تاند- د ناټو یوه جګپوړي قومندان پرون /سې شنبه/ په برلین کې وویل، که د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه، ناټو به له راتلونکي پسرلي څخه له افغانستانه د خپلو پوځیانو د بشپړه ایستلو پلان جوړ کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په اروپا کې د ناټو ګډ اعلي قومندان د امریکا د هوايي ځواک جنرال فلیپ بریدلوف وویل، د ټولو پوځیانو د ایستلو پلان به راتلونکی پسرلی، د اپریل په میاشت کې چې په افغانستان کې انتخابات ترسره کېږي، جوړ شي.
ده وویل، دا چې ناټو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې لږ شمېر روزونکي پرېږدي او که هیڅ سرتېری نه پرېږدي، دا هغه مسله ده چې په راتلونکي پسرلي کې به څرګنده شي.
ناټو په ځلونو ویلي چې د افغانستان او امریکا له امنیتي موافقې پرته په افغانستان کې پوځیان نه شي پرېښودلی.
جنرال برید لوف خبریالانو ته وویل:«که موږ په افغانستان کې ډېر سخت انتخاب ته مجبوره شوو، مشخص وخت ته به اړتیا وي چې خپل ټول پوځیان وباسو، او فکر کوم چې ولسمشر کرزی له دې مهالوېشه سم خبر نه وي.»
کرزی لا هم پر خپلو دوو اساسي غوښتنو ټینګار کوي چې د افغانانو پر کورونو دې د بهرنیو پوځیانو یرغلونه ودرېږي او له طالبانو سره دې د سولې بهیر پیل شي.
له طالبانو سره د سولې د بهیر په اړه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په زغرده وویل چې طالبان د کابل له حکومت سره خبرې نه کوي ځکه چې نه د کابل حکومت په رسمیت پېژني او نه د افغانستان اساسي قانون مني.
تر سرتاج عزیز مخکې د افغانستان او امریکا لپاره د امریکا خاص استازي هم ویلي و چې طالبان نه غواړي چې خبرې وکړي.
مګر امریکا تراوسه پوري د کرزي د لومړۍ غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.
د کرزي صاحب غوښتنې او شرطونه خو دومره مشکل نه دي. دا د هر انسان بنيادي حق دى چى د هغه په ځان، مال او کور تجاوز
ونشي. زه نه پوهيږم چى ناټو ولى دا ضمانتونه نشي ورکولى