د کندهار ولایت مطبوعاتي خبرپاڼه
نيټه ١٣٩٢،١٠،١
کندهار افغانستان- تېره ورځ ماښام مهال د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ د خشک رود او سندرزو په سيمه کي يو تن وسلوال طالب د خپل ماين ښکار سو.
ياد وسلوال طالب چي غوښتل يې د ارغستان ولسوالۍ د خشک رود په سيمه کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو او يا هم د نورو بې ګنا افغانانو خوږ ژوند د ښخ سوي ماين په واسطه له منځه يوسي، خپل ماين ورباندي وچاودېد او ياد وسلوال طالب پکي ځای پر ځای ووژل سو.
بل خوا په پنجوايي ولسوالۍ کي هم سيمه ييزو پوليسو په تلکان سيمه کي ١٥مختلف النوع ماينونه او ٧٥٠٠ دانې د پيگا مرمۍ کشف او خنثی کړي دي.
همدارنګه په ياده سيمه کي يو تن ملکي کس د سړک غاړي په ماين چاودنه کي زخمي سوی او په بېړني ډول د کندهار مرکزي روغتون ته د درملني په موخه لېږدول سوی دی .
د سړک غاړي ماينونه هغه څه دي چي په ډېر ښه توګه د وسلوالو طالبانو بشپړ ضعف په ګوته کوي خو دوی يې د خپل يوازيني ورپاتي تاکتيک په توګه کاروي.