۸ کلنۍ څخه مخکې او له ۱۵ ٪ څخه ډېرې يې له ۱۵ کلنۍ څخه مخکې واده کوي، چې دا کار کېدای شي ناوړه پايلې ولري، لکه له واده څخه د رضايت نه درلودل، کورني تاوتريخوالي، ځان سوځونه، د زيږون پر مهال مړينه، طلاق او نور. په ټيټ عمر کې ډېری ودونه، د نجلۍ له ارادې پرته او د مور او پلار په خوښه ترسره کيږي.

د دې څېړنې تر پوښښ لاندې شاوخوا ۳.۲ ٪ ماشومانو ويلي دي چې متاهل دي. له دې څخه ۲۱ ٪ يې له خپل واده څخه راضي ندي. اقتصادي فقر، اجباري ودونه، له زده کړې څخه ممانعت، له حده ډېر کار، کورني تاوتريخوالي له واده څخه د ماشومانو نه رضايت، مهم عوامل ښودل شوي دي.

له دې ټولو ماشومانو څڅه، شاوخوا ۳.۴٪ يې هغه ماشومان دي چې په روزنتونونو کې ژوند کوي. له دې منځه ۶۳ ٪ يې شپه او ورځ، ۲۹ ٪ يې د شپې او پاتې نور يې يواځې د ورځې وي. ګڼه ګوڼه او د استوګنې او روغتيا د امکاناتو کمښت د دې روزنتونونو له ستونزو څخه دي.

بله مهمه معضله له ماشومانو سره تاتريخوالی دی. دا رپوټ ښيي چې ماشومان هم د کورنۍ په چاپېريال او هم په ټولنه او حتا په ښوونځيو کې له جسمي، ژبنيو او رواني تاوتريخوالو سره مخامخ دي. سپکاوی او د نجلۍ او هلک تر منځ تبعيض له دې تاوتريخوالو څخه دي. دا تاوتريخوالي د ماشومانو لپاره رواني او کله هم جسمي ناوړې پايلې لري. د دې څېړنې تر پوښښ لاندې د ۲۸.۲ ٪ په شاوخوا کې ماشومان د ترېرو ۶ مياشتو په بهير کې کم تر کمه يو ځل وهل شوي ډبول شوي دي. چې تر ټولو ډېر يې د کورنۍ د يو غړي له خوا وهل شوي دي. شاوخوا ۲۴ ٪ ماشومانو ويلي دي چې په ورځني ډول هره ورځ يې سپکاوی کيږي. د ۱۲ ٪ په شاوخوا کې ماشومانو ويلي دي چې ښځه توب يې په کورنۍ کې په تاوان دی او تبعيض ورسره کيږي.

جنسي ګټه اخستنه او په ځانګړي ډول پر ماشومانو جنسي تېری له ماشومانو سره د تاوتريخوالي ټکان ورکوونکي او اندېښمنوونکي موارد دي. دا رپوټ ښيي چې ډېری ماشومان په بېلابېلو عمرونو کې له دې معضلې سره مخ دي او نجونې تر هلکانو ډېرې د جنسي تيري له خطر سره مخ دي. له څه مودې راهيسې پر کم عمرو ماشومانو د جنسي تيري خبرونه خپريږي چې په ځينو پيښو کې يې په مرګ هم تماميږي. د جنسي تيري خطر، هغه ماشومان چې اړ دي په جادو او واټونو کې تر ناوخته کارونه وکړي، ډېر تهديدوي.

سره له دې چې پر ماشومانو د جنسي تيري ډېر شمېر رپوټونه خپريږي، خو بيا هم پر ماشومانو د جنسي تيري ډېر دقيق ارقام په ځانګړي ډول د جنسي ګټې اخستنې د نورو بڼو په اړه، نشته. له دې مسلې سره د سنتي حساسيتونو په دليل او دې موضوع ته له عزت او ابرو سره د تړاو د ورکولو له امله، ډېری دغه قضيې پخپله د دوی او د دوی د کورنيو له خوا پټيږي. د همدې له مخې، ستونزمنه ده چې پر ماشومانو د جنسي تيريو دقيقې شمېرې تر لاسه کړو. له دې ټولو محدوديتونو سره سره، داسې شمېرې شته چې د دې ستونزې ژوروالی راښيي. د امريکا د متحدو ايالتونو سفارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني رپوټ کې ادعا کړې چې د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې د کورنيو چارو وزارت، په تخميني ډول پر ماشومانو د جنسي تيري ۱۰۰ قضيې يواځې په کابل ولايت کې ثبت کړې دي. له ټولو ولايتونو څخه د ترلاسه شويو رپوټونو سره سم، پر ماشومانو د جنسي تيري ټول شمېر ۴۷۰ پېښو ته رسيږي. د روان کال شمېرې ښيي چې د تېر کال په پرتله پر ماشومانو د جنسي تيري کچه سږکال ۲۸ ٪ زياته شوې ده. د دې يو لامل له دې مسلې سره تړلو قضيو ته د عدلي او قضايي مراجعو نه رسيدل دي.

د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ، ۶ تنو ويلي چې احساس يې کړی  يو چا ورسره څه کار کړی او جنسي لامل يې درلود او اوس د دوی لپاره زوروونکې ده. له دې ها خوا، دوو تنو دغو ماشومانو ويلي چې د جنسي مسايلو درلودونکو کيسو او ټوکو مخاطب ګرځېدلی دی. کم تر کمه  له دې ماشومانو څخه يو تن ويلي دي چې هڅه شوې په زور پرې جنسي تيری وشي. کم تر کمه دوو نورو هم ويلي چې د دې شاهد و چې پخپله دا او يا کوم بل ماشوم يې رضا کاوه څو د هغه له خوښې پرته، له يو بل چا سره جنسي عمل ترسره کړي.

پورته قضيې له ماشومانو څخه د جنسي ګټې اخستنې د ډېرو پېښو ښکارندويي کوي. دا ګټې اخستنې او تيري، د دې ماشومانو په وينا، هم د هغو افرادو له خوا تر سره شوي چې هيڅ اړيکه نه ورسره لري او هم په ځينو پېښو کې د نيږدې کسانو او خپلوانو له خوا ترسره شوي دي، لکه ګاونډي، د کاکا زوی او نور. همدارنګه په څو پېښو کې ويل شوي دي چې د دې تېريو عامل قوماندانان او سيمه ييز زورواکان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *