د ميدان وردګو ښاري محکمې د يوې علني محاکمې  په ترڅ کې د يوه سوداګر په وژلو سره دوه تنه په اعدام،يوتن په شپاړلس کاله بنداو يوه ته برآت ورکړ.
په دغه علني محاکمه کې چې نن ( یکشنبه) ترسره شوه،د يوه سوداګر چمن علي د  وژلو په تور دوه تنه په اعدام ،يو تن په شپاړس کاله بند او يو تن
چې بې ګناه وو ازاد کړی شو.

د ميدان وردګو د ښاري محکمې مشر قضاوتمند جماالدين وويل نوموړو کسانو ته يې له دې امله علني محاکمه جوړه کړې وه  چې نور خلک له انسان تښتونې او وژلو څخه لاس واخلي.

د مقتول وکيل وويل نوموړې محاکمه عادلانه وه او دوی د محکمې له پړيکړې راضي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې هم یو تن د خپل ورور د قتل په جرم د یادې محکمې له لورې په اعدام او یو بل مجرم په اتلس کاله بند د علنۍ محکمې په ترڅ کې محکوم شوي وو.

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

One thought on “په میدانښار کې دوه تنه په اعدام محکوم شول”
  1. ټول دروغ. هرهغه څه چې د دروغو په بنسټ ولاړ وی هیڅ معنا نه لری. نن مې د تاند له لارې خبر ولوست چې د سعودی شهزاده چې په اعدام محکوم شوی وو بلأخره ددو شنبې په ماښام اعدام شو. زمونږ محکمې هره میاشت په لسهاو تنه د خپلو جرمونو له کبله په اعدام محکوموی خو یو حکم یې هم عملی نه کړ فقط په میډیا کې اعلان شی او بس. نو ځکه وایم مسلمانی مو تش په نوم. محکمه مو تش په نوم. بلکه هرڅه مو په درواغو. دا چې هرڅه مو تش په نوم او درواغو دی نو مونږ هم باید د قیامت تر ورځې دښې ورځې طمه ونه لرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *