د لغمان په ولایت کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
لغمان: د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د عبدالرحیم زیو د نجونو لیسې نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې رغنیزو چارو یې شاوخوا یو کال وخت واخیست.
په نوې ودانۍ۱۸۰ زره ډالره لګښت راغلی، چې د سویدن کمېټې لخوا ورکړل شوي دي.
د عبدالرحيم زيو په ښوونځي کې دا مهال څه باندې ۱۲۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوختي دي، چې د نوې ودانۍ له پرانېستو سره ورته خوندي تدریسي چاپېریال برابر شو.
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د لغمان د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
په بادغیس کې دښوونځي لپاره ځمکه ورکړل شوه
بادغیس: د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار یوه اوسیدونکي ارباب محمد مصوم خپله يو جریب ځمکه د ښوونځي دجوړ ولو لپاره ډالۍ کړه، چې د مرغزار لومړني ښوونځي لپاره به پرې ودانۍ جوړه شي.
د بادغیس د پوهنې ریاست وايي چې پر ډالۍ شوې څمکې به ښوونځی جوړوي او له جوړېدو سره به یې ددې سیمې د نجونو لپاره د زده کړو خوندي چاپېریال برابرشي.
دپوهنې وزارت له ورته کسانو مننه کوي او ژمنه کوي چې د ښوونځیو لپاره د خلکو په اهدا شویو ځمکو کې به د سیمې خلکو ته ښوونځي جوړوي .
په بلخ کې ښوونكوته پنځه ورځنى ښوونیز سمينار پيل شو
بلخ: د بلخ ولايت د مرکز او ولسوالیو اړوند ښوونکو ته د پراخې زده کړې تر عنوان لاندې ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
په دغه ورکشاپ کې د عمومي زده کړو په تړاو ښوونکو ته نوې روزنه ورکول کیږي. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نوموړي ولایت د پوهنې رییس د ورکشاپ ګډونوال خپلو مسوولیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې غوښتل چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په سمه توګه زده او په ښوونځیو کې پلي کړي.
په نوموړي ورکشاپ کې ۳۰ تنه ښوونکي د ماستر ترېنرانو په توګه ګډون لری، چې د ورکشاپ له پای ته رسېدو وروسته به دوی په خپلو اړونده ښوونځیوکې نورو ښوونکي تر روزنه لاندې نیسي.
دغه ۵ ورځنۍ ورکشاپ د پوهنې وزارت د عمومی تعلمیاتو د ریاست لخوا جوړ شوی دی.
د پوهنې وزارت لخوا د لوګر د ښوونځیو ښوونکي وستايل شوه
دلوګر د مرکز او ولسوالیو د نجونو او هلکانو د ښوونځیو ۹۲ تنه غوره او مخکښ ښوونکي د پوهنې وزارت له لوري په ستاینلیکونو وستایل شول.
دغه ښوونکي زده کوونکو ته د ښې روزنې او زده کړې د ورښودلو له امله د پوهنې وزرات له لوري وستایل شوه. د یادو ښوونکو له ډلې ۱۴ تنه په لومړۍ، ۱۷ تنه په دویمه او ۶۱ تنه نور یې په درېیمه درجه ستاینلیکونو او د بخششۍ له معاشونو سره یوځای ونازول شول، چې ۱۴ تنه یې ښځینه ښوونکې دي.
ستایل شوي ښوونکي د پوهنې وزارت له دې کار څخه د مننې ترڅنګ وایې، چې په دې کار سره به دوی لا وهڅول شي او په ښه توګه به تدریسي چارو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړده، چې په تیرو کلونو کې هم د لوګر ډیر شمیر ښوونکي په دا ډول ستاینلیکونو ستایل شوي دي.