د کرکټ آسیایي شورا د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته د سیمي په کچه د بهترینې ادارې لقب ورکړ.

د کرکټ اسیایي شورا پرمختیایي چارو مسئول اقبال سکندر چې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې یې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له چارو او د تیر کال له فعالیتونو څخه د نویو پلانونو په بدرګه لیدنه کوله، له هراړخیزې ارزونې وروسته یې دغه اداره د سیمې په کچه د کرکټ له غوره ادارو څخه یاده کړه او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له ټولو فعالیتونو یې ستاینه او ځانګړې مننه وکړه.

ددغې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د تیر کال فعالیتونو لنډ راپور ترڅنګ نوموړي ته د افغانستان کرکټ پرمختلونکي بهیر بشپړه ننداره د راتلونکو پلانونو له هراړخیز پریزنټیشن سره ورته وړاندې کړه.

سربیره پردې، نوموړي د سرپټې اکاډمۍ او میلمستون له رغنیزو چارو هم لیدنه وکړه او د دغې ادارې ټولې هغه هلې ځلې چې په هیواد کې یې د کرکټ پرمختیا لپاره کوي، بې سارې وبللې. همداراز نوموړي د ویډیوانالیزم کورس څخه فارغ شویو ګډنوالو کورنۍ وظیفه او ورکړل شوې پروژې هم وڅارلې او دوی ته یې اړینې مشورې ورکړې.
ښاغلي سکندر له افغانستان څخه د تلو پرمهال په اداري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ اداره د ستایلو وړ وبلله او دغه اداره یې د سیمې په کچه د کرکټ له غوره ادارو څخه یاده کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د اقبال سکندر له لیدنې او د کرکټ آسیایي شورا له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د نوموړي له هغې وینا چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره د سیمې په کچه له غوره ادارو څخه یادیږي، خوښي څرګنده کړه. نوموړي ووییل چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره اوس په ریښتیا هم د سیمې په کچه له غوره ادارو څخه ګڼل کیږي او د بهترۍ په درشل کې دغه هلې ځلې به په راتلونکو کلونو کې تر ډیرې لوړې کچې ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *