تاند- دا ستره بېړۍ، چې یوه ټاپو ته ورته ده، د هستوګنې لپاره جوړه شوې ده. په دې بېړۍ یا ښارګي کې د ژوند تقریباً ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي. د تفریح لپاره له پارکه رانیولې، د کار تر دفترونو، ورزشي میدانونو او هوايي ډګر پوري هرڅه پکې موندل کېږي.
په سمندر کې دا بېړۍ یا ښارګی، چې په جوړولو یې لس ملیارد ډالره لګېدلي دي، فریډم (Freedom) نومېږي.
د «فریډم» بېړۍ د استفادې وړ ځای په ۲۵ پوړونو کې یو ملیون او اووه سوه مترمربع دی. اوږدوالی یې ۴۵۰۰ فوټه، پلنوالی یې ۷۵۰ فوټه او لوړوالی ۳۵۰ فوټه دی.
له سیلانیانو او عملې پرته، شاوخوا ۵۰ زره تنه په دې ښارګي کې اوسي.
په دې بېړۍ کې له ګمرکي محصول پرته (بې مالیې) نړیوال سوداګري مرکز یا شاپنګ مال، ښوونځي، روغتونونه، کتابتونونه، پلورنځي، عادي دوکانونه، غرفې، عمده پلورنځي، بانکونه، هوټلونه، رستورانونه، ګودامونه، دفترونه، لوبغالي، چمنونه، ونې او ازاد ځایونه شته.
د بېړۍ پر بام د کوچنیو شخصي او کرايي الوتکو لپاره هوايي ډګر موجود دی. هره الوتکه څلوېښت سپرلي وړلی شي.
دا ښارګی (بېړۍ) تل د حرکت په حال کې وي ځکه ډېر خلک غواړي چې پکې واوسي او تل نوي – نوي ځایونه وویني.
په دې ښارګي کې، چې کله د نړۍ په یوه سر کې وي او که په بل سر کې، موبایل ټېلفون، انترنټ او د عصري ژوند نور ټول لوکس وسایل موندل کېږي.
سبحان الله. راشه که تودېږې. زمونږ ګلبدین او ملا چرګک اخوند اوس هم جنګونه کوي! باور وکړئ چې د شمالي ټلوالې جنایتکاران به میاشت دوه وروسته په کې حتما ځانونو او خپلو خلکو ته په کې ځایونه واخلي. زمونږ دواړه ملایان به همداسې ککړه کونه ګرځي.
تاندوالوورونو ته سلامونه او نیکې هیلې په زړه پورې بیړۍ او مالومات مو خپاره کړیدي خو دا نده مالومه چې بیړۍ په کوم هېواد کې جوړه شویده او واګۍ یې له چا سره دي
تاند والو ښه انصاف خو لری مونږ چی د یو عادی انسان په باره کی ډیره کمه توهینی لیکنه کړی وی او هغه هم ستاسو په نظر توهین مګر زمونړ په نظر یو حقیقت یا هغه انسان ته نصیحت وی بیا تاسو زمونړ هغه لیکنه نه نشره وی ځکه چی دا لیکنه په هغه تجاوز او ځانونه مسول ګنی مګر کله چی د سترو شحصیتونو به باره کی داسی توهینی لیکنی کیږی لکه ګنډیری چی لیکلی ده بیا ځانړنه هیڅ مسول ته ګنی د بیان ازادی نوم ورکی او د ګنډیری په شان کسانو حق یی ګڼی مګر دی ته نه ګوری چی په دا رنګه شحصیتونو د څومره خلکو خو بدیږی او څومره خلک ستاسو د رسنی سره خپل پری کون علان وی نو لطفن ستاسو ټولو محترمینو څخه هیله کوم چی نور د ګنډیری منډیری په شان کسانو داسی بی ادیه لیکنی نشر نه کړی
مننه