تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک د خبرواترو لپاره د نوازشریف د حکومت وړاندیز رد کړ.
د طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله ویلي، له حکومت سره خبرې بې معنا او بې ګټې دي.
ده اعلان وکړ چې یوځل بیا خبرداری ورکوي چې د پاکستان حکومت به وپرزوي او پرځای به یې د شرعي نظام د واکمنولو لپاره خپلو هلوځلو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د طالبانو تحریک دا خبرداری یوازې څو ساعته وروسته له دې ورکړ چې د صدراعظم نوازشریف حکومت اعلان وکړ چې له طالبانو سره خبرواترو ته ترجیح ورکوي.
د پاکستان د مرکزي کابینې د ملي امنیت کمېټې پرېکړه کړې چې په هیواد کې د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره به په لومړي ګام کې له طالبانو سره د خبرواترو هڅه کوي او که خبرو نتیجه ورنه کړه بیا به له قوې او پوځي عملیاتو څخه کار اخلي.
د پاکستان د ملي امنیت د کمېټې غونډه نن /سې شنبه/ د صدراعظم نوازشریف ترمشرۍ لاندې وشوه او ورپسې په یوه خبري غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار خان وویل چې په غونډه کې د پاکستان ملي ګټو ته په پام د هیواد د ملي حاکمیت او داخلي امنیت د ساتنې او له افغانستان سره د اړیکو په اړه خبرې وشوې.
د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد رویټرز خبري اژانس ته وویل:« د پاکستان د تېرو حکومتونو په شان اوسنی هم د امریکا ګوډاګی، د ډالرو وږی او کمزوری دی.»
ښاغلي شاهد همداراز وویل چې دی پوره معلومات لري چې حکومت په هیواد کې دننه د پوځي عملیاتو پلانونه جوړوي خو طالبان د دوی د حملو په وړاندې مقابلې ته تیار دي.
ده زیاته کړه:« حکومت دې په خوښۍ پوځي عملیات وکړي، موږ پخوا هم د دوی د پوځي عملیاتو مقابله کړې اوس هم ورته انتظار یوو.»