افغانستان د نړۍ د سیاستونو یو داسې چورلیز ګرځېدلی دی، چې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د هرې لویې، وړې مسئلې موافقت او مخالفت له همدې ځایه د ډغرو او ټکرو میدان ته راوځي.

امریکا، برتانیه، عرب او د سیمې هېوادونه ټول د خپلو منافعو جګړه په همدې کانال کې ځغلوي او دغې سیاسي رنګا رنګۍ خبره دومره سره وشاربله چې اصلاً د افغانستان د امنیتي کړکېچ د حل لاره او عوامل یې له خلکو ورک کړي دي.

د افغانستان په اړه د امریکا او برتانیې ژر ژر بدلیدونکي سیاستونه ددې څرګندوی دي، چې دلته له ترهګرۍ سره جګړه یوازې تر یوه عنوانه پورې منحصره ده او د پردې تر شا د ځواک ننداره او د افغانستان د طبیعي شتمنیو د استخراج مسئله پر مخ وړل کېږي، چې دې کار نړېوال خصوصاً امریکا او برتانیه یو پر بل شکمن کړي دي او دغه شک ددې باعث شوی چې یو د بل پښې ووهي او د ډرامې شوټنګ دلته تر سره شي.

د افغانستان د جنګ او سولې په اړه ډول ډول نظرونه ورکړل شول، چې هر یوه یی موسمي بڼه درلوده او پایله کې خبره په نور نور څه تمامه شوه، ځینې په دې اند دي، چې افغانستان د عربو او امریکایانو د فرمایشاتو قرباني شوی دی، چې نني او پروني تحولات یې ښې بېلګې دي، ځیني نور په دې باور دي چې افغانستان د ګاوندیانو د خواهشاتو قرباني شوی دی او ځینې نور یې بیا پړه پر افغان قیادت ور اچوي.

په عمومي باور دریم نظر نسبتاً عام دی، ځکه چې زموږ قیادتونو په خپل افغاني چاپیریال کې وده نه ده کړې او دلته د قیادت او واکمنۍ تږي تر دمګړۍ پورې د سوچه افغاني فکر خاوندان نه دي، سرونه افغاني دي، خو ماغزه پکې امریکایي، برتانوي، پاکستاني او ایراني پراته دي، چې طبعاً فکر هم د هماغو لوریو د منافعو په اړه کوي نه د افغانستان په اړه، نو په داسې ګڼو انحطاطاتو کې د افغانستان برخلیک د باد پکې حیثیت غوره کړی چې څرخ یې په یوه ځای استقرار نه کوي.

خو تر ټولو مهمه پکې داده، چې افغانستان د امریکا او کابل د ټولټاکنو د فرمایشاتو قرباني شوی دی، دلته همېشه خلکو ته د ټاکنو د رارسېدو پرمهال یو شین څراغ بلېږي او کله کله خو ددې لپاره چې د لویدیزو هېوادونو ټاکنې رانږدې شي، نو خبره خو بمباریو او جعلي اتلولیو ته برابره شي، چې پکې په خواږه خوب وېده نهه کلن معصوم بچی په توده بړستن کې د مور په غېږ کې وژل کېږي او فلم یې د ټاکنو د کمپیاین په موخه یوټیوب او نورو انټرنیټي سرچینو ته ورکول کېږي.

اوس چې بیا په کابل کې ټاکنو ته  کم وخت پاتې، افغانستان یو وار بیا د شنو او سرو څراغونو مخې ته ولاړ دی، خو دا ځل ددې څراغونو رڼا بې توازنه ده او تر ډېره خلک ډارېدلي او مار خوړلي دي نو د شرایطو په تحلیل یې یو څه سر خلاص شوی او په یوه نیمه پالیسۍ باندې یې د نېوکې صلاحیت موندلی دی، موږ که د باټو او درواغجنو تبلیغاتو راتېر شو، نو حقیقت خو په واقعیت کې ډېر بوږنونکی دی، د هېواد امنیتي شرایط ورځ تر بلې له بدو بدتریږي او له دا حالت دومره بې خونده لوري ته ور روان دی چې له یوې مخې یې له خلکو سره اندېښنې پنځولې دي.

د افغانستان ټولو ولایتونو کې بلا استثنا د ورانکارو او طالب پلوه کسانو نفوذ مخ په ډېرېدو دی او څرګنده نښه یې داده چې په ولسونو کې طالبانو دومره واک تر لاسه کړی چې په سپینه ورځ په سپین میدان کې د خلکو پر وړاندې محاکمه دایروي او پرېکړه عملي کوي، مګر نه ورباندې د دولت لاس بر دی چې مخه یې ونیسي او نه هم د افغان حکومت د بهرنیو ملاتړو.

که خبره هر څومره په خفا کې تېره کړو بیا هم اړ یو چې یوې او بلې حادثې او سیمې ته نغوته وکړو، ځکه پرته له دې به خبره بابیزه وګڼل شي.

د مالوماتو له مخې همدا اوس د کابل په خواو شا کې واقع ولایتونو کې له دولته د طالبانو اثر او رسوخ ډېر دی. که موږ میدان وردک، لوګر، کاپیسا، غزني او یا هم کلیدي ولایتونه لکه ننګرهار، کندهار، شمال کې فاریاب، سرپل، جوزجان، هلمند، هرات، نیمروز، بادغیس، بدخشان، هرات، تخار، کندز او داسې نورو ته ځېر شو نو په یادو سیمو کې هم طالبان تر پخوا لا پسې پیاوړي شوي دي او د هر ډول لویې، وړې پېښې د رامنځ ته کولو توان او تابیا لري، نو په داسې یو بې سرو سامانه صورتحال کې خلکو ته پوښتنې پیدا کېږي چې په افغانستان کې د دولسو کلونو را پدېخوا د امریکا او القاعده یا طالب ترمنځ نښتو او ځپلو څخه دا پایله څنګه راووته چې ګواکې طالبان بیا یو ځل د پخوا په شان منظم شوي دي؟

اوس چې امریکا له سیمې پښې سپکوي نو آیا دوی هاغه اهداف تر لاسه کړل چې ورپسې راغلي وو؟ او که دلته ترهګر په ځپلو له توانه نه دي غورځېدلي نو بیا امریکا او ملاتړي یې د کوم منطق له مخې پښې سپکوي؟

دا پوښتنې د هر افغان په سر کې ګرځي را ګرځي او هر یو یې د ځواب موندنې په لټه کې دي. دلته نو خبره بېرته په دې راڅرخي چې که امریکا او ملاتړي یې له افغانستانه وځي او افغانستان د آړ لېوانو ته د بې شپانه رمې په توګه خوشې کوي نو آیا ددې عمدي عمل زیان به افغانانو ته څه وي او نورې نړۍ ته به څه وي؟

موږ په دې باور یوو چې اصلاً امریکا سره د ترهګرۍ کوم تعریف نشته نو ځکه یې جګړه وبایلله او دویم ستر او کوټلی علت یې داوو چې امریکا په افغانستان کې داسې پالیسي غوره کړه، چې ځان یې د خلکو د کرکې سبب وګرځاوه، ځکه خلک خو د شرایطو زجر په ملا مات کړي دي او ټول پوهېږي چې په هېواد کې د طالب بیا را څک کېدل د امریکا د سر ښورولو پرته شوني نه وو او امریکا او نوره نړۍ ددې نوي پنځېدونکي ناورین په بیخ خبر دي او ښایي دا هم د دوی یوه بله ناکامه ازموینه وي چې دلته یې اخلي ځکه دا څنګه شونې ده چې په کندهار پنجوایي کې طالبان ولسونه اړباسي څو قیر شوی سړک دوباره په بل مخ واړوي او هغه هم په داسې سیمه کې چې یو کیلومیټر کې ورسره د امریکایانو قرارګاه ده او د دوی د وینا له مخې چې دوی داسې وسایل هم لري چې آن د شپې ورباندې ترهګر لېدلای او څارلای شي، نو آیا دغو وسایلو ولې په سپینه ورځ د سړک د اړولو اشر ونه لیدو؟

دا ټول قصدي غفلتونه دا زباتوي چې ګواکې امریکا دلته د بشر دوستۍ په نامه د بشر وژنې په موخه راغلې وه او اوس غواړي چې افغانستان د ایران، پاکستان، هند او مسکو د بزکشۍ په میدان واړوي او په دې توګه په دغه سیمه کې د امریکا له خوا ټارګټ شوي هېوادونه په دې توګه سره واچوي او یوه بدرنګه بوختیا رامنځ ته کړي، څو امریکا ته لاره اوزګاره شي او خپلو اهدافو پسې چې په یادوهېوادونو کې یې لري ورسېږي او دا کار ددې مانا ورکوي چې د امریکا اهداف د افغانستان په ګاونديو هېوادونو کې تر لاسه کېدای شي نه په افغانستان کې، مګر افغانستان باید ددې لویې لوبې د ستیج په توګه د تمثیل چورلیز وګرځي او دا کار امریکا اوناټو په لوی لاس بشپړېدو ته نږدې کړی دی، چې ښه بېلګه یې په هېواد کې د طالبانو بیا ځواکمن کېدل او دې سیمې ته د غیر افغاني ترهګرو راټولېدل دي چې موږ یې مخکې یادونه وکړه.

دا ځل د امریکایانو ارادو ته په کتو سره خبره بل ډول روانه ده، له پاکستان سره امریکا یوې پټې معاملې ته اړه شوې ده او د ډېورند کرښې د رسمیت خبرې یې په خولو ګرځي؛ اما دا ناسور په داسې شرایطو کې راسپړل ډېر نور نقصانونه او بدمرغۍ رامنځ ته کړي.

که پاکستان سره د افغانستان د جغرافیوی حد و برید په اړه کومه پټه معامله ترسره کېږي دا په دې مانا ده چې یو لوی اړو دوړ ښایي په سیمه کې رامنځ ته شي او دغه غوښتنه د ولسي عکس العمل او غبرګون سره مخامخ شي، نو په داسې یو تاوده تناره کې هر چاته د ډودۍ پورې کولو زمینه برابرېږي او بیا به نو دا ډول متصور جنایات او در په درۍ یوازې په افغانستان پاکستان او یا اسیا پورې محدود پاتې نه شي او ښایي نوره نړۍ هم له خپلې لمنې اور واخلي.

موږ د هېواد ورځنیو شرایطو او حالاتو ته په کتو سره پر امریکا او نورې نړۍ خصوصاً د افغانستان په ګاونډیانو غږ کوو، چې که تاسو د افغانستان په مسئله کې د دلچسپۍ نه لاس په سر نه شۍ نو ښایي چې ددې بلا ویر په خپلو کورونو کې واورۍ او بیا به نو امریکا او د هغې ملاتړي خپلو موخو ته رسېدلي وي او تاسو به د همېشني ذلت څخه برخمن شﺉ چې د حالاتو سمېدو ته به به مو بیا وخت نه وي پاتې او تر ډېره به مو خپل اقتصاد ونه شﺉ رغولﺉ، لهذا د افغانستان په ثبات کې د یادو همسایه هېوادونو ونډه اصلاً د دوی د منافعو دفاع ده کومه چې د لویدیز لاسونو ته وررسېدونکې ده او که خدای مه کړه دوی په خپل خره سپاره وي او ورڅخه نه کوزېږي، نو ښایي ددې خره لغته یې غاښونه ورمات او خوله یې له پېژندو وباسي. بیا به نو هغه مهال لاس مروړل د مچ ورورولي وي او کومه مشخصه تسلي به ورڅخه نه بودېږي.

2 thoughts on “او که امریکا له افغانستانه ووځي؟! سید اختیار سباوون”
  1. تاندوالو،
    خپل ویبسایټ مو د ډیرو ناسمو اعلاناتو په واک کې ورکړیدی. هغه اعلانات (خوځنده او مزاحمت کونکي) چې تاسو د خپریدا اجازه ورکړیده، نور خلک ېې پخپل معمولي بلاګ کې هم نه مني.

    تمه مې دا ده چې ددې مزاحمت مخه ونیسئ. ځکه زما په ګډون زیات شمیر مینوال لدې وضعیت سره په تنګ راغلي دي.

  2. نه پوهیږم چې د افغانستان کانونه به څومره لویه شتمني وي؟

    د عینک کان ېې چینایانو ته ورکړ، ۱۳٪ (یا کم او زیاته) ګټه ېې افغان دولت ته ورکول کیږي.
    د حاجیګک د اوسپنې کان ېې مزایدې ته کیښود، پر ۱۱٪ خالصه ګټه ېې سلا ونشوه.

    کچیرې د افغانستان ټول کانونه پدې بیه وپلورل شي، نو د دری تریلیون ډالرو شته کانونو ګټه به یوازې دری میلیارډه ډالر شي. دا دری میلیارډه ډالر به لږ تر لږه لس کاله وخت نیسي چې را وایستل شي.
    نو داسې ېې وګڼه چې هر کال یو نه تر دری میلیون دالرو پورې لدې مدرکه افغانستان ته پاته کیږي. او دا په هیڅ حساب دي.

    ترڅو چې افغانان پخپله پانګونه پکې ونکړي، کار پکې ونکړي، افغانانو ته ېې ګټه نه رسیږي.

    او د غربیانو د راتګ مسئله بیله ده، هغوی د سیمې پر سیاسي اهمیت فکر کوي او هغوی سیاسي موخې لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *