د امریکا د نابالغې لوبې د پای وخت را ورسېد، ولسمشر کرزي ویلي؛ امریکا ورسره منلې، چې عسکر به یې د افغانانو کورونو ته نه ننوځي، خو د امنیتي تړون په اړه د دوو شرایطو له ډلې یو یې لا هم د جنجال ټکی دی.
د کورونو تالاشي او له افغان سولې سره د امریکا د مرستې تضمین هغه دوه لوی شرایط و، چې ولسمشر کرزي په کابل کې د مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د افغان لوري لخوا امریکا ته وړاندې کړل.
په ولسمشر کرزي د فشارونو په لړ کې امریکا هڅه لري زر تر زره دا تړون لاسلیک کړي، خو خبره د شرایطو منلو ته پاتې ده.
د امریکایي ځواکونو د اېستو اخطار، د ناټو د غړو هېوادونو ګواښونه، اقتصادي نا انډولتیا او ۹۰ یمې لسیزې ته د افغانستان د غورځولو راپورونه ټول د فشارونو له کڅوړې را توی شول.
د نومبر په ۲۵ د امریکا د ملي امنیت مشاورې سوزن راېس کابل ته د خپل سفر پرمهال د افغان لوري د غوښتنو په ځواب کې ویلي و، چې امریکا به له افغان سولې سره مرسته کوي او د افغانانو د کورونو له تالاشۍ به هم تېرېږي، خو هله چې دوه اړخیز امنیتي تړون ورسره لاسلیک شي.
امریکا لومړی د تړون لاسلیک غواړي، خو په مقابل کې یې افغانستان لومړی د شرایطو د عملي کولو په برخه کې د ژمنو لپاره له امریکا د تضمین غوښتونکی دی.
امریکا د ولسمشر کرزي شرایطو ته ډېره اماده نه ښکاري او ددې دوه اړخیز اعتماد د بحران په اړه هله هر څه سپین میدان ته راوتلل، چې ولسمشر کرزي د مشورتي لویې جرګې په ورځ په ښکاره وویل: امریکا په ما او زه په هغوی اعتماد نه لرم!
افغانستان د اعتماد پدې بحراني څپه کې هڅه لري له امریکا د افغان سولې په اړه تضمین ترلاسه کړي او دا په امریکا د اعتبار بایللو وروستی حد ښیي.
امریکا لپاره له نیمګړي افغان ماموریت د تېښتې امکان ځکه کم ښکاري، چې د امریکایي کانګرېس لخوا د افغان ماموریت لپاره تازه د ۸۰ ملیاردو ډالرو تصویب د کیسې لوری بدلوي.
د راپورونو په اساس په افغان جګړه کې د امریکا د مصارفو اندازه تر اوسه ۶۴۲ بیلیون ډالرو ته رسېږي، چې ښیي لا د امریکا نیمګړی ماموریت، د مصارفو اندازه او پاشلي اهداف سره ټولولو ته وخت شته او ترې تېښته له ناکامۍ پرته بله معنی نه لري.
د لویدیځ سیاستوال د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي دریځ او د امریکا د فشارونو هڅو ته د لوبې د پای اصطلاح کاروي او کرزي ته د یو هوښیار سیاستمدار لقب ورکوي.
د دوی دلیل دادی چې کرزي امریکا په هغه دوه لارې کې درولې، چې د ټولو ستړیو مسافرینو د سفر پای بېرته افغان ارګ ته لار وباسي.
د ټاکنو په اساس د واک نیولو لپاره امریکایي چارواکي مجبور دي د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، خو هله چې په کانګرېس کې ولسي استازي د افغان ماموریت غځول غواړي، نو حکومت ته یې له نیمګړي ماموریت تېښته له امکانه لرې ښکاري.
اوس که امریکا نیمګړی ماموریت تر شا پرېږدي ولس ته ځواب نه لري او د ناکامۍ تور داغ به په تندي وړي او که د افغانستان شرایطو ته غاړه ږدي، نو هغه ګیم پای ته رسېدونکی ښکاري، چې ریموټ یې له امریکا سره دی او د لوبې میدان یې افغانستان.
ددې ګیم جزیات د جیمز ډبنز له هغو څرګندونو سرچینه اخلي، چې له ولسمشر کرزي سره یې د امنیتي تړون په اړه په لیدنه کې څرګند کړي وو :((که سوله راشي، نو امریکا به په افغانستان کې څه کوي؟، که تړون لاسلیک نه شي د کورنۍ جګړې د پیلېدو خطر شته.))
ولسمشر کرزي له خبریالانو سره په پرونۍ لیدنه کې بیا وویل: امریکا یوازې هغه څوک خپل دښمن بولي، چې په سفارت او یا عسکرو یې برید وکړي، که ښوونځي سوځوي او یا افغانان وژني د دوی دښمنان نه دي.
که کیسه ټوله دا وي، نو هغه بریدګر به څوک ووژني، چې امریکا په افغانستان کې نه وي او د اوسنۍ جګړې دوه لوري (افغان او مخالف وسله وال) په میدان کې پاتې وي؟ بیا خو دې امریکا زر تر زره ووځي، چې بریدګرو ته نور د سپږې لپاره د پوستین د سوځولو دلیل پاتې نشي.
د جګړې ماهیت له دې نور څومره سپین شي، چې چاته هم پکې د ماهیانو د ښکار موقع پاتې نه وي؟ له افغان لوري سره ددې ګیم یا لوبې د ختمولو همدا وسیله پاتې چې امریکا باید د سولې تضمین وکړي. که داسې وشي، نو د افغانانو څلوېښت کلن ټپ ته به مناسب مرهم موندل شوی وي.
که امریکا د امنیتي تړون په اساس د لسو کالو د پاتې کېدو چانس پیدا کوي او سوله وشي، نو له لسو کالو وروسته به نه امریکا ته په افغانستان کې د غیر قانوني پاتې کېدو جواز په لاس کې پاتې وي او نه به وسله وال د خپلې مبارزې د غځولو چانس لري.
اوس که امریکا له سولې سره مرسته نه کوي او وسله وال د خپلې مبارزې د دوام لپاره د دوی د پاتې کېدو او وتو شرایط رامخ ته کوي، نو ټول څه ښکاره کېږي، چې روانه لوبه د چا لخوا ده، څوک یې پرمخ وړي او تر شا یې څه څوک دي؟
Dear Atal Sahib.
Well-done, you shoot the central point.