باور ورځپاڼه: په نا امنۍ کې د کانونو د قاچاق مخنیوی څومره ممکن دی؟

  کله چې په افغانستان کې د نړیوالو د اقتصادي مرستو او همکاريو د بندښت یا کمښت خبره را منځته شوې، نو ډېر ځله افغان حکومت او ځیني شننونکي د هېواد په غرونو کې پرته بېلابېلو کانونو او کاني زېرمو ته د یوې بديلې لارې او یواځینۍ اقتصادي سرچینې په سترګه ګوري، خو لکه څرنګه چې ښکاري نا امنۍ د ځینو نورو ننګونو په څېر دې ملي شتمنۍ ته هم ستر ګواښونه پیدا کړي او ځینې قاچاق وړونکي او سیمه ییز زور واکي دغه ترځمکې لاندې سوداګرۍ ته ځير شوي دي، چې له دې اړخه خورا ښه عاید هم لري.

  د افغانستان د طبیعي زېرمو د څار شبکې په حواله ویل شوي، چې همدا اوسمهال په ټول هېواد کې په ۱۴۰۰ سیمو کې قرار دادی شرکتونه او ملکی وگړي په غیر قانوني ډول د کانونو په کیندنې بوخت دي، سرچینه همدا رنګه زیاتوي، چې د کابل په شاوخوا سیمو کې په ۷۱۰ سیمو کې د کانونو غیر قانوني کیندنه جریان لري، دې شبکې په وینا  چې په  ورته وخت  کې د سمنگان ولایت په ۳۸۶ سیمو کې ګڼ شمېر کانونه په غیرقانوني ډول کیندل کېږي.

   همدا اوس د هېواد په ډېرو سیمو کې چې د نا امنۍ له امله په کې دولتي حاکمیت کمزوری دی، ځینې سیمه ییز قوماندان او خپل سری وسله وال، په پټه  د کاني زېرمو سپړنه د ځان له پاره یو ښه عاید ګڼي او ګڼ کسان يې په دې برخه کې په کارګومارلي دي، چې له ساده ساختماني ډبرو نیولي تر قېمتو کاني ډبرو کې په لاس راوړي.

    د میدان وردګو ولایت د دایمیردادو ولسوالۍ اوسېدونکی سید اغا چې دهمدې ولسوالۍ د ګچو له کان څخه د ولايت مرکز ته د کچو ډبرې لېږدوي وايي، چې د ځيني کانونو قرار دادي شرکتونه هم ډېر ځله د قرار داد له اصولو پښه اړوي او ځینې داسې سیمه هم سپړي چې په قرار کې شاملې نه وي. هغه په دې اړه له باور سره په خبرو کې وویل: ” زموږ د ولایت په مرکز او د پولیسو په ځینو پوستو کې پولیس له د ګچو له موټرو له چلوونکو څخه پټې غیر قانوني پیسې اخلي او که چېرته يې ورنه کړو، نو موټر مو نه پرېږدي او بې ځایه راته مزاحمت کوي.”

د کابل پوهنتون د جیولوجي څانګې فارغ التحصیل انجنیر نورحمن چې اوسمهال د لوګر مسو عینکو په پروژه کې دنده لري وایي، افغانستان له کانونو ډک هېواد دی، چې ډېری کانونه يې نه دی استخراج شوي، که چېرته دولت غواړي د کانونو د وېستنې له لارې ملي اقتصاد پیاوړی کړي، نو په مخکې يې ګڼې ننګونې دي، چې دولت ددې کار ترسره کېدو ته نه پرېږدي.

   انجنیرنورحمن په دې اړه ملي باور ته وویل:”تر ټولو لوی عامل دادی چې افغانستان لا هم ددې توان نه لري، چې کانونه استخراج کړي، ځکه چې کانونه تر ټولو وړاندې یوې منظمې سروې ته اړتیا لري، بهرنۍ شرکت نه شي کولی چې هم سروې وکړي او هم کان استخراج کړي، وسایلو او مسلکی کسانو ته اړتیا ده، دویمه ستره ستونزه نا امني ده، همدې نا امنۍ ځینې خپل سرو افرادو ته ددې چانس ورکړی، چې په ځینو کانونو کې خپل سرې کیندنې وکړي، چې د دوی دا کار د معدن کیفیت ته ځکه زیان رسوي چې سپړنه يې غیر فنی او نا مسلکي ده.”

  سرچینه وایي، هغه شرکتونه چې د افغان دولت سره يې د ځیني کانونو د وېستنې په برخه کې قرار دادونه کړي، هم له فساده ډک دي، دده په وینا چې ډېر ځله د کان له ټاکلې ساحې نه تجاوز کوي او د قرار داد تر نامه لاندې په غیر قانوني ډول د نورو کاني موادو سپړنه کوي، چې دولت يې د مخنیوی توان نه لري او د چک یا امنیتی پوستو څخه د لاسلیک شوي قرار داد تر نوم لاندې تېرېږي او ګټه يې یوازې د قاچاق وړونکو جیبونو ته ځي.

   وړمه ورځ په کابل کې پر کانونو د څار یوې ادارې له خوا هم  د یوې خبري غونډې په ترڅ کې پر افغان حکومت باندې غږ وشو، چې د کانونو د قانوني کیندني له پاره لاره هواره کړي، ددې شبکې یوه مسوول څرګنده کړه، چې اوس هغه ۱۴۰۰ سیمې چې په کې د کانونو غیرقانوني کیندنه جریان لري، د دولت تر کنترول لاندې راغلې، خو څرګنده  یې کړه چې که دغه چېرته  دا بهیر همداسې دوام وکړي، نو یادې سیمې په هم په نا امنۍ واوړي.

  شبکې په خپلو څرګندونو کې همدارنګه ویلي وو، چې اوسمهال په هېواد کې هره میاشت له شپږو څخه تر اوو میلیونو ډالرو په ارزښت  د کرومایت، ذغالو او یو شمېر قیمتي ډبرو غیر قانوني کیندنې تر سره کېږي.  پر کانونو باندې د څار شبکې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د کانونو د کیندنې ټول غیرقانوني فعالیتونه ودروي او په هرو شپږو میاشتو کې دې د  کانونو د وضعیت په په اړه د یوه روښانه او رڼه رپوټ غوښتنه وکړي.

د افغانستان اساسي قانون ته په پام سره کانونه او نورې ترځمکه لاندې زېرمې دولتي ملکیت ګڼل کېږي، چې په شخصي ډول يې سپړنه او استخراج جواز نه لري، خو ډېر ځله همدا شخصي شپړنې او او استخراج چې په غیر فني ډول تر سره کېږي، ګڼې ستونزې جوړوي.

     انجنیر نورحمن یو ځل بیا په دې اړه وایي:” د کانونو په خپل سر کيندنې او قاچاق که له یوې خوا د کارګرو روغتیا او ژوند له ګواښ سره مخ کوي، نو له بلې خوا د کان کیفیت او جوړښت ته سخت زیان رسوي ، ځکه چې کار يې غیر مسلکي او غیر فني وي، کله یې که د قانوني او مسلکي کیدنې چانس برابر شي، نو کیندونکي له ستونزو سره مخ کوي او مواد یې بې کیفیته کېږي، د بېلګه په ډول د بدخشان ډېر لاجورد په بمونو او ډیناموټ الوزول کېږي، خو کله چې استخراج شي، نو په بهر کې يې بیه یو په دوه ځکه را لوېږي، چې د ګاڼو او نورو زېنتي توکو لپاره د توږلو پرمهال بې ځایه درز کوي.”

   همدا اوسمهال د افغانستان په ځینو سترو کانونونه لکه د لوګر مس عینک باندې د ځینو بهرنیو کمپنیو له خوا کار روان دی، چې په تر سره کېدو سره هم د افغانستان ملي اقتصاد ته ګټه رسيږي او هم ګڼو ځایي وګړو ته په کې د کار زمینه مساعده شوې ده، خو ډېره ځله امنيتي ننګونې او ګواښونه ددې وېره پیدا کوي، چې هسې نه په دې ډګر شته فرصتونه يو ځل بیا له لاسه ورکړل شي.

  د کانونو چارو ځینې پوهان په دې اند دي، چې په افغانستان کې د کاني زېرمو سره نږدې د پروسس کارخانو نه شتون هم ددې سبب شوی چې د افغانستان ډېری کاني توګه په خامه بڼه بهر ته صادر شي او ګټه يې هم خورا کمه وي، خو کچېرته له کانونو سره نږدې د سون توکو او پروسس فابریکې هم وجود ولري، نو هغه بیه چې له دې اړه د نورو جیبونو ته ځي هم په هېواد کې پاتې کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *