د روزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

 تیره ورځ ماښام د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په زرتاله دښته کې هغه مهال په ماشومانو باندې ځای پرځای شوی ماین وچاودید چې ماشومان په سیمه کې په لوبو بوخت وو، د چاودنې په ترڅ کې څلور ماشومان چې عمرونه یې د ۶،۷ او ۸ کلونو ترمنځ دي په شهادت ورسیدل.

دغه ماشومان د دریو کورنیو ماشومان وو چې له یوې کورنۍ څخه دوه او له دوو نورو کورنیو څخه یو یو ماشوم په شهادت رسیدلي دي.

دا لومړی ځل ندی بلکې تردې وړاندې هم د روزګان ولایت په بیلابیلو سیمو کې  د وسله والو مخالفینو له لوري د ځای پرځای شوو ماینونو له کبله ډیر ملکي کسان په ځانګړې توګه ماشومان وژل شوي دي.

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *