تاند- د طلوع تلویزیون له لوري د عبدالله عبدالله په ګټه وروستۍ سروې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر یو شمېرکاندیدانو بده لګېدلې ده او له هغې سره یې مخالفت ښکاره کړی دی.

د ولسمشرۍ د کاندید ګل اغا شېرزي مرستیال سید حسین عالمي بلخي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دا ډول سروې ګانې د انتخاباتو د قانون او د رسنیو د صولو خلاف دي.

ښاغلي بلخي د طلوع په سروې کې حقیقت د پوښتنې وړ وباله او ویې ویل، د دې سروې په خاطر یې، چې تر انتخاباتي کمپاین وړاندې شوې ده، لویې څارنوالۍ ته شکایت لېږلی دی.

د طلوع تلویزیون په وروستۍ نظرپوښتنه کې تر ۵۲ فیصدو زیاتو پوښتل شویو کسانو عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ لپاره مناسب بللی دی.

تر دې پخوا هم د دغه تلویزیون په نظرپوښتنه کې عبدالله عبدالله تر ټولو زیاتې رایې ګټلې وې.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه حلیم فدايي د طلوع تلویزیون پر سروې نیوکې بې ځایه وبللې، ویې ویل چې دا د هر چا او هرې رسنۍ مدني حق دی چې خپل کاندید ته د عامه ذهنیت د وراړولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د ښاغلي فدايي په وینا نور کاندیدان دې هم د خپلو اړوندو رسنیو په وسیله د خلکو د ذهنیت د بدلولو لپاره د طلوع په شان د ځان لپاره تبیلغات وکړي.

11 thoughts on “د عبدالله عبدالله په ګټه د سروې په اړه ضد ونقیض نظرونه”
  1. حكيم فدايي دي نظر بوشتني ته د تبليغاتو نوم وركري نو خبره مالومه سوه سي دا نظر بوشتنه نه ده صرف يوه خاص كانديد ته تبليغات دي ….كنه تول به دي شه بوهيكو سي غوا توره شيدي سبيني …. به دنشت

  2. زه خو ډاکټر صاحب عبد الله عبد الله ته په والله حیران یم دومره په ټيټه سویه سره سیاست کوي چي بیخی د خندا ډک زما یی تیره دوره نه هیریږی ډاکټر صاحب عبدالله په تیره دوره ټاکنو کې ځان د پښتون په نامه و ښودلو دوه معاونین یی یو تاجک او بل هم هزاره و ښودلو خو دا ځل یی ځان تاجک و ښودلو نوم یی را نه هیر شو هغه هزاره او بله هم انجینر خان محمد یی پښتون و ښودلو او بله دا چې په دی هیواد کې سریښ خولی سیاست نه شی لوبولی د حامد کرزي په شان سیاست مداران باید و اوسیږی خو دا سروي ما ته هم له یولوري ښکاره شوه او د منلو وړ نه ده زه د هیچا پلوي نه کوم خو ډاکټر صاحب عبد الله ته می دا مشوره ده چې دا وطن بیله فضا لری بیله هوا لری بیلې اوبه لری ولاړ شه اول خو نه کامیابیږی او که الله مه کړی کامیاب هم شې نه یی شی کوي
    مننه

  3. ښکاره خبره ده چی طلوع دعبدالله اوعطامحمد نوررسنی ده نوچی دوی دعبدالله په ګټه تبلیغات ونکړی نوڅوک به یی کوی دغه تلویزیون اوهمدارنګه ځینی نور تلویزیونی کانالونه لکه یک تلویزیون،نور تلویزیون ،هشت صبح ورځپانه اوداسی نوری رسنی دپیل له لومړیو ورځوڅخه دوی خاص اوخاص پرته له پښتنو نورو قومونوته ترجیح ورکوی اویوازی په ټاکنیز بهیر کی نه بلکه په نوروپروګرامونوکی هم هڅه کوی ترڅوپښتانه په یو ډول نه یو ډول وګواښی

  4. Magar fedayeee sab pa de na pohigi chi de Hoot de miasti la 15 na makhki har dawl compaighn ghair e qanoni da? Hase be zaya dazi ma kawa qanon wagura Fedayeee gyla!!!

  5. ډاکټر عبدالله تر جرمي څیړنو لاندي

    د بينوا پاڼه دي وکتل شي چي عبدلله عبدلله په رښتيا سره مجرم ندي

    د بېنوا ویبپاڼي یادونه:

    دا لیکنه زموږ یوې همکاري ف، س خور پښتو کړې ده. سره ددې چي ځیني ګرامري خبري پکښي سته خو د وخت سره په تړلي ارزښت، ددې وړ ده چي درسره شیریکه یې کړو.

    د عکسونو او سندونود کتلوپه چاره کي به کلیک کول مرسته درسره وکړي.

    د ګراني خورکۍ څخه په مننه

    راحله جواد

    ژباړه: د افغان حقیقت نامه ویبپانی څخه:
    http://afghanfactsheet.blogspot.com/2013/12/dr-abdullah-abdullah-under-criminal.html?spref=fb

    د خپلي ښځي د وژلو طرحه او ناکامي:

    د افغان حقیقت پاڼه، پس له څو میاشیتی څیړنو، د معلوماتو یو مخزن یی د ډاکټر عبد الله د جرمی قضیی په هکله وموندل. په دی ورستیو کی یوه فرانسوی معتبره مجله د
    [Le Nouvel Observateur] په نوم، په ۵ دسمبر د ۲۰۱۳ کال د ډاکټر عبدالله به هکله یوه مقاله خپره کړه چی د ده جرمی فعالیتونه، دوه مخی څیره چی په ماهرانه ډول د خلکو څخه پټ ساتل شوی وو، بربنډه کړه.
    د جرمی اتهاماتو په بهیر کی د ډاکټر عبد الله د ښځی لخوا اتهام پاڼی د افغانستان د مستقل بشری حقونو اداری او لویی څارنوالی کی هم ثبت شول. دواړی اداری په خپل وار سره ډاکټر عبدالله احضاروی، مخکی لدی هم په هغه ټولوبیان شوی اتهامونو باندی اقرار کړی وو. په سیستم او رهبری کی د سیاسی ارادی نشتوالی، د سیاستوالو غټی جرمی دوسیی یی د عدلی او قضایی څیړنی او تعقیب څخه معاف کړی دی، او هر ډول تعقیب یی تقریبآ ناشونی کړی دی.
    نو ځکه ډاکټر عبدالله خپل د دولتی او سیاسی اثر څخه په ناوړی استفادی سره، سیما سمر د بشری حقونو د مستقلی اداری مشره، اسحاق الکو د لوی څارنوالی رییس او محلی رسنی یی خاموشه کړه.
    دوه کاله تریږی، عبدالله ظاهرآ ډیر مغروره او مطمینه او په مزو کی ژوند تیروی او ډاډه دی چی هیڅ ډول عدلی مآخذی لاندی به رانشی. په داسی یو ضعیفه او د قانون د حاکیمت نشتوالی او د جرمی سیاسی شبکی په درلودلو سره چی د هرډول قضیی د عدلی او قضایی تعقیب په مخ کی خڼډ وی، نو ډاکټر عبد لله د یو مؤدبه او با اخلاقه کرکتر اکټونه کوی. د ډاکټر عبدالله تیره اوږدمهاله دوری ته په کتلو سره چی د بشری حقونو، عدالت او د قانون تطبیق یی په پوره بیباکی سره تیر کړی دی، او چی بیاهم په بی شرمی سره غواړی چی د ۲۰۱۴ کالی د ولسمشری د چوکی لپاره سیالی وکړی، د انسان دماغ د کاره غورځوی.
    دا ټول د افغانستان د خلکو او نړیوالوته چی د خپلی وینی او سرمایی په بیه غواړی چی په افغانستان د ښځو حقوق، د قانون حاکمیت او دعدالت د ټینګوالی لپاره کار وکړی، یو د خطر زنګ دی.

    د یو واده شوی نارینه ښکار او د مینی اظهار:

    ډاکټر عبد الله، د بهرنیو چارو وزارت وزیر، د ۲۰۱۰ د اپریل په میاشت کی ښکلی فرانسی ته سفر کوی، اصلی موخه یی خپلی داوږدی طرحی آخری هدف پوره کول دی، یعنی غواړی چی هغی ښایستی، تعلیم یافتی، دپلوماتی پیغلی سره چی ورسره د کلونو راهیسی غیرمشروع روابط درولودل، واده وکړی. په افغانستان کی یو رسم دی چی د واده لپاره باید د انجلی پلار اومور سره خبری وشی او د دوی موافقت ترلاسه شی. نو ځکه ډاکټر عبدالله فرانسی ته سفر کوی چیرته چی د مریم نجف کورنی اوسیږی. دی هغی ته د مینی او محبت اظهار کوی، او د تزرع او زاری سره ورو ورو غواړی دوی آماده کړی، چی خپل د لور لاس ده ته ورکړی. مګر ډاکټر عبدالله مخکی له مخکی پوهیدل چی څنګه د دوی اعتماد ترلاسه کړی او څنګه دوی راضی کړی، او پوره تیاری ورته کړی وه. ډاکټر عبدالله د فخریی( د عبدالله زړی ښځی) په هکله خبری کوی اوپه داسی حال کی چی د فشار لاندی دی زیاتوی «دا یو سمبولیک او سیاسی واده وو چی پر ما باندی تحمیل شو» خو په دی کی ناکامه کیږی. او وایی چی نور د دوی په مینځ هیڅ ډول اړیکی نشته
    ، عبدالله اطمینان ورکوی چی ما په تیرو څو کلونو کی د هغی څخه جلا ژوند کړی دی او ادعا کوی چی زه به یی حتمی طلاقه هم کړمه.
    د ۲۰۱۱ د اپریل په میاشت کی د مریم نجف سره په محرمه توګه د نکاح تعبیه په دبی کی کوی، چیرته چی دنکاح د ارکانو د پوره کولو لپاره خپل دوه اعتمادی دوستان هریو «عبدالله مجدید او عبدلرحیم هاشمی» د شاهدانو په صفت او یو ملا سره د « ملا یاسین » په نامه دعوتوی چی نکاح ترسره کړی.

    د ډاکټر عبدالله مخفی نکاح خپله د ده شخصیت ضعف او بد اخلاقی ښکارندوی ده. او سر بیره پردی، نکاح ته بی حرمتی کول اود خپل غیراخلاقی اعمالو ترسره کولو لپاره دغه مقدس نوم څخه سؤ استفاده کول لویه ګناه ده، چیرته چی د پاک قران آیتونه د دوو انسانانو د یو ځای کیدلو په خاطر په پوی مقدسه طریقی سره د خدای په حضور کی قرایت کیږی. یواځی یو اخلاقی ناروغ د ښځی او کوچنیانو خاوند، په یو فریبکارانه قصد او طرز باندی غواړی چی دا مسله د خپلی ښځی او ماشومانو څخه پت وساتی. د یوی پیغلی د ژوند او عزت سره لوبه وکړی، او ملګری یی ورته د یو بزنس په سترګه وګوری.

    د جرمونو پټول:

    د نکاح تړل او او طلاق ورکول یو عادی اجتماعی روال دی، چی که د دوه بالغو جوړو په مینځ کی د هوکړی په بنیاد وی. مګر د مریم په فضیه کی، موضوع نوره یوه اجتماعی مسله نده، دا یوه جرمی قضیه ده، ډاکټر عبدالله په بی شرمی سره د خشونت او تهدید او ډار څخه کار اخیستی دی( مستقیم د مرګ ګواښ، او روانی جسمی تهدید د استخباراتو پخوانی رییس ( امرالله صالح) لخوا او تهدید آمیزه تلیفونی اړیکی) چی مریم خاموشه کړی او بالاخر د دی سبب وګرځی چی په زوره د وطن څخه تعبید کړای شی. عبدالله په هر قیمت حاضر وو چی دغه اخلاقی رسوایی او جرمی عمل خاموشه کړی چی د خلکو غوږونو ته ونه رسیږی. ترڅو وکولای شی خپل دغه تقلبی څیره او تش په نامه معزز شخصیت د عوامو لپاره وساتی. دی خپل د سیاسی موقف څخه په ناوړی آستفادی سره او قانون د بایپاس ( کناره کول) او د اداری د مراتبو سلسلی د طی کولو پوسیله یوه جعلی طلاق پاڼه د جعلی شاهدانو پوسیله د مریم نجف په نامه تیاره کړی او دافغانستان د ستری محکمی څخه صادر کړی….

    علاوتآ، د بشری حقونو اداره او لوی څارنوالی د ډاکټر عبدالله څخه ټولی تصریح شوی اتهاماتو اقرار اخلی او په نا معلومو دلایلو قضایی تعقیب یی نه کیږی. په حقیقت کی د مریم نجف د عدلی ارګانونو د تلو مخنیوی کیږی.
    تر ننه پوری، عبدالله د مریم وسایل ساتلی دی( کالی،پیسی او زیورات او کور). ده د مسلمان په حیث د مریم د جهیز او مهر د واپسی په هکله هم بیباکی کړی دی،چی باید د طلاق وروسته مسترد شوی وای.

    بالاخره عبدالله به په محکمه کی حاضر شی، د فرانسی محکمه ډیر به جدی توګه دا قضیه تر تعقیب لاندی نیولی ده. د افغانستان د بشری حقونو مستقله اداره او قضایی سیستم هم متاسفانه د خپلو فرضونه په اجرا کی پاتی راغلی دی، چی د مریم حقوق او په زرهاوونور خلکو، په ځانګړی توګه دښځو د حقوق د تر لاسه کول لپاره کار وکړی، دوی د ورځنی تهدیدونو څخه رڼځ وړی.

    مینه یو واده شوی سړی تباه کوی:

    د ډاکټر عبدلله لمړنی لیدنه د مریم نجف سره په ۲۰۰۳م کی وشوه. دا لیدنه دده په رسمی سفر کی چی فرانسه ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه چی د یونسکو په یو کانفرنس کی یی ونډه اخیستل، ترسه کیږی. عبدالله همیشه د مریم په یاد کی وو، او غوښتل یی چی هر ګړی ورته تلیفونونه وکړی. دغه ښایسته مریمی په ۲۰۰۴ د نړیوال اړیکو او دپلوماسی د ددګری په درلودلو سره د کرزی د افتصادی مشاورانو په تیم کی شامله شوه چی د افغانستان د ملی انکشاف پروژی باندی یی کار وکړی. پس له دی چی مریم خپلی ډنډی په کامبابه توګه تمامه کړله، په ۲۰۰۶ کال کی هغی ته د ملګرو ملتونو دایمی ماموریت د لمړی سکرتری د دنډی وړاندیز وشوه. ډاکټر عبدالله چی دخپلی دندی څخه( د بهرنیو چارو وزیر) په حیث څو میاشت پس د کرزی لخوا ګوښه کړای شول. اوس نو ډاکټر عبدالله خپلو تلیفونی اړیکو ته زور ورکوی، ډیر حرفوی عمل کوی او د اعتماد د ایجاد کوښښ کوی، د خپل زړی ښځی څخه شکایتونه کوی، او د خپل لمړی واده اومشکلات یی خبری کوی، د فخریی سره د ناسازګاری او د مشکلاتو به هکله هم ډیر خبری کوی، او په تدریجی ډول تلیفونی اړیکی دیریږی.

    په ۲۰۰۹ م کال که د ولسمشری انتخاباتو مخکی مریم ته بلنه ورکوی چی کابل ته راشی او د انتخاباتی کامپاین کی ورسره مرسته وکړی. مریم موافقه کوی او د هغه وروسته عبدالله ورسره خپل د مینی اظهار کوی. د ډاکټر عبدالله د مینی چټک اظهار مریم ډیر متحیره کوی، او په ځواب کی ورته وایی « زه نه غواړم چی د یو واده شوی نارینه کور وران کړم، علاوتا زه د هغو انجونو څخه نه یمه چی په غیر مشروع ارتباط کی د چاسره ژوند وکړم» عبدالله په ځواب کی وایی « زه فکر کوم چی دا ما درته په تیرو کلونو کی په ډاګه کړی ده چی زه خپل ښځی څخه جلا ژوند کوم او زمو طلاق هم حتمی دی». زه ستاسره مینه کوم او غواړم چی واده درسره وکړم.
    د ۲۰۱۰ کل د اپریل په میاشت ډاکټر عبدالله فرانسی ته ځی ترڅو د مریم د کورنی څخه د دی لاس وغواړی ( مرکه…) بالاخره دی د مریم کورنی راضی کوی، د ۲۰۱۱ په اپریل کی ډاکټر عبدالله په پټه او محرمه توګه د مریم سره په دبی کی واده کوی چیرته چی یواځی د مریمی کورنی او د عبدالله دوه نږدی دوستان حاضر ول.

    د واده د مراسمو وروسته عبدالله مریم ته وایی چی کابل لار شو، عبدالله ورته یو کور او د سکیورتی لپاره د خپلو شخصی محافظانو څخه څو تنه ورکوی. کله چی دوی په قلعه فتح الله کی ژوند کول،نو عبدالله ورک وو او بیریدل چی ګوا کی خلکو ته د ده د پټ واده په هکله پته ولګیږی. کله چی عبدالله بهر ته سفر کول، نو بیا شاپنګ ته زور ورکول، او مریم یی ځان د جذبول پخاطر یی په زرهاو دالره پ ښایسته هوتلونو او ګران کالی او وسایل په رانیول سره لګول. بالاخره عبدالله ورور ورور خپل اصلی څیره ښکاره کوله او د شرابو په څښولو باندی د حقایقو په ویلو شروع کول. خپل د ښځی په هکله او د یران سره د نا ماتیدونکی اربتاطاتو په هکله خبری کولی، عبدالله په بهرنی سفرونو که یواځی د مریم سره خوشحاله وو چی یو سوال یی پیدا کیدل چی په هغه وخت کی یی جواب نه موندل کیدل. د خپل میړه په تآکید سره مریمی په کابل په یواځی او په ډیر مشکلاتو سره د خلکو څخه لری ژوند کوله. د عبدالله بیره د قضیی د افشا کیدو څخه فشارونه په مریم باندی نور هم ډیرول. هغی یی د خپلو همکاروانو او دوستانو څخه لیری ساتله. مریم ټولی ورځی یی د یو نوی ژوند د شروع په هیله تیروله . عبدالله د شپی ساعاتونه یی په تلیفونی خبرو ورسره تیرول چی قانع یی کړی چی «زه د طلاق په نهایی کولو باندی کار کوم» عبدالله د ۲۰۱۱ د جون میاشت ته انتظار وو او ویل یی « چی فخریه په طلاق راصی شوی ده او ډیر ژر د ماشومانو سره لندن ته ځی».

    مــــــــزاحمت:

    د عبدلله د نوی واده خبر د عبدالله د یو پخوانی اندیوالی (فرشته حضرتی) چی په سویدن کی اوسیږی، په وسیله فخریی ته رسیږی. د ۲۰۱۱ کال د جون به ۳۰ فخریه مریم ته تلیفون کوی او په طعنه آمیزه ډول ورته د واده مبارکی وایی. ددغی تلیفونی اړیکی په جریان کی ډاکټر عبدالله تلیفون را اخلی او خپل نوی ناوی ته وایی چی عاجل زما د کارته پروان کور ته راشه. د عبدلله دا غیر معمولی ږغ او د زړی ښځی خاموشی چی ورته په څنګ کی ولاړه وه، او دغه نامناسبه خواهش چی په نیمه شپه کی د دوی کورته درراتګ غوښتل، مریم په ډیر غیر عادی او مشکل وضعیت سره مخامخ کیږی. دیو مزاحمت احساس او د بیری احساس سره مریم ځان ډیر یواځی احساسوی. د عبدالله پر له پسی تآکید چی « که ته زما ښځه یی نو اوس دستی زموږ کورته راشه» پر مریم باندی ډباوو نور هم زیاتوی. دا یوه قاطع امر وو. مریم د یوی غیر عادی راتلونکی او برخلیک په انتظار وه. عبدلله په هغه نیمه شپه کی یو موټر سره د دوه بادیګاردانو او د ده یو وراره د مریم د راوستلو پسی استوی.
    کله چی مریم هلته رسیږی، ځان په یو تهدیدی وضعیت که چی د عبدالله د ساتونکو پوسیله چاپیره شوه ده مومی.
    کله چی مریم کور ته د ننه کیږی، عبدلله، ښځه یی فخریه،لور یی لیلی،ورور یی، او زوم یا اخښی یی د شا په حویلی کی ناست وه. مریم روغبړ کوی او دوی ته لاس ورکولو هڅه کوی، هیڅ څوک ورسره لاس نه ورکوی په شمول د عبدالله او په بی احترامی سره عکس العمل ښیی، په استثناد هغه اخشی.
    پس لدی چی مریم کښینی، عبدالله خپل بیانیه په قهر سره شروع کوی، مخکی له نورو څخه، « د لمړی ځل لپاره زه رښتیا وایم« ما اجبارآ د مریم سره واده وکړ، او هغه وعدی چی ما ورسره کړی دی، درواغ دی» په عین وخت کی زړی ښخی د مریم په تحقیر او توهین شروع کړه، او هغی ته یی بد اتهامونه ولګول، او بیایی مخ عبدالله ته واړول او امر یی وکړ چی هغه نوری خبری هم ورته ووایه. عبدلله مخ مریم ته اړوی او ورته وایی « طلاق او دری واری تکراروی». بیا ښځی عبدالله ته وایی چی ورته ووایه « سر د ننه تا زما د خور او مور پرځای یی» او عبدالله دغه جمله هم په ریږدنده ادا تکراروی. دوی هغه حقیقت چی عبدالله د کلونو راهیسی مریم هڅوی، او فرانسی ته د مرکی لباره ځی، د نظره غورځوی. له بده مرغه، د افغانی کلتور ته نه درناوی، دقرآن سره مخالفت، او د ضعیفی ښځینه قربانی متهمول په هفه بدکاری چی قدرتمنده نارینه مرتکب شوی دی.
    هغوی مریم یی تهدید کړی دی چی د افغانستان څخه ووځی او که یوه خبره په دی هکله چیرته وکړی نو بیا به یی خپل او د کورنی ژوند په خطر کی وی.
    مریم د عبدالله اعتماد د لاسه ورکوی او خپل ژوند په خطر کی وینی. لمړنی کار چی کوی ور خلاصوی او په منډه خپل د یو دوست کور ته ورځی او پناه اخلی، ژر مریم هغه ته وایی ما خوشی کړه ځکه د عبدالله د انتقام خطره موجوده ده، او په سرینا هوتل کی ځای نیسی.

    څو ورځی وروسته یو تلیفون ورته راځی او وایی د افغانستان استخباراتو رییس ( امرالله صالح؟؟؟) غواړی درسره وګوری. عبدالله خپل ډیر نږدی دوست او اعتمادی سړی استوی، هغه د استخباراتو رییس دی چی د هغی سره ملاقات وکړی، په هغه ملاقات کی، د مامورینو سلوک کاملآ غیر اخلاقی وه چی مریم خپل په ژوندکی نه وه ورسره مخ شوی. دی د نورو تهیدونو په لړ کی وایی « ته چی شی غواړی، څومره پیسی غواړی چی خپل مرداره خوله بنده کړی او خپل په کار پسی لاره شی؟ ته نور د عبدالله ښځه نه یی، ته طلاقه شوی یی، تا باید دغه د خولی طلاق قبوله کړی، ته بل انتخاب نلری». وروسته بیا کوښښ کوی چی آرام یی کړی او وایی « ته لا تر اوسه ځوانه یی، خپل د راتلونکی په هکله فکر وکړه، حتی که ته د دغه قضیی تعقیب هم وکړی، نو څوک با دا جدی ونه نیسی، د دریو میاشتو په د ننه کی، ستا دعوی به د غور وړ نه وی. نه غواړم هغه غټ خطر چی ته ورسره مخامخ کیږی، درته یادکړم… ډاکټر عبدالله ضرورت نلری چی تاته د طلاق ددلیلونو سپیناوی وکړی. او ته هم حق نلری چی د سبب او دلیل پوښتنه وکړی. ته باید دا بدون له کوم شرطه قبوله کړی، که ته محکمی ته او رسنیو ته ولاړه شی، دا به ستا ستره غلطی په ژوند کی وی، که ته دبل یو جنګسالار ښځه وای اوسی به دی سر د مرمیو څخه ډک وای، او هیڅ څوک به هم ستا مړی نشوای پیداکولی، ته پوهیږی چی ته ډیر بختوره یی» پس لدی چی تهدیدونه او اخطارونه یی ورکړی، هغه خپل آخرنی اتهام وارد کړ او آخرنی آخطار یی صادره کړه « که موږ په دی پوه شولو چی ته د کوم خارجی استخباراتو د یو ماموریت لپاره چی ډاکټر عبدالله بد نامه کړی، راغلی یی ته به د ډیر سختو عواقبو سره مخامخ شی». په راتلونکی ساعتونو کی، د مریم مبایل ته مختلفو تلیفونونه راتله او ویلی یی چی ستاپه مخ کی به تیزاب وشندو، او په تابه تجاوز وکړو او خځلو کی به دی واچوو، او حتی مور یی هم یو تلیفون ترلاسه کوی چی ورته ویل کیږی، خبل لورته اجازه مه ورکوه چی افغانستان ته راشی کنه نه وژل کیږی… او داسی نور.

    د استخباراتو رییس ( امرالله صالح) مریم یو واری بیا رااحضاروی، « څومره پیسی غواړی چی خپل خوله خاموشه کړی؟ مریم دخطر د موجودیت سربیره وایی هیڅ شی نه غواړم، زما عزت او عفت د خرڅلاو لپاره ندی، تا یو لویه غلطه قضاوت کړی دی» مریم ملاقات څخه په قهر وځی او دی ( امرالله صالح) ورته ناری کوی چی «ته باید افغانستان پریږدی دا خبره دیاده وباسی».

    اقـــــــــــــرار:

    مریم د کابل څخه ووتله په دی ویره چی ژوند به یی به خطر وی، او کیدای سی په فرانسه کی هم تعقیب شی او کورنی ته هم خطر متوجه شی، لمړی نیویارک ته پرواز وکړه. پس له دوه میاشتو خپل قانونی دعوا شروع کوی، خپل د دعوا په دوسیه کی، خپل دعوا د بشری حقونو ریاست او لوی څارنوالی ته وړاندی کوی، ټوله هغه کامل اسناد، ثبوتونه او شواهد د تحقیق لپاره ورسره یو ځای کوی، دواړی اداری داکټر عبدالله احضاروی او په اول کی ډاکټر د واده، د تهیدونو، او د تصریح شوی اتهامونو اقرار کوی او منی یی، او وایی چی زه معذرت غواړم… او تعهد کوی چی یو رسمی طلاق پانه په ورته جوړه کړی… او د مریم ټول وسایل او پیسی به بیرته ورته واپسی کړی، جهیز به یی واپس شی او هغه کور چی یی په جهیز کی په کابل کی ورکړی وو… دواړی اداری د قانون په پلی کولو کی ناکامی شوی، خپل اصول یی د نظره وغورځوله، هغه شیان چی ځینی انتظار کیدله رد کړه.

    د مسوولیت پذیرو ارګانونو کمی ترڅو دا د خشونت قضیی تعقیبی کړی، مرتکبین آزاده ګرځی اومزی کوی او قربانیان تښتی او وطن پریږدی، د خلکو اعتماد په حکومت باندی نشته، و د نړیوالو څخه متنفر دی، دا ټول خشونت او تجاوز د ښځو په مقابل کی کیږی او دوی ورته صرف ګوری او بس…
    د ولسمشری کاندید عبدالله نه یواځی خپل قانونی او اسلامی مسوولیت ندی ادا کړی، په مقابل کی خپل د نورو تش په نامه ساسی نخبه ګانو په وسیله آوازه خپره کړه ده چی ګوا کی مریم ته د جهز په حساب ۱۰ ملیونه ډالره ورکړی دی.
    مریم د او مشکلاتو او تهدیدونو د موجودیت تصدیق کوی، مګر دا شیان نشی کولای چی مریم د فرانسی ته د بیرته تګ مخنیوی وکړی. د د غی قضیی د مخته بیولو په خاطر ځان ته یو وکیل د « ویلیام باردن» په نامه ټاکی. ترڅو وکولای شی د فرانسی په محکمه کی پر عبدالله حمله وکړی. عبدالله د افغانستان د فرانسی پخوانی سفیر زلمی حقانی چی د ده د لاسی سړی دی، په ذریعه یو وکیل مدافع د « رینیری» په نامه استخداموی چی د ډاکټر عبدالله

    © http://www.benawa.com/fullstory.php?id=58005#ixzz2oUwv0VMY

  6. Abdulla kheilo kho tol umer pe doko aw chalwato teyr kerhai dai.
    Pe jawedan.com key pe online pol key Ashaf Ghani 52% aw Abdulla 38% rai akhistey wey, kho pe bela wraz chey waraghlem hartse ye sarchapa kerhi woo. De Ashraf Ghai 38% kerhei wey aw de Abdulla ye pe doka 52% kerhrey wey.
    Afghan ules bayad hoshiaar osi aw de dasey qulabi aw dokaye serweygano de tasir landey ra ne shi aw pe qate jedyat ye bayad mekha wenisi.

  7. په دی کی هیځ د حیرانتیا خبره نشته. زما په ګومان چی ډاکټر عبدالله اوس هم په دغه سروی کی ناکامه شویدی. هغه په دی چی مونږ ټولو ته معلومه ده چی د طلوع تلویزیون ټول سروکار د غیری پښتنی وګړو سره دی. او که دا ټول پوښتنه هم په غیر پښتنی سیمو کی د تل په ځیر صورت نیولی وی بیا خو نو دوه پنځوس فیصده د ډبل عبدالله ناکامی ښکاره کوی

  8. بلطفا برایشان رای ندهید اګر هر کدام شما به یک خانواده این قصه شرمناک این بی ناموس لعنتی را بګویید در هر خانواده ده نفر خبر میشود و به این مرد کثیف حیوان صفت رای نمیدهند. اینها همه دزد هستند. دزد دارایی مردم، دزد عزت و شرافت مردم و حتی دزد ناموس خود هستند. من به صفت یک افغان از هر افغان جداګانه میخواهم تا یک بار هم که شده درست فکرکنند و رای دقیق بدهند. ما ضرورت به داکتر چشم نداریم داکتری که سالهاست داکتری هم نکرده و از مسلک خود هم دور مانده و فقط به عیاشی و چشم سفیدی مصروف بوده است. ما به داکتر اقتصاد ضرورت داریم که افغانستان را آباد کند، لطفا به هر کس بګویید که افغانستان به رییس جمهور اقتصاد دان مثل اشرف غنی ضرورت دارد نه به دووس های مثل عبدالله عبدالله
    با احترام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *