کتنه او راپور د ډاکټر حمید سیماب او ژباړه رحمت آریا  

پــیـلـيـزې چارې او تابیاوې:

شنبې د ډسمبر ۷ نـﯦـټـه هغو کسانو ته چې ځانونه «د ۱۳۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو لپاره د عدل غوښتـنې د غونډې» غړي بولي د نـﯦـږدې دوه وو میاشتو منډو ترړو، وراشو او سلا مشورو د پای ورځ وه. د روان کال د سپټـمبر په میاشت کې د هغو پنځو زرو نوملړ په رسمي ډول د هالندي پولیسو له پلوه په نړۍ والې کچې خپور شو چې د خلق ډیموکراټیک گوند د خونړۍ واکمنۍ په لومړيو شل میاشتو کې وژل شوي ول.

دغه نوملړ هالندي پولیسو د خپلو پلټنو په ترڅ کې د امان الله عثمان یا عثماني په نامه یوه سړي څخه چې د خلقي رژيم د شکنجه ځای «د افغانستان د گټو د ساتونکې ادارې» «اگسا» یو تن پخواني لوړپوړی چارواکی او په بشري جنایاتو تورن وو تر لاسه او سموالی یې تثبیت کړ. د ښاغلي کرزي حکومت له هماغې لومړۍ ورځې چې د واک گډۍ یې په لاس کې واخـﯦـستې دغه نوملړ په لاس کې درلود مگر له هماغو پیلنیزو شـﯦـبـو یې پر جنایتکارانو او سړي وژونکو ډډه ولگوله او د هغوی پر جنایاتو د پردې په غوړلو یې د دغو شهیدانو پر سپیڅلو وینو باندې پښه کـښـﯦـښـودله تر څو د بشریت پر وړاندې په جنایاتو د تورنو کسانو په مرستې هـﯦـواد، د اسکـﯦـرنې او فساد هغې کندې ته ورټيل وهي چې نن یې پر ژۍ 1ولاړ دی.

د عدل غوښتنې د غونډې غړو تر دوه وو میاشتو مخکې له یو بل سره پـﯦـژندگلوي نه درلودله. د شهیدانو د نوملړ له خپرېدا  سره سم د نړۍ په بـﯦـلابـﯦـلو برخو کې غمځپلو ناورینوالو د شهیدانو غیبي جنازې اداء او فاتحې یې واخـﯦـستلې چې د آټاوا په گډون د کاناډا په بـﯦـلابـﯦـلو ښارونو کې هم غیبي جنازې اداء او فاتحې واخـﯦـستل شوې. د اسلام د سپـﯦـڅلي دین د لرغونو مراسمو پر بنسټ ویر او فاتحه اخـﯦـسـتـنه په حقیقت کې پر زړه باندې د صبـر د درندې ډبرې د اېـښـودنې، د مړو شویو کسانو د هیرولو لومړی پړاو او د ټپي زړه پر ټپ باندې د پټـۍ اېـښودلو د پـيـل شیبې دي. آیا دغه هردم شهیدان او د هغوی پنځه دیرش کلن ټپ او نور کسان چې له دوی وروسته ددوی په شان په هماغه ډول په هر دم شهیدۍ پوپنا شوي په دومره آسانۍ د هـﯦـرېدلو دي؟ آیا د ظلم هـﯦـرول پخپله د ظالم د بخښلو په معنی نه ده؟ آیا د ظلم بخښنه په خپله د ظلم روا کول او دودول نه دي؟ که په دې ایمان لرو چې د قیامت او د پوښتـنې گړوېږنې په ورځ الله تعالی له ظالم څخه د هغه د ظلم او له مظلوم څخه د ظلم پر وړاندې دهغه د چوپتیا په اړوند پوښتنه کوي آیا په دې اړوند د ظالم د ظلم هـﯦـرول په خپله گناه نه ده؟ د پنځه دیرش کالو په اوږدو کې تر نن پورې د دغو ټولو جنایاتو په بدل کې ان یو تن محکمې ته نه دی راکش شوی، آیا دهغوی هـﯦـرول په حقیقت کې دغو شهیدانو، د هغوی کورنيو، انسانیت او د عدالت مفهوم ته سپکاوی نه دی؟ که وغواړو دوی هـﯦـر کړو آیا دا نه یوازې د شهیدانو د وینو بلکه د هغه کړاو، درد او اوښکو هیـرېدل نه دي چې د هغوی کړېدلي سپین روبي پلرونه، د هغوی په سپینو کوڅيو ځورېدلې میندې، د هغوی کونډې چې په ځوانې ځوانۍ کې کونډې شولې او د هغوی بچیان په کې وکړېدل او په ماشومتوب کې یتیم شول او هيڅکله یې د پلار مینه ونه لیدله، اوښکې یې توی کړلې او آیا د هغې خور اوښکې او د هغې د زړه درد دومره بې ارزښته دی چې د هغې د ورور له قاتله دې څوک پوښتنه ونه کړي چې ولې؟ د همدغو پوښتنو تر سیوري لاندې ول چې د هماغو شهیدانو یو شمیر بچیانو د دغه تراخه حقیقت د تأیید له موندلو وروسته د خپل عزیز پر مرگ باندې د لومړي ځل لپاره کلک وژړل، له دې کبله د شهیدانو دغو بچیانو له نورو خواږو سره یو ځای چې د خپل ولس او د شهیدانو په ویر کې یې ځانونه شریک گڼل پریکړه وکړه چې په سرووینو کې د لژندو او  لمبـﯦـدلو کسانو د یاد په ویاړ دې د شهیدانو یادغونډه تر لاس لاندې ونـیـسي او دا ویـر دې هغوی ته د عدل غوښتلو په لوړ غږ باندې بدل کاندي.

1له بلې خوا د شهیدانو لپاره د عدل غوښتنې د غونډې غړو ته تر ټولو اړیـن ټکی دا وو چې دوی د کاناډا په پلازمـﯦـنې کې ژوند کوي او ددوی د عدل غوښتنې غږ به د کاناډا د نورو ښارونو په پرتلې ډېـر اغیز ولري په ځانگړې توگې که د غونډې غړي وکولای شي دغه غږ د کاناډا د پارلمان د وانې مخې ته راپورته او د کاناډا ددولت پاملرنه ځانته راوړوي چې له دوی سره د عدل غوښتنې په غږ کې مرسته وکړي ځکه د افغانستان دولت په تـﯦـرو دولسو کلونو کې دا په زباد ورسوله چې دا د پرگنو دولت نه دی او نه د پرگنو درد ورسره شته دی؛ که یې درد درلودای نو په دومره مودې کې به یې ټولو خاﺌـیـنـیـنو او جنایتکارانو ته په خپلې غـﯦـږ کې ځای نه ورکاوه؛ د بن په تړون لیک کې یو بنسټـﯦـز ټکی انتقالي عدالت وو، که اوسنی دولت یو رښتونی ولسي دولت وو نو په دومره بې پرواییۍ به یې پر انتقالي عدالت سترگې نه پټولی. داسې ښکاري چې د افغانستان له اوسني دولت څخه پر مظلوم باندې د شوي ظلم لپاره عدل غوښتنه به په دې معنی وي چې څوک دې د لیوه له لاسه له کجیر (کرگس) څخه د عدل غوښتنه وکړي. د عدل غوښتنې د غونډې هڅاندو غړو په دې احساس باور درلود چې د کاناډا په پلازمـﯦـنې آټاوا کې ژوندل کول په خپله ددوی پر اوږو باندې د اخلاقي او وجداني مسؤولیت دروند پـﯦـټـی اېـښـی دی چې د خپلې استوگنې د جغرافیوي موقعیت له کبله باید هغه چاره ترسره کړي چې په کاناډا کې استوگن نور ویرځپلې افغانان یې نشي کولای.

1همدا وو چې د روان کال د اکتوبر په مـیاشت کې د «۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو لپاره د عدل غوښتـنې د غونډې» بنسټ رامنځته شو؛ له هغه ځایه چې په دې کړۍ کې راټولو شويو کسانو په بـﯦـلابـﯦـلو ټولنـیزو دریځونو او سوابقـو پورې تړاو درلود خو د یوې ځانگړې موخې لپاره سره راټول شوي ول نو اړینه وه چې لومړی دې گډ اصول سره تعریف او د اړوندو چارو کرښې دې څرگندې شي، ځکه دا د هغو نویو کسانو لپاره د یوه معیار په توگې گڼل کـﯦـده چې که څوک وغواړي د غونډې له کړۍ سره یو ځای شي نو لومړی دې تعریف شوي اصول ومني تر څو په راتلونکو چارو کې د گډوډۍ او د شونې چاودې د رامنځته کـﯦـدلو مخه پرې ونـﯦـول شي. د عدل غوښتـنې په لومړۍ غونډې کې دغه درې بنسټـیـز اصلونه ومنل شول :

۱) د غونډې غړو د خلق د ډیموکراتیک گوند حکومت د هغو جنایاتو مستقیم مسـؤول وگاڼه چې خپور شوی نوملړ یې یوه وړوکي بـﯦـلگه ده. هغوی په گډه ومنل چې ددغه گوند د دواړو څانگو خلق او پرچم، مشران او پـﯦـژندل شوي کسان دې د جنگي جنایاتو او د بشریت پر وړاندې د جرایمو په پار محکمې ته راوکاږل شي. د غونډې غړي په گډه په دې ټکی سلا شول چې د نوموړي گوند عادي غړي چې د خپل گوند په خیانت او جنایت کې یې مستقیم لاس نه درلود په دې گوند کې د غړیتوب او د هغو جنایاتو پر وړاندې د چوپتیا په پار دې د افغانستان له پرگنو او تأریخه بخښنه وغواړي چې دغه گوند د خپلې واکمنۍ پر مهال تر سره کړي او د خپل گوند جنایات دې محکوم کاندي.

۲1) غونډه وال، چې د افغانستان د بـﯦـلابـﯦـلو قومي ډلو استازیتوب یې کاوه، په دې سلا شول چې د افغانستان پرگنې لکه پښتانه، تاجیک، هزاره، وزبک او نور د نژادي، ژبـنـﯦـو، مذهبي او سـیمه ییزو توپیرونو په لرلو ټول له یو بل سره وروڼه او یو برابر دي او هـﯦـڅ یو یې پر بل باندې بروالی او امتیاز نه لري، له بله پلوه په افغانستان کې د جنایاتو قربانیان چې د پرگنو ضد رژیمونو په لاس الونیا شوي په هـﯦـڅ یوې قومي ډلې یا هویت پورې اړه نه لري بلکه ټول یې د افغانستان د پرگنو گډ شهیدان دي او غونډه وال د هغوی په ویر کې که هر څوک وي ځانونه ویرجن او غمجن بولي.

۳) غونډه وال په دې سلا شول چې د کاناډا د پارلمان د وانۍ تر مخ د شهیدانو یاد غونډه به د هغو بشري ضد جنایاتو د قربانیانو یاد غونډه وي چې د خلق د ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ د کلونو په لړ کې په بې گناه ډول وژل شوي، ژوندي ښخ شوي او یا په ډله ییز ډول له منځه تللي دي خو په دې ټکي یې ټینگار وکړ چې د غونډې غړي به هـﯦـڅـکله پر هغو جنایاتو سترگې پټې نه کړي چې تر نن پورې د بـﯦـلابـﯦـلو سیاسي هویتونو له پلوه تر سره شوي دي مگر په اوسنۍ شـﯦـبـې کې د شهیدانو د یاد غونډې د ټاکلې موخې په روڼا کې د خلقیانو – پرچمیانو د اخلافو جنایات په پام کې نه نـيـسي. غونډوالو په دې ټکي هم سلا وکړه چې ددغه خوځښت له ځانگړې انساني او اخلاقي موخې څخه به هـﯦـڅ گوند یا ډلې ټپلې ته اجازه ورنه کړي چې له دې ټاکلې موخې څخه د ځان لپاره گټه پورته کړي او داسې چاره په کلکه رټي.

1د همداسي یوې کارې سرېـزي په لرلو ول چې د عدل غوښتنې د غونډې غړو خپل کار پیـل کړ او د خپلو غونډو په لړ کې یې له غړو څخه د اړوندو چارو د پرمختگ او ترسره کولو د راپور اخـﯦـسـتلو او راپور ورکولو او د شهیدانو د یاد غونډې د لا ښې سمبالتیا او پایلو په اړوند وراشې او سلا مشورې کولې. د غونډې غړو د ټاکل شوې څرگندې کاري سریزې د کرښو له مخې خپلې اړوندې چارې پر مخ بـيولې، د هغوی د سپيڅلي، راڼه نیت او صادقانه چلند له مخې ول چې ددوی کړۍ د هرې ورځې په تـﯦـرېـدنې لا پراخـﯦـدله او د نورو هغو نویو غړو پام یې ځانته را اړاوه چې غوښتل یې په چارو کې د زړه له کومې ونډه واخلي. د لومړي ځل لپاره ول چې د کارلتون او آټاوا د پوهنتونونو محصلینو په دغو غونډو کې گډون وکړ او د غونډې چاپیریـال ته یې په بهر کې د روزل شوي نوي افغان نسل ځوانه انرژي او د ژمنې د منلو ښکلې روحیه راوړله، په دې سره نه یوازې د غونډې د پاخه عمر د غړو سترگې پرې روښانه شوې بلکه د هغوی د ویاړ وړ هم وگرځـﯦـدل.

1د همداسې یوې چارې د ترسره کولو لپاره پیسو ته اړتیا ده. د غونډې غړي په دې باور ول چې په هر ډول ټولنیزو اړیکو کې پیسې د تیزابو حیثیت لري چې که ورسره د زښت ډیر احتیاط او امانت پالنې له کړکۍ څخه چلند ونه شي نو د وگړو تر منځ اړیکې په ډیرې آسانۍ ورباندې شڼـﯦـدلای شي او د فساد لور ته یې بیايي، له دې کبله د شوني رامنځته کـﯦـدوني ناوړه تفاهم د مخنیوۍ لپاره او له بله پلوه په افغان ټولنې کې د پیسو په اړوند د اعتماد د خپاره کړکیچ په پام کې نیولو سره غونډه وال دې پریکړې ته ورسـﯦـدل چې هیڅ باندنۍ مرجع ته به د پیسو لپاره د سوال لاس اوږد نه کړي او هر څه چې «خدای وسع» په خپلو جیبونو کې لري هغه به د غونډې د لگښتونو په کڅوړې کې په خپله خوښه اچوي او د دخل او خرڅ لړۍ به په ډیر راڼه او روښانه ډول راپور ورکول کـﯦـږي. همدا شان د غونډې هغو برخوالو چې له مالي اړخه یې لږ ونډه ورکولای شوای او ددې لپاره چې د سیالۍ په تنگاسه کې بند پاتې نه شي نو پریکړه وشوه چې د بسپنې د پیسو د ورکونکو نومونه دې د هغوی په نامه نه بلکه د هر چا ونډه دې د داسې یوې شمیرې له مخې وښودل شي چې بسپنه ورکونکی یې په خپله ټاکي؛ په دې توگې بسپنه ورکونکی د خپلې غوره شوې شمـﯦـرې له مخې پوهـﯦـده چې ونډه یې په راپور کې ښودل شوې او له بلې خوا یې د خپلې لږې ونډې په پار د غونډوالو په منځ کې د ناآرامۍ احساس نه کاوه. د غونډوالو له منځه یو تن د «خزانه دار» او د مالي راپور د ورکولو لپاره وټاکل شو؛ په دې توگې ول چې د پـیـسو تیزاب نه یوازې ونه شوای کولای د غونډوالو اړیکو او ډاډ ته تاوان ورسوي بلکه راتلونکو ډاډمنتیاوو او روڼوالیو ته یو بنسټ وگرځـﯦـد.

افغان مور میرمن صدیقه شکوهمند د ۵۷ - ۵۸ کلونو د شهیدانو د یاد غونډې د پرېکړه لیک د سپارلو لپاره د پارلمان دروازه ټکوي. د پارلمان غړي ښاغلي رویال گلیپو د کاناډا د دولت په استازیتوب پریکړه لیک ومانه
افغان مور میرمن صدیقه شکوهمند د ۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو د یاد غونډې د پرېکړه لیک د سپارلو لپاره د پارلمان دروازه ټکوي. د پارلمان غړي ښاغلي رویال گلیپو د کاناډا د دولت په استازیتوب پریکړه لیک ومانه

پوښتـنې او گړوېــږنې :

د کاناډا د پارلمان د ودانۍ مخې ته د شهیدانو د یاد غونډې د تابیا په هماغو لومړیو پړاونو کې چې د هـﯦـوادوالو د خبرتیا لپاره خبرپاڼې او بلن لیکنونه یې د تلویزیونونو له لارې خپاره شول یو شمـﯦـر پوښتـنـې د بـﯦـلا بـﯦـلو انگـیزو تر سیوري لاندې له هرې خوا اورېـدل کـﯦـدلې. دغه پوښـتـنې ټولې په بنسټـیز ډول په دوه وو پوښتنو پورې را لنډېـدلې، چې ځـیني یې د هغو هـﯦـوادلو له لوري راپورته کـﯦـدلې چې کوم ځانگړی بد نیت یې نه درلود بلکه یوازې یې د ځاني خبرتیا لپاره کولې خو ډیرۍ نورې له تاوه ډکې پوښتنې د خلق د ډیموکراتیک گوند د دواړو څانگو خلق او پرچم د پخوانیو غړو یا خواخوږو له پلوه په دې موخې راپورته کـﯦـدلې چې د هـﯦـوادوالو په منځ کې د شکمنیو او بې اعتمادیو اور ته لمن ووهي. ددغو پوښتنو په منځ کې لومړۍ بنسټیزه پوښتنه دا وه چې ولې دا سکالو له ۳۵ کالو وروسته په دومره تودوالي په داسې یوې شیبې کې راپورته کـﯦـږي، او په دې ټکي یې ټینگار کاوه چې ددې سکالو تر شا باید د کومې ځانگړې سیاسي ډلې او یا د ځانگړو سیاسي ډلو ټپلو لاس پروت وي، دویمه پوښتنه دا وه چې ولې یوازې او یوازې د خلق د ډیموکراتیک گوند جنایات یا په بلې وینا د خلقیانو او پرچمیانو د جنایاتو پر وړاندې دعدل غوښتنه کـﯦـږي او ولی د نورو هغو جنایاتو پوښتنه نه کـﯦـږي چې ان د دوی تر جنایاتو لا تور او نور کرغـﯦـړن جنایات دي چې د مجاهدینو د تنظیمونو او د طالبانو له خوا تر سره شوي دي؟

د شهیدانو لپار د عدل غوښتـنـې د غونډې غړو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې ویل: دا چې وروسته له ۳۵ کالو دا سکالو په دومره تودوالي راپورته کـﯦـږي لامل یې دا دی چې د خلق د ډیموکراتیک گوند جنایات په ځانگړې توگې ددغه گوند د حکومتي واکمني په لومړیو شلو میاشتو کې چې د خلقیانو پړاو وو د هـﯦـڅ افغان له سترگو پټ نه دي پاتې شوي خو پر وړاندې یې د عدل غوښتنې لپاره د یوه جدي گام اوچتول نه شي کولای قضايي دلیل ته لاره پرانـﯦـزي. هغوی ویل په دې اړوند د نړۍ والې بخښنې او د بشري حقونو د څار د سازمانونو له پلوه ایخوا دیخوا راپورونه خپاره شوي خو ډېرېو لاسوندونه په ډیریو برخو کې گزارشي بڼه درلودله چې نه شوای کـﯦـدای محکمې ته د یوه جرمي لاسوند په توگې وړاندې شي، مگذ دا دی د لومړي ځل لپاره د هالندي پولیسو له خوا یو رسمي لاسوند لاس ته راغلی چې د عدل غوښتنې لپاره ورباندې تمسک او تعصم کـﯦـدای شي او د حقوقي سندیت له اړخه د پام وړ گرځـﯦـدای شي. له همدې کبله ده چې دغه سکالو نن، له دومره اوږدو کلونو وروسته د عدل غوښتونکو لپاره په همدومره تودالي رامنځته کـﯦـږي.

دویمه پوښتـنه یعنې دا چې په پام کې نـﯦـول شوې یادغونډه ولې د نورو ډلو ټپلو لکه د مجاهدینو کرغـﯦـړن کړه وړه، د طالبانو ظلمونه، جنایتونه او خیانتونه او د کرزي د حکومت په تـﯦـرو ۱۲ کلونو کې تر سره شوي ولسي ضد کړه وړه او تـﯦـرغمالۍ نه یادوي او یوازې او یوازې په خلقیانو او پرچمیانو او په ځانگړې توگې په خلقیانو پسې یې پښې لوڅې کړې دي؟ ددې پوښتنې ځواب دا وو تر هغو چې په افغانستان کې یو رښتونی او د پرگنو او ولسونو د خوښې حکومت نه وي رامنځته شوی د دغو ټولو هـﯦـواد پلرو او خاﺌـیـنانو پر وړاندې د دعوی اقامه او عدل غوښتنه ناشونی کار دی له دې کبله په اوسنۍ شیبې کې د خلق د ډیموکراتیک گوند په ځانگړې توگې ددغه گوند د خلق د څانگې د جنایاتو پر وړاندې د عدل غوښتنې چورلـﯦـدل ددې لپاره دي چې د هغوی پر وړاندې مؤثق لاسوند په لاس کې دی. د غونډې غړو په دې ټکي ټینگار کاوه چې هر قاتل او جنایتکار که یو کس وي یا یوه ډله هرو مرو د خپلو کړو وړو ځواب ورکونکی دی، او هر چا چې هر څه کړي باید ذره په ذره او مثقال په مثقال د خپل چلند حساب ورکړي، که نن د خلقیانو د جنایاتو پر وړاندې د مؤثق سند په درلودلو د عدل غوښتنې پوښتنه پورته کـﯦـږي سبا ورځ به همداسې د مؤثق سند په درلودلو د مجاهد، طالب او تش په نامه ډیموکرات حکومت پر وړاندې هم د عدل غوښتنې غږ اوچتـﯦـږي،  خو هماغسې چې د شهیدانو لپاره دعدل غوښتونکو د غونډې د کاري سریزې په دریم اصل کې ویل شوي چې ددې غونډې غړې د شهیدانو یاد غونډه د خپلې ځانگړې موخې په روڼا کې تر سره کوي نو په اوسنۍ شـﯦـبې کې نه شي کولای د خلقیانو او پرچمیانو د اخلافو پر جنایاتو تمرکز وکړي.

په اوټاوا کې د ۱۳۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو د یاد غونډې د گډونوالو بنسټـیـز شعار

د ډیوې بلول او د بې کفنو شهیدانو د یاد درنښت:

د شهیدانو یاد غونډه په زښتې سړې هوا کې د تـﯦـرماسپښین په څلورو بجو چې ورځ کرارکرار تیاره کـﯦـدله تر دې شعار لاندې پیل شوه چې «له عدالت پرته سوله ناشونې ده». د کاناډا د پارلمان د ودانۍ په خلاص پراخ انگړ کې، ودانۍ ته د غځـﯦـدلو پوړیو په منځ کې د ۲۵۰ شهیدانو عکسونه اېښودل شوي ول چې ډیري یې د ۱۳۵۷- ۵۸ کلونو شهیدان ول او ډېـر لږ شمـﯦـر یې د خلق د ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ د وروستیو کلونو یو شمـﯦـر قربانیان ول. د عکسونو مخې ته یوازې شمعونه اېـښودل شوي ول چې تر دې دمه نه ول بل شوي او همدا شان تر عکسونو لاندې د لویو پلنو لرگینو پاڼو پر مخ د 5000 شمـﯦـره په لوی ډول په شمعو کښل شوې وه او د شهیدانو دډیوې د بلـﯦـدلو شیبو ته سترگې په لارې وې. د پوړیو په پاسنۍ برخې کې د افغانستان او کاناډا د بیرغونو تر منځ د ویناوالو لپاره دریز جوړ شوی وو چې د عدل غوښتونکو په ځانگړي سمبول ښکلی شوی وو. د غونډې د ځای په دواړو خواوو کې چې گډونوال په کې راټولـﯦـدل د شهیدانو خپاره شوي لستونه او زندانونو ته د هغوی د لیږد خپاره شوي  اوامر (د مرگ د احکامو مکتوبونه) په سرو پراډو کې نندارې ته وړاندې شوي ول. د غونډې گډونوال چې په منځ کې یې یو شمـﯦـر د شهیدانو عکسونه او یو شـمـﯦـر نورو یې شعارونه له ځانونو سره لـﯦـږدول د غونډې پرانسیتنې ته سترگې په لارې ول. غونډې ته د تورنتو ، مونتریـال، هملیتن او گویلف له ښارونو او د کاناډا له نورو لـﯦـرې نـﯦـږدې ښارونو څخه زموږ گڼ شمـﯦـر خوږمن او ویرجن هـﯦـوادوال راغلي ول. په یاد غونډې کې د راټولو شویو کسانو شمـﯦـره څو سوو تنو ته رسـﯦدله خو د هوا د سړښت له کبله د خپلو کورنیو له ماشومانو سره یو شمـﯦـر راغلو گډونوالو ونه شوای کولای تر اوږدې مودې پورې په پښو ودریږي او دې ته اړ ول چې د ځانونو د تودولو لپاره پارلمان ته په نـﯦـږدې شاو خوا کې لاړ شي. له همدې کبله ول چې د غونډې تر پایه پورې د گډونوالو تگ راتگ دوام درلود. د سي بي سي او آټاوا سټیزن په گډون د کاناډايي رسنیو خبریالانو او عکاسانو له غونډې څخه عکسونه اخیستل او خپل راپورونه یې چمتو کول.

غونډه د پتمن افغان ځوان علي میرزاد په وینا چې په پخو انگلیسي او فرانسوي لهجو یې خبرې کولې پرانـﯦـسـتـل شوه. له دې چې په غونډې کې ‍کاناډايي دوستانو او لوړپوړو کاناډايي چارواکو هم گډون درلود غوره وبلل شوه چې د ویناوالو خبرې باید په انگلیسي یا فرانسوي وي او که کوم وینا وال په پښتو یا دري خبرې کوي نو خبرې دې په هماغه شیبه ژوندۍ په انگلیسي هم وژباړل شي. ښاغلي میرزاد د غونډې په پرانـﯦـستـونکې وینا کې وویل چې د شهیدانو یاد غونډه او زموږ راټولـﯦـدنه دلته د غچ اخـﯦـستـنې په مفهوم نه بلکه ددې پیام رَسـَول دي چې زموږ شهیدان هـﯦـرشوي نه دي او هـﯦـڅکله به هم هـﯦـر نه شي. ښاغلي میرزاد زیاته کړه هغه غږ چې دا یاد غونډه یې راپورته کوي د هغې مور غږ دی چې خپل بچی یې له لاسه ورکړی دی، د هغې میرمنې غږ دی چې خپل خاوند یې له لاسه ورکړی دی، او د هغو ویرځپلو غږ دی چې غواړي هغه څه چې پر دوی باندې تـﯦـر شوي بیا دې هـﯦـڅکله تکرار نه شي.

1وروسته ددغو کرښو له لیکوال څخه غوښتنه وشوه چې د خلق د ډیموکراتیک گوند په لاس د رامنځته شویو کړاونو او فجایعو د تأریخي شالید په اړوند روڼا واچوم او هغه غوښتـنې په ډاگه کړم چې د کاناډا د پارلمان مخې ته یې همداسې یوه یاد غونډه د پلي کــﯦـدلو هـيـله لري. زما له وینا وروسته د شهید عبدالحمید ناصر زوی ښاغلي سید امین ناصر د خبرو لړۍ په لاس کې واخیسته چې پلار او ورور یې شهید سید عبدالهادي ناصر د خلق ډیموکراتیک گوند تیرغمالانو پوپنا کړي ول؛ نوموړي وویل دی نه یوازې د یوه شهید د زوی، نه یوازې دداسې یو چا په توگې چې خپل دوه وروڼه یې له لاسه ورکړي، نه یوازې د یوه افغان په نامه بلکه د یوه انسان په نامه د یوې مور، د یوې خور او د یوه ماشوم استازیتوب کوي چې د افغان په کوم ځانگړي ملیت پورې اړنه لري بلکه د ټولو افغانانو، که ویرجن پښتانه دي، که کړېدلي هزاره، که ربړېدلي تاجک دي که ځورېدلي وزبک او که نور ورونه قومونه دي، استازیتوب کوي او د هغوی په استازیتوب غواړي نور سکوت مات او د بې عدالتیو پر وړاندې مبارزه وکړي. ښاغلي ناصر وویل د شهیدانو د نوملړ له خپرېدو وروسته یې د هر شهید نوم یو په یو کرښه په کرښه او پاڼه په پاڼه پلټلی دی چې د خپل ورک پلار او ورور نومونه په کې راپیدا او له برخلیک څخه یې خبر شي؛ هغه وویل دلته دا کیسه یوازې زما کیسه نه ده بلکه د زرگونو ویرځپلو کورنیو کیسه ده چې زما په شان یې د خپلې کورنۍ د ورک شوي غړي نوم لټاوه او تر اوسه یې لټوي. ښاغلی ناصر د خلقیانو او پرچمیانو د بخښنې په اړوند وویل:  دی به یې یوازې هغه مهال وبخښي چې دوی ومني چې جفا او جنایت یې کړی او د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي. ښاغلی ناصر زیاته کړه چې موږ د شهیدانو کورنۍ غواړو چې د خلقیانو جنایت دې د بشریت پر وړاندې د جنایت په نامه په رسمیت و پـﯦـژندل شي او د هغو کسانو پر وړاندې دې عدالت پلی شي چې ددغه جنایت مستقیم عاملین دي، موږ ته دا د منلو وړ نه ده چې هغوی دې زموږ په شان آزاد ژوند وکړي او د خپلو کړو وړو سزا دې ونه ویني.

ورپسې د غونډې مـﯦــلمه پالانو پـﯦـغلې زهرا نیران او ښاغلي رشاد نظرزي چې دواړه یې د آټاوا د پوهنتون زدکړیالان ول او یوه یې په انگریزی ژبې او بل یې په پښتو ژبې غونډه چلوله، له ټاکل شویو رضاکارانو وغوښتل چې د شهیدانو د ارواحو په یاد او درنښت دې ډیوې (شمعې) بلې کړي. د غونډې گډونوالو او د شهیدانو د کورنیو غړو هم چې په لاسونو کې یې ډیوې درلودلې روښانه کړې او ورپسې د شهیدانو د ارواحو په درنښت د یوې دقیقې لپاره سکوت اعلان شو او ټولو گډونوالو په کې د گډون تر څنگ د شهیدانو ارواحو ته درودونه واستول. د یوې دقیقې سکوت له پای ته رسـﯦـدلو وروسته د هـﯦـواد نامتو او مبارز هنریـال ښاغلي ناتور رحماني د یو شمـﯦر زده کوونکو او زده کړیالانو په ملتیا هغه سرود ډالۍ کړ چې ده په خپله دغو په سرو وینو لژندو شهیدانو ته جوړ کړی وو، ددغه سرود په یوې برخې کې داسې راغلي دي:

سينه ها ماتم سرا است،  تا کنون                    درد ما، پيوندما، پيوند خون

تاجيک و اُزبک، هزاره، پشتون                    ننگ گویند بر غلامان زبون

د غونډې یو شمـﯦـر گډونوالو د سرود د بندونو سروکي (افغانستانِ باستان، افغانیان را آشیان) په گډه له سرودوالو سره په همغږۍ ویل او په دې توگې د سرود انگازې هرې خواته خپرېدلې چې د غبرگو غږونو سرود  ته یې لا نوره ښکلا وربخښله.

ورپسې د بشري حقونو په چارو کې یو تن حقوقپوه ښاغلي پال چمپ په نړۍ وال ډگر کې د عدالت په اړوند خپله وینا واوروله، نوموړي د خپلې وینا په یوې برخې کې وویل چې کاناډا د بشري حقونو نړۍ والو میثاقونو ته د پیوستون پر مهال ژمنه کړې او ددې ژمنې پر بنسټ کاناډا اخلاقي دنده لري چې په افغانستان کې ترسره شوي جنگي جنایات په رسمیت وپـﯦـژني او هغه جنگي مجرمین په نښه کړي چې په کاناډا کې یې په هوساینې ډډه وهلې ده، اړینه دا ده چې دوی دې تر پوښتنو گړویږونو لاندې ونیسي. نوموړي زیاته کړه له دې چې کاناډا په افغانستان کې د سولې د ساتنې لپاره د نړۍ والو ځواکونو په کتار کې دنده تر سره کړې نو نه یوازې د افغانستان په اړوند ژمنه لري بلکه اخلاقي دنده لري چې په دغه هـﯦـواد کې ترسره شوي جنایات د بشریت پر وړاندې د جنایت په نامه په رسمیت وپيژني. ښاغلي پال چمپ زیاته کړه چې د کاناډا له حکومته غواړي په افغانستان کې د بشریت پر وړاندې د جنایاتو د مستندولو لپاره د یوه څـﯦـړنـیـز نړۍ وال مرکز د جوړولو په لارې کې لومړنی مخکښ گام اوچت کاندي.

د ښاغلي پال چمپ له وینا وروسته د کاناډا ددولت د سترمخالف (نیو ډیموکرات) گوند د باندنیو چارو کره کتونکي او د کاناډا د پارلمان غړي ښاغلي پال دیوور چې د باندنیو چارو د منتظر وزیر دریز هم لري سره له دې چې د شهیدانو د یاد غونډې سمبالوونکو ته یې د خپلې وینا په اړوند مخکې له مخکې کومه خبرتیا نه وه ورکړې د غونډې میلمه پالو ته خبر ورکړ چې د خبرو کولو هوډ لري او د خبرو کولو اجازه یې وغوښتله. نوموړي وویل له هغو پـﯦـښـو څخه یوازې یوه میاشت مخکې  خبر شو چې نن یې ددرنښت په یاد افغان – کاناډایان دلته راټول شوي دي. نوموړي ژمنه وکړه چې دی به د پارلمان له نورو غړو سره د هغو ظلمونو په اړوند خبرې وکړي چې په تـﯦـرو ۳۵ کلونو کې په افغانستان کې تر سره شوي دي. نوموړي وویل کله چې یو چـﯦـرې د بشریت پر وړاندې جنایت تر سره کـﯦـږي نو د عدالت د پلي کولو لپاره باید کار وشي ځکه د عدالت له پلي کولو پرته سوله لاس ته نه شي راتلای، خو که څوک د عدالت د ټینگولو لپاره کار ونه کړي نو سوله به تر هغه مهاله ټینگه نه شي چې عدالت نه وي پلی شوی. ښاغلي پال دیوور وویل : ژمنه کوم چې تر خپل توان به په پارلمان کې په افغانستان کې د فجایعو د قربانیانو لپاره د عدالت د پلي کولو په لارې کې خپله وسعه وکاروي.

د پارلمان د غړي ښاغلي پال دیوور د وینا له پای وروسته د کډوالو او بشري حقونو په چارو کې حقوقپوه ښاغلي وارن کریتس چې یوه موده یې په افغانستان کې تـﯦـره کړې او د افغانستان له متأخر تأریخ سره آشنايي لري وینا وکړه، نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې وویل دا د منلو وړ نه ده چې د شمالي امریکا حکومتونه دې له یوې خوا د بشري حقونو د پلوي ډغرې ووهې او له بلې خوا دې په خپلې لمنې کې د بشري حقونو پر وړاندې د جنایاتو او فجایعو عاملینو ته ځای ورکړي. نوموړي د افغانستان د ولسي جرگې له پلوه هغه منل شوي قانون د نړۍ والو حقوقو خلاف وگاڼه چې د بشري حقونو ناقضینو او د بشریت پر وړاندې د جنایت عاملینو ته د بخښنې په ورکولو له عدلي تعقیب څخه معافـﯦږي.

ورپسې میرمنې ډاکټرې انیسه علي چې پلار او دوه وروڼه یې خلقي جلادانو ورڅخه اخیستي او د گویلف له ښاره د شهیدانو په یادغونډې کې د گډون لپاره راغلې وه خبرې وکړې او له هغو تیرغو او ظلمونو څخه یې یادونه وکړه چې ددې پر کورنۍ باندې تـﯦـر شوي ول؛ نوموړې، جنایتکارانو ته په نیغو خبرو کې وویل «که په دې گومان یاست چې د عدالت له منگولو تـښـتـﯦـدلای شئ دا کرښه به مو په ړندو سترگو لوستي وي، په دې خبر اوسئ چې په پای کې به عدالت یوه ورځ خپل ځای ومومي.»

د میرمن ډاکټرې انیسه علي له وینا وروسته میرمن زهرا محمدي د کاناډا د سنا د مجلس د غړې سناتورې مبینه جعفر غیر افغان مرستیالې او رالیږل شوې استازې د سناتورې پیغام ولوست. سناتورې مبینې جعفر په خپل پیغام کې په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ د راوستلو په لارې کې له خپلو هلو ځلو څخه د یادونې په ترڅ کې خپله خواشیني یاده کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د جنایاتو او فجایعو عاملین لا تر اوسه له سزا پرته ژوند کوي. نوموړې هـﯦـله وښودله چې دا ډول کسان دې ژر تر ژره په خپلې سزا ورسـﯦـږي.

د سناتوري مبینې جعفر په استازې پسې د بشري حقونو په چارو کې د حقوقپوه یاور حمید وار ورسـﯦـد او د وینا ددریز شا ته ودرېد. نوموړي له کاناډايي مقاماتو وغوښتل چې د شهیدانو د نوملړ د الونیا شویو کسانو سکالو دې د بشریت پر وړاندې د جنایت په نامه وپـﯦـژني. هغه وویل نه یوازې په پارلمان کې دې په دې اړوند وراشې وشي بلکه د عدالت د پلي کولو لپاره دې د نوموړو فجایعو په اړوند د لاسوندنو د ساتلو او راټولولو یو مرکز جوړ هم شي. نوموړي په دې اړوند د کاناډا له اخلاقي مکلفیت څخه هم یادونه وکړه.

ورپسې د شهیدانو غونډې ته د تورنتو له ښاره راغلي ښاغلي عبدالرحمن محمدي (چې د سناتورې مبینې جعفر له غیر افغان استازې، میرمن زهرا محمدي سره کومه اړیکه نه لري) د خپل فزیکي معلولیت له کبله په ارابه واله څوکې کې ناست وو خپله وینا واوروله او خبرې یې د پیغلې مهریه آریا له پلوه په انگلیسي وژباړل شوې. ښاغلی محمدي لس کلن وو چې پلار یې د خلقي جلادانو په لاس ووژل شو، څو کاله وروسته دده اته کلن ورور دده د مور تر مخ د روسي سرتـﯦـرو په لاس ووژل شو. ښاغلي محمدي د خپل پلار او ورور له درد او خپل خوږمن زړه څخه یادونه وکړه او د شهیدانو د غونډې له سمبالونکو او تابیا والو څخه یې  د کورودانۍ د ویلو تر څنگ  مننه وکړه.

د غونډې وروستـنی ویناوال د تورنتو له ښاره راغلی ښاغلی عبدالناصر وو چې د شهیدانو یاد غونډې ته د کاناډا د پارلمان د ودانۍ مخې ته د غږ اوچتولو لپاره راغلی وو. د ښاغلي عبدالناصر د اکا زوی چې د خلق د ډیموکراتیک گوند سړي تښتونکو لومړی تښتولی او بیا یې په شهادت رسولی وو د ۵۷ – ۵۸ کلونو په ترڅ کې د خلقي لوړپوړي چارواکي د بغلان د هغه مهال د والي محمد خان پیگیر له فجایعو څخه د یادونې په ترڅ کې وویل چې جنایتکاران په خپلو پښو د عدالت میز ته نه راځي دوی باید د عدالت میز ته راکش شي.

په پام کې وه چې د شهیدانو یادغونډه په شپږو بجو پای ته ورسـﯦـږي مگر د ویناوالو خبرې له ټاکلي وخت وړاندې وغـﯦـدلې، او د ښاغلي عبدالناصر د وینا له پای وروسته یوازې د پریکړه لیک د لوستلو لپاره وخت پاتې وو له دې کبله د وخت د لږوالي له کبله په آلمان کې د شهیدانو د ټولنې د بنسټ ایښودونکي ښاغلي راشد رستمي او له کاناډا دباندې له هغو همغږو بنسټونو څخه د مننې په ویلو بسنه وشوه چې غونډې ته یې خپل پیغامونه رالـﯦـږلي ول؛ په دې توگې د و خت لنډون ددې لامل شو چې رالـﯦـږل شوي پیغامونه له لوستلو بـﯦـرته پاتې شي.

د پارلمان د دروازې ټکول:

د یادغونډې په پای کې په انگلیسي او دري ژبو لیکل شوی پریکړه لیک د پیغلې لیلا یاري او پیغلې ناهید حسیني له پلوه ولوستل شو، د پریکړه لیک په یوې برخې کې د کاناډا له دولته د غوښتنو په ترڅ کې داسې ویل شوي دي :

«په دې یاد غونډې کې موږ راټول شوي افغان – کاناډایان او دوستان د کاناډا له حکومت او پارلمان څخه غواړو چې :

  1. په ۵۷ او ۵۸ کلونو کې د بې گناهانو ډله ییزې وژنې دې د بشریت پر وړاندې د جنایت په نامه په رسمیت وپـﯦـژني
  2. په افغانستان کې د خلق د ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ پر مهال د جنایاتو په تړاو دې د لاسوندونو د راټولولو او ساتلو او ددغو جنایاتو د عاملانو د پـﯦـژندلو لپاره د یوې نړۍ والې حقیقت پلټونکې ادارې په رامنځته کولو او نړۍ والې جنايي محکمې ته د هغوی په ارجاع کولو کې دې لومړنی مخکښ گام اوچت کړي.
  3. هغو کسانو ته د پناه په ورکولو او د مهاجرت لپاره د هغوی د غوښتـنـلیکونو په منلو کې دې له زښت ډیر غور او ځـيـروالي څخه کار واخلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او په جنایاتو د ښکـﯦـلوالي شک ورباندې شوی دی.
  4. د افغانستان پر دولت دې فشار واچوي چې په دغو جنایاتو کې شکمن کسان او د بشري حقونو ناقضین دې د دولت له څانگو و شړي او تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې دې ونـیسي او نور دې په افغانستان کې د انتقالي عدالت لړۍ نه ځنډوي؛
  5. له نړۍ والو سازمانونو او لویدیزو هـﯦـوادو دې وغواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناقضینو په تړاو دې هغه لاسوندونه خپاره کړي چې ددوی په لاس کې دي؛
  6. د ۵۷ او ۵۸ کلونو د وژنو ناتار دې د ملگرو ملتونو عمومي ټولنې ته ارجاع او له غړو هـﯦـوادو دې وغواړي چې دغه فجایع دې د ډله ییزو وژنو او د بشریت پر وړاندې د جنایت په نامه په رسمیت وپـﯦـژني؛ او
  7. موږ په نړۍ او په ځانگړې توگې افغانستان کې د سولې او امن د ټینگښت په لارې کې د کاناډا له پرله پسې هڅو څخه ملاتړ کو او هـﯦـله مند یو چې ددغو هڅو د دوام له لارې دې په راتلونکي کې په افغانستان کې د ورته پـﯦـښـو د تکرار مخنیوی وشي.

د غونډې په پای کې پتـیـيـل شوې وه چې د غونډې ټول برخوال به په گډه د پارلمان د دروازې پر لور ودرومي او پریکړه لیک به د کاناډا پارلمان ته وړاندې کړي خو اړوندو چارواکو د امنیتي ملحوظاتو او د اړوندو قواعدو او ضوابطو پر بنسټ غوښتنه وکړه چې یوازې د افغان کاناډايي ټولنې د برخوالو په استازیتوب دې څو تنه دا چاره تر سره کړي له دې کبله د نوموړې غوښتنې پر بنسټ د یوې افغان مور میرمن صدیقې شکوهمند په مشرتابه څوتنه د پارلمان د دروازې پر لور وخوځـﯦـدل. د میرمن شکوهمند د کورنۍ څو تنه غړي د خلقي جلادانو په لاس وژل شوي ول. میرمن صدیقې شکوهمند په سمبولیک ډول د پارلمان دروازه وټکوله او د دروازې له بل لوري د پارلمان غړي او د واکمن گوند لوړپوړي غړي ښاغلي رویال گلـيـپـو چې په ځانگړې توگې د افغان – کاناډایانو د پریکړه لیک د منلو لپاره د کاناډا د باندنیو چارو د وزیر ښاغلي جان بیرد په استازیتوب پارلمان ته راغلی وو د افغانستان د ۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو د یاد غونډې پریکړه لیک په رسمي ډول ومانه، د کاناډا د باندنیو چار وزیر ښاغلی جان بیرد ځکه غونډې ته نه وو راغلی چې نوموړی د نلسن منډیلا د جنازې په مراسمو کې د گډون لپاره سویلي افریقا ته تللی وو نو له دې کبله یې خپل استازی ښاغلي گلیپو رالیږلی وو.

د شهیدانو د یادغوندې د پریکړه لیک په لوستولو او د کاناډا پارلمان ته د پرېکړه لیک په سپارلو د ۱۳۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو یادغونډه پای ته ورسـﯦـدله. د مونتریـال او تورنتو له ښارونو راغلو خوږمنو گډونوالو په غونډې کې د خبرو کولو غوښتنه وکړه خو له دې چې مخکې له مخکې په دې برخې کې تفاهم نه وو شوی نو د ټاکلي وخت د لنډوالي له کبله له هغوی څخه بخښنه وغوښتـل شوه. همدا شان یو شمـﯦـر پیژندل شويو سیاسي ډلو لاپخوا هـﯦـله ښوولې وه چې د هغوی استازي به د وینا د دریز له شا د هغوی د همغږي پیامونه ولولي خو د غونډې د دریم اصل په پام کې نیولو چې د شهیدانو د یادغونډې غړي پرې په گډه سلا شوي ول له هغوی څخه په درنښت بخښنه وغوښتل شوه.

د ۱۳۵۷ – ۵۸ کلونو د شهیدانو په یاد غونډې کې راټولـﯦـدل چې تابیا او سمبالښت یې د شهیدانو د یادغونډې د غړو په هڅو او مټ تر لاس لاندې نـﯦـول شوې وه د هغې گډې همکارۍ، هملارۍ او د گډو زړونو او احساس ځلانده بـﯦـلگه ده چې ښايي دې ته ورته بله بـﯦـلگه د لږو افغان کړېو په منځ کې لـﯦـدل شوي وي. د شهیدانو  د یاد غونډې غړو چې تر دوه وو میاشتو مخکې یې له یو بل سره پـﯦـژندگلوي نه درلودله په زباد ورسوله چې که افغانان وغواړي له مذهبي، ژبنیو، قومي اوسیمه ییزو توپيرونو پرته په رښتوني صداقت له یو بل سره کار وکړي نو هرو مرو د بریا پولو ته رسیږي. د غونډې د غړو جوړښت او د هغوی گډ کار یو ځل بیا ددغه ځلانده حقیقت زیری ورکوي چې په افغانستان کې د مـﯦـشـتو پرگنو د گډ تأریخ کرښې او د اوسمهال او راتلونکې لپاره هـﯦـلې په ټینگه له یو بل سره اوبي؛ هماغسې چې شهیدان مو په یوه گور کې په گډه بیده دي په هماغه شان زموږ برخلیک هم له یو بل سره اوبدل شوی او یو دی. د عدل غوښتونکو د عدل غږ د ټولو لپاره دی او له دا ډول ورورۍ سره چې د عدل غوښتنې د غونډې د غړو گډ کار یې یوه بـﯦـلگه ده زموږ د جنت استوگنو شهیدانو پر شونډو باندې به له هماغه تلپاتې جنته زموږ د پلرني ټاټوبي د اوسني او راتلونکي نسل پر لور تلپاتې ځلانده موسکا هم غوړېدلې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *