د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله په اسیایي جام سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته روانه شوه
د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله له یو لړ اوږدمهاله او هراړخیزو تمریناتو وروسته په اسیایي جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
دغه سیالۍ چې د روان زیږدیز کال دسمبر په ۲۸ نیټه پیل کیږي، د هیواد ملي نولس کلنه لوبډله یې په ب ګروپ کې د خپلو سیالانو پر وړاندې لوبې تر سره کوي.
ملي نولس کلنه لوبډله په خورا مینه او شفقت په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد او د افغانستان کرکټ بورډ کارکونکو له لوري رخصت کړای شوه.
په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د ملي نولس کلنې لوبډلې لوبغاړو ته د سترې حوصلې او په زړه ورتیا سره د لوبې کولو ووییل. نوموړي دوی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکي ستوري وبلل او ددوی غوره لاسته راوړنې یې د هیواد کرکټ پر راتلونکي د مثبتو اغیزو سبب وبللې.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي نولس کلنې لوبډلې له تمریناتي بهیر څخه د ستاینې ترڅنګ ددوی چمتووالی او ددوی ستر هوډ وستایه. نوموړي ملي نولس کلنو لوبډلې ته په فکر او دقت سره د لوبې کولو نصیحت وکړ او دوی یې د افغانستان ملي لوبډلې راتلونکي ستوري وبلل.