په شمال او شرق کې دوه غرونه دوه ځایه کیندل شوي، له پاسه اوس هم د کاڼو غر او لاندې یې دوه لوی تونلونه.
شمالي تونل ته سالنګ وایي، دې تونل څو ولایتونه له مرکز او نور هېواد سره نښلولي او شرقي باندې یې درونټه نوم ایښی، دا هم نښلونکی تونل دی، کابل او نورې سیمې یې له ختیځ سره تړلي.
پر درونټې یې ډېر ځم راځم، کلونه یې کېږي، خو په وروستیو کې مې تګ، راتګ بیخي پرې زیات شوی.
له دې کیسې به څوک خبروو کنه، خو تورمان صیب سره چې تېره اونۍ د ارکوزیا په یوه پروګرام کې مېلمه وم، نو دې زیات تګ، راتګ ته یې په کتو اوریدونکو ته وویل: اوریدونکو! رغاند داسې څوک دی، چې یوه پښه یې په عامه اصطلاح کابل او بله جلال اباد کې وي!
سالنګ ته تګ مې هم د چا خبره چانه کم نه وي، مخکیني سفرونه یې نه یادوم، په وروستي ځل چې څو اونۍ مخکې ورته لاړو، یو عجیب او جالب توپېرته مې پام شو.
توپېر د سالنګه پر ور اخوا سیمو د واکدارۍ د ستغو دعوو نادرکي وه، د سالنګ د تونل پرسر چا خپل تصویرونه د دغو دعوو لرلو په هدف نه وو ځړولي، د سالنګ تونل ته کتو دا وېره چا ته نه ورکوله، چې یوه وېرونکي او د څو کسو تر انحصارلاندې ښار ته ننوځي.
دې نه غیردا هم نه دي لیکل شوي، چې کوم ښار یا ولایت ته ښه راغلاست، دا ښار، سیمه یا ولایت کوم لقبونه لري که نه یې لري، په دې هم لیکل نه دي شوي او څوک د تونل سرته پسې نه دی ختلی.
درونټه بیا سالنګ غوندې نه ده، ننګرهار ته چې داخلېږې د دې تونل د دروازې سرته د بل تصویرایښودو ځای نشته.
څو مشهورکسان چې له یوه نه یې هم فکر نه کوم د خلکو زړونه ښه وي، خپل تصویرونه د هغه ولایت د واکدارۍ او لاس کې لرلو د دعوې لپاره د تونل پرسر ځړولي، چا پکول پر سر کړی، د چا پګړۍ پرسرده، څوک تریو تندی، څوک موسکی او څوک په بل انداز.
دا تصویرونه له ورایه د داخلیدونکي ښار په اړه ضد و نقیض تصویرونه په ذهن کې درګرځوي، یو ډول ډار دې پر زړه حاکمېږي، کېدای شي څوک ډېر نازک مزاج او وېریدونکی وي له همدې ځایه د خپل پلان کړي سفر مسیر بدل کړي.
د درونټې تونل له تصویرونو سره د ننګرهار په ستاینه له څو جملو څخه هم ډکه ده، دقیق متن یې رانه هېردی خو سوله، علم او ادب یې فکر کوم چې ننګرهار پورې تړلي لقبونه دي.
زه د لقبونو په اړه بحث نه کوم، خو دا لقبونه او ورسره د ننګرهار د واکدارانو یا په اصطلاح مهمو بانفوذو څېرو په حیث د څو کسو ځړول شوي تصویرونه راته پوښتنې پیدا کوي.
دا پوښتنې به تاسې ته هم پیدا شي، چې دغه څو ښاغلي د ننګرهار د علم، سولې او ادب د ډګر مخکښان او مېړني که بله څه کیسه ده؟
د سالنګ او درونټې دا تفاوتونه د افغانستان د څو څنډو د لویو تفاوتونو څرګندونکي دي، زه منم چې له سالنګه اخوا سیمې هم د درونټې له تونله دېخوا سیمو سره په عملي ډول زیات تفاوتونه نه لري.
یوطرفته د واک او خلکو د غصبولو دعوه ګیران خپل حسابونه پټ ساتي، پټې سیالۍ، سازشونه او لانجې لري، بل طرفته دعوه ګیران د تونلونو سرته خېژي، خلک وېروي او په زوره یې ځان سترګو، سترګو ته کوي.
دا د وطن د څو کونجونو لنډه مقایسه وه، هر طرفته د واک او ځواک غاصبانو همداسې لوبه روانه کړې، د چا په پټه د چا ښکاره، څوک یو بل ښکنځي، څوک یې نه ښکنځي، خو ولس د لوبې قرباني دی.
زموږ د ستونزو شراکت او مشابهت ته په لیدو ښه ده، چې زموږ فکر، نظر او پلان د دغو مشابهتونو او مافیایي عملونو په نظرکې نیولو سره تنظم شي.
کله نا کله فکر کوم چې که خدای طالبي مصیبت ورک کړي، پښتانه به هوښیار شي، خو دا فکر هم غلط دی.
تور خر ندی سپین شوی، مګر پټې سترګې هزاره ګی نن خپل زامن ماسټران او عالمان کړل