د دې لیکنې لیکوال (ښاغلي سمون تصمیم) په هند کې د ارواپوهنې ماستري اخیستې او د ارواپوهنې په برخه کې ستاسو پوښتنو ته په تاند کې ځواب وايي. که د رواني یا نفسیاتي ستونزو په اړه پوښتنه لرئ، په دې پته ([email protected]) یې راولېږئ چې ښاغلی تصمیم ځواب درکړي.

—————————————————-

سلامونه او احترامات ډاکټر ښاغلی سمون تصمیم صاحب هيله لرم چې روغ جوړ او خوشحال  به ياست او ژوند به مو په کاميابۍ په مخ روان وي

ښاغليه زه يو ستونزه لرم خو نه پوهيږم چې رواني ستونزه ورته ووايم او که بل څه نوم ورکړم خو په هر حال ستونزه مې دا ده چې ما ته په ډيره وړه خبره هم ژړا راځي هغه داسې چې که څوک راته يو د غوصې خبره وکړي او منت راته وکړي نو ژړا راځي او او حتا چې که څوک راته د همدردۍ خبره هم وکړي ژړا راځي مقصد مې د خبرې دا دې چې که څوک راسره همدردي ښکاره کړي ژړا راځي

مننه

شکرالله ناصري

ستاسو د ځواب په طمعه

د ارواپوه ښاغلي تصمیم ځواب

د محترم ورو شکرالله ناصری په ځواب کې:
ګرانه وروره، سره لدې چې ستا لیکل شوي معلومات د یو جامع تشخیص لپاره کافي نه وو، خو بیا هم د هغه څه په رڼا کې چې تاسې ذکر کړي ویلای شم چې ستاسي ستونزی ته په ارواپوهنه کې اضطراب واېي.
اضطراب د ویرونکو او نا امنو پېښو پر وړاندې د بدن خپل کاری یا اتوماتیک غبرګون دی. هرکله چې انسان ځان د خطر سره مواجه وګڼي، ځان د فشار لاندی و مومي او یا هم د یو ستونزمن موقعیت سره لاس او ګریوان اوسي اضطراب ورته پیدا کیږي. د اضطراب ډولونه ډیر دي په همدې دلیل د هر شخص لپاره ېي تشخیص په خاص ډول سرته رسیږي خو ددی لپاره چې تر یو حده وکولای شئ د ځان سره مرسته وکړئ وړاندیزونه به په دوه برخو کې درته وړاندې کړم.
د خپلو منفي افکار بدلول:
–       خپل منفي افکار په یو کاغذ، تخته، خپل کمپیوټر او یا بل داسی شي چې تاسې تری استفاده کوئ ولیکئ. د منفی افکارو لیکل ددی باعث کرځي چې وکولائ شئ ژر ېي هیر کړئ او مثبتو افکارو ته په ذهن کې رشد ورکړئ.
–       د ستونزی د ځیړلو لپاره وخت وټاکئ، یعنې په هره ورځ کې یوڅه وخت د خپلو ستونزو په اړوند فکر کولو ته وټاکئ، په ټاکل شوي وخت کې ددې کوښښ مه کوئ چې د ستونزو د حل په اړوند فکر وکړئ بلکه د ستونزې په اړوند فکر وکړئ او زیر شئ چې ستونزه موڅه ډول ستونزه ده او څه شی ددی ستونزې د رامنځ ته کیدو باعث ګرځي.
–       ځان ته قناعت ورکړئ چې هرڅه د انسان په خوښه نه شي کیدلای. انسان نشي کولای هرڅه کنترول کړي نو مناسبه لار به دا وي چې خپل غبرګون کنترول کړي او حساسیتونه له منځه یوسي.
په ځان پام ساتل:
–       د ځان د آرامول د تخنیکونو څخه کټه واخلئ. داسي تخنیکونه شته چې ستاسی په آرامښت کې به درسره کومک وکړي. دا تخنیکونه ډیر ډولونه لري لکه، د ژوري سا اخیستنی تخنیک، د تعمق یا (Meditation) تخنیک، د تفکر یا (Mindfulness) تخنیک او نور مشهور تخنیکونه لکه یوګا څخه ګټه اخیستی شئ. دا تخنیکونه به تاسی سره د خپل بدن د غبرګون په کنترولولو کې ډیره مرسته وکړي.
–       یو مناسب غذايي رژیم ونیسئ، د سهار غذا مو مه هیروئ او د ورځې په اوږدو کې ځان وږی مه ساتئ. ولږه په وينه کې د ضروری موادو د کمښت سبب کرځي او دا وضعیت د اضطراب د زیاتیدو لپاره زمینه مساعدوي.
–       مناسب ورزش انتخاب کړئ او په منظم ډول ېي اجرا کړئ. ورزش د ډیرو رواني ستونزو د کمښت سبب کرځي او ددی لپاره چې د رواني اړخه آرامه اوسئ نو هره ورځ د ۳۰ دقیقو لپاره ورزش وګړئ.
د یادولو وړ ده چې دا ډول رواني ستونزی تر یو حده د شخص په خپل کوښښ سره حل کیدای شي خو که شخص ونشي کولای خپله ستونزه حل کړي باید یو مسلکې ارواپوه ته مراجعه وکړي. رواني ستونزی او د هغو حل مسلکي ارواپوه ته اړتیا لري. که ستونزه مو د ذکر شوو لارو څخه په ګټه اخیستنی سره هم حل نه شي نو د مسلکي ارواپوه سره وګورئ.
په دې هیله چې په وضعیت کې مو تغییر راشي او د ستونزی نه مو ژر تر ژره خلاصی و مومی.
مننه.

One thought on “په وړه خبره ژړا راځي/ د ارواپوه سمون تصمیم ځواب”
  1. ډاکټر صاحب له وخت راکولو مو يو جهان مننه زه په کوشش وکړم چې ستاسو هدايت عملي کړم ډيـــــــــــــــــره مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *