مرحوم خادم صاحب وایی:

خادم چې په ریښتیا څوک د ملک او د ملت شی

وطن یې پس له مرګه په مدفن د مزار فخر کوی

د کموننیزم او ډیموکراسي ترمینځ جګړه هغه څه وه چې نړۍ یې په دوو برخو ویشلې وه، او د قامونو ویش یې راټینګ کړی وه.

په کمونیزم باندي د ډیموکراسی بری او د بلاکونو د ړنګیدو وروسته ویش شوی قامونه بیرته سره یو ځای کیږي.

د نړۍ نوی نظم جوړیږي او نړۍ د اقتصادی مفاداتو په بنسټ په لویو او کوچنیو اتحادونو کی راټولیږي.

د بلې خوا تخنیکی وده په بیړه مخ په وړاندی روانه ده، او کمپیوټري سیسټمونه د نړی د مختلفو برخو ترمینځ واټنونه رالنډوي او د ننی اقتصادي بازار په انټرنیټ د کمپیوټری سیستم له لارې وده کوی. د جغرافیه یي پولو اهمیت کمیږي او قامی پولې راښکاره کیږي.

د نړۍ د ودې په دې پړاو کی هیڅ قام په ځانګړی توګه د خپلو مفاداتو دفاع، وده او پر مختګ نشی کولای، موجوده حالات د واشنګټن، کابل، اسلام اباد نه نوی سوچ او فکر غواړی.

چې خپل سیاست د منطقې سویې ته اوچت کړي او د منطقې د هغه قامونو سره چې شریک مفادات ورسره لري ګډ کار وکړي.

په اوسنی وخت کې د افغانستان، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان او د مرکزي اسیا نور هیوادونه چې ګډ اقتصادی مفادات لری.

دا د وخت تقاضا ده چې افغانستان ، د منځنۍ اسیا هیوادونه او پاکستان د اروپا د اتحادي په نومونو په یوه اقتصادي اتحاد کې راټول شي، او د مرکزی اسیا د نورو هیوادونو دپاره د غړیتوب دروازې خلاصی پریږدي.

د اروپا اتحاد هم لومړی د جرمنی او فرانسې ترمنځ د اقتصادی مفاداتو په بنیاد جوړشو او بیا وروسته پراخ شو.

په یویشتمی پیړی کې نړی د کلی په څیر را وټوکیده، دلته ملتونه او حکمتونه یو له بل سره ټړلی دي. د یو بل په اتکا دوی کولای شی خپلي ورځنی چاری په سیمه توګه په مخ بوځي

د نړی د صنعت مخکښ او دنولسمی او شممی پیړ تر ټولو ستره امپراتوری (لویه برتانیه) اوس د صنعتی توکیو سترواریدونکی هیواد ګڼل کیږي. او د جغرافیې له مخی اوس د نړی په ډیرو کوچنیو هیواونو کی شمیرل کیږي. یوویشتمه پیړی د علم، معلوماتی ټیکنالوژی او پرمختګ نړی ده.

دلته هغه هیوادونه خپلواک دی چهې په علم صنعت، اقتصادی پرمختګ، معلوماتی ټیکنالوژی کې له نورو هیوادونو څخه مخکښ وی. په یوویشتمه پیړی کی رسنی د ژوند په ټولو برخو کی د بحث وړ موضوع ګرځیدلی ده.

خپلواک هیوادونه غښتلی او پرمختللی رسنی لری، چې د خپل اړوند هیواد ملی ګټی تبلغوی او د هغوی لپاره په نړی واله کچه کلتوری، رسنیزه او ولسی ډیپلوماسي تر سره کوی.

په یوویشتمه پیړی کی هیواړونه باید د نورو هیوادونو د ملی ګټو په وړاندی تهدید وارد نکړی، بلکه په مثبت رقابت لاس پوری کړی او د علم، ټیکنالوژی، صنعت او پرمختګ له لاری رقابت وکړی.

One thought on “سیمه او افغانستان / حیدر سعادت جبارخیل”
  1. ستاسو د ډیری باارزښته لیکنی په دوام غواړم لږ لنډ معلومات د اروپا د ټولنی په باب او خصوصا هغوی ته چی پدی برخه کی اضافی معلوماتو ته ضرورت لری ، د تاند له لاری ګرانو هیواد والو ته وړاندی کړم:
    له دوهمی نړیوالی جګړی وروسته یو څو اروپایی هیوادونو هیله درلودله ترڅویو بل سره مرسته او همکاری وکړی او د بلی جګړی مخه ونیسی. له دی امله شپږو اروپایی هیوادونو په 1952 کال کی د ډبرو سکرو او فولادو ګډه اتحادیه تاسیس کړه ، ځکه چی فولاد او د ډبرو سکاره د نظامی صنایع لپاره مهم خام مواد ول. دوی کوشش وکړ چی له دی لاری د یوه هیواد د نظامی زراد خانی مخه ونیسی. دا اتحادیه د اروپا د ټولنی د تاسیس نه مخکی لومړنی مهم اقدام وو، په 1958 کال کی دا ټولنه نوره هم پراخه شوه ، نور تجارتی اموال ، سرمایه او خدمات هم پکی شامل شول او له همدی کال وروسته د اروپا د ګډ بازار په نوم یاده شوه. د اروپا په ګډ بازار کی د ژوند د چاپیریال ، کرنی او ترانسپورت مسایل هم شامل شول او په 1993 کی د اروپا ګډ بازار رسما د اروپا د اتحادیی یا ټولنی په نوم تبدیله شوه. له دی وروسته دی ټولنی د اروپا د ګډ خارجی سیاست لپاره هم خپلی هڅی سره منسجمی کړی. له دی ټولنی سره نور 15 هیوادونه یوځای شول چی اوس یی ټول تعداد 28 هیوادونو ته رسیږی او هغه عبارت دی له :
    آلمان ، اتریش، اسپانیا، استونیا، سلواکیا، انګلستان، سلوینیا، ایتالیا، ایرلیند، بلژیک ، بلغاریه، پرتګال ، چک ، دنمارک، رومانیا، سویدن، فرانسه ، فنلند، قبرس، کرویشیا، لاتویا، لیتوانیا، لوکزامبورګ ، پولند، مالتا، هنګری ، هالند او یونان.
    باید ووایو چی د اروپایی ټولنی د عضویت لپاره 5 هیوادونه رسما نامزد او خپل غوښتنلیکونه یی وړاندی کړی دی چی هر یو ترکیه ، آیسلند، مونتنګرو، صربستان او مقدونیه دی.
    د اروپا اتحادیه کوم رسمی پلازمینه یا پایتخت نه لری او د هغی ارګانونه تیت او پراګنده دی. اما عملی یا دفګتو پایتخت یی په بروکسل کی دی ځکه چی د اروپا کمیسیون او د وزیرانو شورا دلته واقع دی او دلته خپلی جلسی دایروی. له 2004 کال نه را پدیخوا د اروپا د پارلمان وړی غونډی هم په بروکسل کی جوړیږی. اما د اروپا د پارلمان رسمی مرکز د فرانسی په ستراسبورګ کی جوړیږی او 12 اونۍ دوام کوی. د اروپا د شورا او د بشر د حقوقو مرکز هم دلته په ستراسبورګ کی واقع دی. چی دا وروستی دوه یاد شوی سازمانونه د اروپا له اتحادیی نه جدا دی.
    د اروپا د محکمی ، د پارلمان سکرتریت او د اروپایی سرمایه ګذاری بانک مرکزونه په لوکزامبورګ کی دی.
    یورو د اروپا د ټولنی د اقتصادی وحدت او یوالی سمبول دی چی له 2002 کال راپدی خوا په 12 هیوادونو کی رسما په چلند کی ده چی د اروپا د سیاسی یوالی ته لاره هواروی. حضرت بریال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *