تاند- د افغانستان حکومت د امریکا په مشرۍ پر نړیوالو ايتلافي ځواکونو په دې خاطر انتقاد وکړ چې خپل ځیني وسایل او تجهیزات ویجاړوي خو افغان امنیتي ځواکونو ته یې په دې پلمه نه ورکوي چې دا ځواکونه یې د ساتنې ظرفیت نه لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزیرانو او د ملي امنیت سلاکار ته دنده وسپارله چې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت جدي اندېښنه په افغانستان کې د ایساف ځواکونو مشرانو ته ورسوي او د خپلو خبرو د پایلې په اړه د ملي امنیت شورا ته معلومات وړاندې کړي.

د افغانستان حکومت وروسته له دې اندېښنه ښکاره کړه چې راپورونه خپاره شول چې امریکايي پوځیانو خپل یو شمېر وسلې او پوځي ګاډي ویجاړ کړي او د ۴۶ ملیون ډالرو په ارزښت یې د هغو زړې وسپنې پلورلي دي.

تېره میاشت اسوشیتید پریس خبري اژانس له کندهاره په یوه راپور کې وویل چې له افغانستانه وتونکي امریکايي پوځیان خپلې اکثره وسلې او وسایل ویجاړوي او د وسپنو ټوټې یې خرڅوي.

ویل شوي چې امریکايی پوځیان حتي خپل ایرکنډېښنونه، جنرېټرونه او نور فرنېچرونه، چې له ځان سره یې وړلی نه شي، ویجاړوي.(نور تفصیل)

امریکايي پوځیانو په عین حال کې خپلې یو شمېر وسلې او وسایل او همداراز ځیني تاسیسات د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې خپل وسایل د دې لپاره له منځ�� وړي چې وېره لري، هر څه چې یې پرېښودل نو ممکن د وسله والو مخالفانو لاس ته ورشي او هغوی ورڅخه د بمونو په جوړولو کې کار واخلي. دا کار همداراز مرسته کوي چې امریکایان د هغو په وړلو په ملیاردونو ډالر ونه لګوي.

د مالیې وزارت د پالیسي او پلان د تطبیق عمومي رييس امین حبیبي هم نن د ملي امنیت شورا په غونډه کې دې موضوع ته په اشارې وویل چې له نړیوالو ايتلافي ځواکونو څخه د افغانستان حکومت ته د تاسیساتو د سپارلو بهیر د ګومارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې دوام لري.

د ملي امنیت شورا د مالیې وزارت موظف کړ چې د انتقال د بهیر په اړه هره میاشت راپور ورکړي او د ترانسپورت وزارت یې موظف کړ چې له ایساف څخه د افغانستان دولت ته د هوايي ډګرونو د سپارلو په برخه کې له ګومارل شوي کمیسون سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو دا کار د هغه څه خلاف دی چې دغو پوځیانو په عراق کې وکړل.

په عراق کې امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د ۱۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت  وسلې عراق ته یا وبخښلې او یا یې پرې وپلورلې چې لا هم ترې کار اخیستل کېږي.

4 thoughts on “د نړیوالو ځواکونو له لوري د خپلو وسلو پر ویجاړولو د افغانستان انتقاد”
  1. عجیبه خبره، هم یی په جنګ اخته کړو، هم یی راته پخوانی اسلحی بمباردمان کړی، هم یی دګاونډیانو سره په غم واچولو، اخر داچه تاسو ته اسلحی ځکه نه درکوو چه تاسو یی دساتلو په چل نه پوهیږی، ظلم، زور اووحشت اوس دي ته وای

  2. واوا ډېر ښه. اوس نو هایپرلینکس هم ورکوئ. ماشاءالله دا خو په تاند کې نوی پرمختګ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *