استاد شپون د تاند په کرونده کې کال وسر موچۍ کرلې دي. مازیګر خپرندویې ټولنې په دې وروستیو کې د موچیو ځاله خپره کړې ده.

کتاب ښار په خپلې همېشنۍ زړورتیا د موچیو ځالې ته لاس وروړي او هڅه کوي چې د استاد موچۍ یو ځل بیا را وپاروي.

دوستانو ته بلنه ورکوو چې نن سې شنبه د جدي دریمه د ماسپښین په دوه نیمو بجو له موږ سره یو ځای د موچیو د ځالې مخکتنه وکړي.

د مطبوعاتو ملګرو ته هم د زړه له کومي بلنه ورکوو چې راشي او که له لاسه یې کېږي له سرو موچیو څخه هم په کافي اندازه شات واخلي.

مننه

ځواب دلته پرېږدئ