د شارجه کرکټ میدان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یواځینی ۲۰ اوریزې لوبې کې پاکستان له افغانستانه په ډیرې سختۍ لوبه وګټله.
د لوبې په پیل کې افغانستان پچه وګټله او د لومړي توپ وهنې پریکړه يې وکړه. افغانستان په لومړیو ۲۰ اورونو کې ۱۳۷ منډې جوړې کړې.
په اخري اور کې پاکستان ۶ منډو ته په ۶ بالونو اړتیا درلوده، که څه هم دولت ښه بال وکړ خو د یو نو بال او یو وایډ بال له امله د پاکستان لوري ته ۲ منډې هسې اضافه شوې، چې له همدې سره پاکستان لوبه په اخري بال وګټله.
د لوبي په پای کي د پاکستان کپتان محمد حفیظ د لوبي غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغانستان لوبډلې که څه هم لوبه وبایلله، خو د کرکټ کارپوهانو په اند يې لوبه نه ده بایللې. پاکستان په کرکټ کې یو قوي هېواد دی او شاو خوا ۶۰ کاله پخوا یې کرکټ ته مخه کړې، چې يو ځل يې ۵۰ اوريز نړيوال جام او يو ځل د شل اوريز نړيوال جام ګټونکې دی، چې د دې په پرتله افغان لوبډله د تېرو ۱۱ کلونو راهیسې لوبه کوي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان پخواني تېز توپ اچوونکي شعیب اختر د رسنيو سره خبرو کې پاکستان ته پېغور ورکړ او زياته يې کړه چې د لوبې اصلي کټونکي افغانان دي.
همدا راز وسيم اکرم د پاکستان پخوانی لوبډلمشر وايي، که پاکستان يو افريدي لري د افغانستان ۱۱ واړه لوبغاړي افريديان دي.
افغان لوبډلې کرکټ د پېښور د مهاجرت کمپونو په کوڅو کې زده کړی او پاکستاني لوبغاړي منظم لوبغالي او تکړه کوچونه لري.
دواړه لوبډلې په هيڅ صورت سره د پرتلې وړ نه دي. افغانستان لوبه بایللې نه، بلکې ګټلې ده.