په روسیه کې د افغانانو د  کاري مرکز او سراسري ټولنې فرهنګي څانګې په نوښت د تیرې جمعې په ورځ د ګران هیواد  خوږ ژبي او انځورګر شاعر ښاغلي پرهیز شګیوال د راتګ په ویاړ ادبي مشاعره جوړه کړه.

دا مشاعره په دوو برخو ویشل شوې وه لومړۍ برخه یې ویناو ته او دوهمه برخه  یې ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه ، د لومړې برخې ویاند انیجر صیب لاروې وو،د غونډې پیل قاري صیب عنایت الرحمن د څو مبارکو ایتونو سره کړه ، ورپسې په روسیه کې د افغانانو د کاري مرکز او سراسري ټولنې مشر  ښاغلی غلام جلال د غونډې پرانیستونکي وینا ته راوبلل شو، نوموړې له ښاغلې پرهیز شګیوال ته ښه راغلاست ووایه او د خپلې ټولنې اړیکې یې په فرهنګي چارو کې له روسی سره ښې او پياوړې وښودې ، نوموړي د افغانستان په روانو حالاتو هم خبرې وکړې.

نوموړي پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې همدغه شاعران دي چې د اولس ترجماني کوي ، او شاعرانو رول یې په اوسني حالاتو کې اغیزمن وباله.

1 ورپسې په کابل پوهنتون کې د روسي ژبې پخوانۍ استادې ښاغلې ماندیلا ته بلنه ورکړل شوه نوموړي د خپلو هغو وختونو یادونه وکړه چې کابل پوهنتون کې یې د روسي ژبې دیوې ښوونکې په توګه تیرکړي ول ، نوموړې دافغانانو سره دخپلې مینې یادونه هم وکړه

افغانان یې ، میلمه پال مینه ناک او غیرتمن وبلل نوموړي وویل چې کاش چې زه اوس هم په افغانستان کې وې او هلته مې ژوند کولې ،

. ورپسې  ښاغلي پرهیزشګیوال ویناوکړه نوموړي وویل چې (( دامې څوم ځل دی چې زه دلته رابلل کیږم او ماته مینه راکول کیږي.

(( ما بلا خوږې خاطرې له دې ځایه وړي دي )) پرهیز شګیوال په ځانګړي ډول روسیه کې د افغانانو کاري مرکز او سراسري ټولنې مشرتابه او فرهنګي څانګې مسول ښاغلي محمد طاهر شینواري صیب څخه نړۍ نړۍ مننه او کور وداني یې وکړه ،

په روسیه کې دلیکوالانو  د اتحادیې غړې لیکوال او شاعر چې د روسي هیواد لخوا ورته د حماسي شعرونو تمغه هم ورکول شوې وینا وکړه نوموړي وویل (( افغانان ډیر خواږه دي نوموړي ویل چې روسیه او افغانستان پیړیو راهیسې فرهنګي اړیکي لري او داسې ادبي غوندې یې د دواړو هیوادونو  لپاره یې اغیزمنې او ګټورې وبللې

د ویناوو په وروستۍ برخه کې د یادې ټولنې د فرهنګي څانګې مشر ښاغلي طاهر شینواري له لورې ښاغلي پرهیز شګیوال ته د پښتني دود له مخي د اعزاز لونګۍ ورپه سر کړې شوه،

د غونډې دویمه برخه چې ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې  صداقت غورځنګ  د طاهر بونیري په دغو بیتونو باندې مشاعره پیل کړه

1

مونږ څه په داسې حادثو کې محبت کړیدی

چیرته چې ژوند د خپل مدار نه بغاوت کړیدی

چا د پښتون په سرلاس راښکو ، چا د لاسه وینو؟

چا ورته نهه سوه کاله نصیحت کړیدی

ښاغلی پرهیز شګیوال، لیونوف واسیلي میخالویچ، افدیوا لودمیلا، رفیع الله رفیع، نصیرالله نصرت ، سنجر ،  افدیف ګینادي، ویلاد میر ویلادمیر ویچ، احمد شګیب څمکنۍ،  رنګ نه ،  حاجي نادر ،  ډاکټر فاروق فردا ، احمد شاه ، او عمر ننګیار پکې خپل خواږه خواږه شعرونه ولوستل.

مشاعرې په پاې کې د یادې ټولنې د فرهنګي څانګې مشر طاهر شینواري له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، یاده غونډه د مازیګر له څلورو بجوڅخه تر  ماسخښتن اته نیمو بجو پورې دوام وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *