مجیب الرحمن محمودي
قلم مو مه اخلی کتاب مو راته مه سوځوﺉ
موږ به په خپله راولو خندا په خپلو شونډو
کابل ادبي بنډار دې تل ځلاند وي، چې د پوهنې د بڼ تنکیو ګلانو ته یې تر خپله توانه مینه ورکړې، نازولي یې دي او يو ځل بيا يې د لسګونو ماشومانو او نویو ځوانانو په شونډو موسکا را وسته.
لکه څرنګه، چې کابل ادبي بنډار مخکې هم د پوهنې د بڼ ګلونه نازولي وو، دا دي یو ځل بیا یې په خپله ۱۹ مه ادبي غونډه کې، چې د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د لېندۍ د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د غازي محمد جان خان په منځني ښوونځي کې جوړه شوې وه، د نوموړي ښوونځي او نیږدې سیمې ګڼ شمېر ممتاز زده کوونکي چې په لومړۍ، دویمه او دریمه درجه لوړو ټولګیو ته بریالي شوي وو، په ارزښتناکو ډالیو ونازول.
دغه غونډه د ښاغلي نصرت الله زیارمل په خواږه آواز کې د قرآنکریم په سپېڅلي تلاوت سره پیل شوه، د ستېج چارې یې حبیب وقار او محمودې تقوا په مخ وړلې، دغې غونډې ته ګڼ شمېر شاعران، لیکوال، ښوونکي، مخور او همدا رنګه د پنځمې ښوونیزې حوزې آمر محمود انورزی او نور مېلمانه هم راغلي وو، چې په غونډه کې په شعرونو، ترانو او خوږو خاطرو سربېره، ځینو ګډون کوونکو د علم او پوهې د ارزښت او هغې ته د ودې ورکولو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې.
د غازي محمد جان خان د منځني ښوونځي مدیر محمد رجب فاني د خپلو خبرو په ترڅ کې له ټولو هغو خلکو څخه مننه وکړه، چې د پوهنې په برخه کې یې مثبت ګامونه اخيستي دي، همدارنګه يې د نوموړي ښوونځي ځینې ستونزې په ګوته کړې، لکه د ښوونځي د ودانۍ نه لرل او همدا رنګه يې له شپږم ټولګي وروسته د درسي خونو د نه لرلو ستونزه یاده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د پوهنې وزارت په مرسته دې ولس او مسؤول مقامات د دغو ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي.
ورپسې د پنځمې ښوونیزې حوزې آمر ښاغلي محمود انورزي، چې له ورایه یې په مخ کې خوښي او خوشالي ښکارېده د غونډې ګډون والو ته خبرې وکړې، ده وویل، په دې وروستیو ۳۸ کلونو کې دومره نه یم خوشاله شوی لکه نن، چې په دغه غونډه کې خوشاله شوم، په زیاتو غونډو کې مې ګډون کړی، خو دومره خوند مې په بله غونډه کې نه دی لیدلی لکه نن ورځ، هغه ځکه چې په دې غونډه کې زموږ د هېواد هغه څوک ونازول شول، چې د هېواد راتلونکې تر دوی پورې تړلې ده د دوی خوږو ترانو او شعرونو ما ته یو خوږ احساس راکړ او زما ټولې ناهیلۍ یې یو ځل بیا د بري په لور سیخې کړې.
ده خپلې خبرې په یوه غوښتنه سره را لنډې کړې او ویې ویل: راځئ چې موږ ټول د خپل ژوند بنسټ داسې کېږدو، چې یا زده کوونکي و اوسو، یا ښوونکي او یا هم د هغوی مرستندوی، خو څلورم کس به له ځانه نه جوړوو، چې په هغې کې زموږ هلاکت دی. نوموړي همدارنګه د کابل ادبي بنډار له مسوولینو او مشرتابه څخه مننه وکړه چې د پوهنې له بهیر سره د مرستې له لارې یې یو لړ مثبتې کړنې په لاره اچولې دي.
په غونډه کې د پوهنې وزارت مطبوعاتي سلاکار ګل آغا احمدي هم لنډې او ارزښتناکې خبرې وکړې او د مثبت بدلون لپاره یې د ټولنې په پخه اراده ټینګار وکړ. همدارنګه نوموړي د سیمې وګړي و هڅول چې د خپلو بچیانو لپاره د پوهنیز بدلون په وسیله د روښانه راتلونکي لپاره هلې ځلې کوي. نوموړي همدارنګه د پوهنې د وزیر ښاغلي غلام فاروق وردګ لنډ پیغام او تاوده سلامونه بریالیو زده کوونکو، د ښوونځي مسؤولینو او د سیمې وګړو ته وړاندې کړل.
همدارنګه د غونډې څو نور ګډون کوونکي لکه زړګی وردګ، عبدالحلیم همت او ځینو نورو هم ارزښتناکې خبرې وکړې، ښاغلي همت د خپلو خبرو په اوږدو کې دغه بریالي زده کوونکي وستایل او دوی ته یې په خطاب کې وویل، چې نن په دغه غونډه کې څومره کسان برخه لري دوی ټول ستاسې په ویاړ راټول شوي دي، ځکه د هېواد راتلونکې تر تاسو پورې تړلې ده.
ورپسې د کابل ادبي بنډار او غازي محمد جان خان مېنې د خلکو لخوا بریالیو زده کوونکو ته جایزې او د غازي محمد جان خان د منځني ښوونځي د ادارې لخوا ستاینلیکونه ورکړل شول.
د يادولو وړ ده، چې د کابل ادبي بنډار او غازي محمد جان خان مېنې د خلکو لخوا د سیمې څو تنو مشرانو، یو شمېر تعلیمي مسؤلینو، د نوموړي ښوونځي مدیر او ښوونکو ته د دوی د روزنیزو اوښوونیزو هلو ځلو له امله ستاینلیکونه ورکړل شول.
د نوموړي ښوونځي ادارې او د غازي محمد جان خان مېنې اوسېدونکو د کابل ادبي بنډار څو تنه فعال او دایمي ګډون کوونکي هم د دوی د ادبي هڅو او نوښتونو له امله په ستاینلیکونو ونازول.
د ډالیو د وېشلو په پای کې د غازي محمد جان خان مېنې د اوسېدونکو او کابل ادبي بنډار لخوا د پنځمې ښوونیزې حوزې امر، د غازي محمد جان خان د منځني ښوونځي مدیر او یوه تن مشر ښوونکي ته د دوی د ښوونیزو او روزنیزو هلو ځلو له امله د عزت پګړۍ ور په سر شوې.
په دې هيله، چې هر وخت داسې غونډې ولرو؛ ترڅو مو زده کوونکي تشويق شي او خپلو زده کړو ته په پوره مينه دوام ورکړي. غونډه د یوې لنډې دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.
یاده دې وي چې د کابل ادبي بنډار د نولسمې غونډې په منځ منځ کې د شاعرانو او ماشومانو له لوري خواږه شعرونه هم زمزمه او د ګډونوالو له خوا په تودو چکچکو بدرګه شول.