تاند- په بدخشان کې چارواکي ادعا کوي چې د جرم ولسوالۍ خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی دی خو طالبان د چارواکو دا ادعا ردوي او وايي چې په جرم ولسوالۍ کې د دوی پرضد د پاڅون اوازې حقیقت نه لري.

د بدخشان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سیدجهانګیرعمرخېل د پنجشنبې په ورځ وویل په لسګونو کسانو نن د جرم په دهنه خستک سیمه کې د طالبانو پر ضد راپاڅیدلي چې په وسلو هم سمبال دي.

ښاغلي عمرخیل وویل، په دهنه خستک سیمه کې د بیروجو یو کان شته چې طالبان ورته د رسیدو په خاطر وخت ناوخته له افغان ځواکونو سره نښتې کوي او د سیمې خلکو ته یې ستونزې پیدا کړي دي.

خو طالبان په یوه خبرپاڼه کې وايي په جرم ولسوالي کې څوک له دولت سره یوځای شوي نه دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په عین حال کې منلې د عنایت او عباس په نوم «ټوپکمار» او ملګري یې د طالبانو ملګري نه ول.

طالبانو ویلي:« د بدخشان په جرم کې د اربکي سازې د پروسې د يوې برخې په توګه په دا ورستيو کې يوه ډله نامطلوب کسان، په نشو روږدې او د مور او پلار آزاريان سره راټول کړل شوي او اربکیان ترې جوړ شوي چې هغه نن دښمن په مجاهدینو پورې وتړل او د تسلمۍ خبر يي ورکړ، موږ دغه خبره ردوو او د دښمن د ناکامۍ ښکاره بيلګه يې بولو، دښمن د ريښتيا په ميدان کې د پرلپسې ناکاميو او ماتو د جبران لپاره هڅه کوي په دغه ډول دروغو سره ځانوته روحیه ورکړي او مغرض جهتونه هم ورنه تبلیغاتی ماشین چالان وساتي .»

تر دې مخکې هم طالبانو د ځان خلاف پاڅېدلي کسان اربکیان بللي دي. دوی تراوسه پوري د غزني د اندړ ولسوالۍ پاڅونوال اربکیان ګڼي.

تیره اونۍ د پروان چارواکو وویل چې د دې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی.

One thought on “د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد ولسي پاڅون”
  1. طالب یو پښتون مصیبت او پرضد ېې نامؤفق پاڅون بل خونړی کاروان

    پښتون در بدره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *