تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې روسي چارواکو له افغانستانه نه دي غوښتي چې له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل:« د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپټمبر په دیارلسمه نېټه په بشکیک کې د شانګهای د همکاریو د ټولنې د غونډې تر څنګ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې وویل چې، دا د ملي حاکمیت لرونکي افغانستان حق دی چې د یادې موافقې د لاسلیکولو په اړه په خپله پرېکړه وکړي. پر دې ټینګار شوی چې کابل باید د داسي اقدام نتیجې سیمې درک کړي او د درېمګړو هیوادونو متنازغ ګټو ته اجازه ورنه کړي.»
انټرفکس خبري اژانس وايي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا د خاص استازي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې خپره کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پراساس د افغانستان او امریکا لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز تېره اوونۍ د امریکا د استازو جرګې د نړیوالو چارو د کمېټې په استماعیه غونډه کې ویلي و چې د نورو بهرنیو هیوادونو د مشرانو ترڅنګ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شخصاً له کرزي په کلکه غوښتنه کړې چې د امنیتي ستونزو له کبله له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
خو دا وزارت تاکید کوي چې له کرزي څخه یې دا غوښتنه نه ده کړې
ښه؟ مونږ خو فکر کاوه چې غوښتنه به یې کړې وي.
که غوشتنه وسی یا ونسی آمریکا تر چو خپل اهداپو ته ونه رسی چی لر گی یی په کونه. ومندی نه وزی دغه به یی کوروی اوهم به یی گور وی
Including Russia all other neighboring country are not welling for this contract