تاند- په ملګروملتو کې د چین استازي د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ملي پخلاینې ملاتړ کوي.

له نیویارک څخه د چین د خبري اژانس سین هوا د راپور له مخې دا خبره په ملګروملتو کې د چین دایمي استازي لیو جیي (Liu Jieyi) د افغانستان د حالاتو په اړه د م.م. د امنیت شورا په ازاد بحث کې وکړه.

ده د امنیت شورا پنځلس غړیو ته په وینا کې وویل:«افغانستان لا هم د ثبات په ټینګولو او د بیارغونې په برخه کې له سخت چلینج سره مخامخ دی. موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د ملي بهیر او په دې برخه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د هڅو ملاتړ کوو.»

د چین استازي غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له حکومت او ملت سره په دې برخو کې مرسته او ملاتړ وکړي څو په افغانستان کې د پخلاینې چاپېریال برابر شي.

ده په عین حال کې وویل چې چین د سیمې د هیوادونو له لوري په افغانستان کې د ثبات راوستلو د اضافي هڅو هرکلی کوي.

ښاغلي لیو همداراز د افغانستان پر سر د سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکاریو پرضرورت ټینګار وکړ، ویې ویل:«په دې برخه کې د سیمې د همکاریو طرحې باید د سیمې د هیوادونو اندېښنې په پام کې ونیسي، د شانګهای د همکارۍ ټولنې او نورو سیمه ییزو ټولنو له مرستې پوره ګټه واخلي، د ټولو په توافق او مشورو عمل وکړي.»

په ملګروملتو کې د چین دایمي استازي دا هم وویل چې هیواد به یې د افغانستان لپاره د استانبول د بهیر د وزیرانو څلورمه غونډه راتلونکی کال په بېجنګ کې جوړه کړي.

د چین استازي همداراز وویل چې هیواد یې له اوږدې مودې راهیسي د افغانستان بیارغونې او پرمختګ ته ځان ژمن بللی او په دې برخه کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.

خو سره له دې چې اوس چین د نړۍ دوهم ستر اقتصادي قدرت دی، له افغانستان سره یې د یوه کوچني اروپايي هیواد هومره مرسته هم نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *