تاند- د نړیوالې دیموکراسۍ په نوم موسسې له لوري له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم په افغانستان کې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې له ګډون سره د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
نړیوالې دیموکراسۍ موسسې دا نظرېوښتنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له دوه نیم زره تنو سره د مرکو له لارې کړې او ویلي یې دي چې په سلو کې ۸۵ پوښتل شویو ورته ویلي چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکوي.
په سلو کې ۷۷ کسانو په عین حال کې، چې په انتخاباتو کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې، ویلي چې ناامني د انتخاباتو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی او په سلو کې ۴۶ نورو ویلي چې د انتخاباتو په ورځ امنیتي وضعیت د اټکل وړ نه دی.
جالبه دا ده چې یوازې په سلو کې ۹ پوښتل شویو باور درلود چې انتخابات به شفاف نه وي، ۴۸ فیصدو نورو ویلي چې انتخابات به تر یوه حده شفاف وي، ۱۴ فیصدو ویلي چې ټاکنې به پوره شفافې وي او ۲۸ فیصدو ویلي چې د شفافیت په اړه څه نه شي ویلی.
د نړیوالې دیموکراسۍ په نظرپوښتنه کې ۲۳ فیصدو پوښتل شویو کسانو ویلي چې افغانستان په سم لور روان دی ځکه چې د دوی په باور د بیارغونې چارې روانې دي او امنیت مخ پر ښه کېدو دی.
خو ۲۱ فیصدو پوښتل شویو کسانو ویلي چې د ناامنۍ، کمزورې حکومتولۍ او فساد له کبله افغانستان ناسم لور ته روان دی.